نوي حالات، باګرام او د ټرمپ ګواښمنه ژبه!
د انګریز سلطان چارلز دریم سره تر کتنې وروسته، ټرمپ د انګریز د لومړي وزیر کیېرسټارمر په ګډ رسنیز کنفرانس کې وویل: هوډ لري د باګرام هوايې اډه بیرته ونیسي. د شنبه په ورځ د سېپټمبر په ۲۰ یې بیا پخپل ټروټ سوسیال کې تکرار کړه« که افغانستان د بګرام هوايي اډه بېرته هغوی ته، د امریکا متحدو ایالتونو ته، چې جوړه کړې یې ده، ور نه کړي، بد شیان به پېښ شي.»
د ټرمپ دا ګوښمنه ژبه، په ۲۰۰۱ کال د جورج ډبلیو بوش(زوی) هغه څرګندونو ته ورته پاتېږي چې د هغه مهال طالب واکمنانو ته یې ویلې ول، که بن لادین امریکا ته ونه سپاري چې د امریکا په ادعا یې د نیویارک د تجارتي مرکز برجونه الوځولي، بدو عواقبو سره به مخ شي!
هغه مهال امریکا په همدې پلمه پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو رژیم یې نسکور کړ. د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته، هغه مهال امریکا په نړۍ کې یکه تازه وه. خپلې شیطانې موخې یې په زور او پوځي یرغل سره د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پرېکړو تر چتر لاندې پلې کولای شوې، هغه وخت پر افغانستان یرغل هم په داسې یو تاوجن حالت کې وشو. بلخوا طالب واکمنانو امریکا هم نه پېژانده او د خپلو شرطونو د وړاندې کولو مجال هم ور څخه نه وو.
نن حالات بدل دی. امریکا په ملګرو ملتو کې پخواني حیثیت نه لري او هغه یې بایللی، په زور هیڅ یوه پرېکړه تر دې چت لاندې اوس نه شي ترسره کولای. بلخوا د خپل بلاک ناټو سره شل کلونه افغانستان کې جنګېدلې، اوسېدلې او افغانان یې د جګړې، چل، فریب، منافقت او هر څه سره اشنا او بلد دي.
په لندن کې انګریزانو ښای مهمه مشوره ورکړې وي، په افغانستان او پاکستان کې به یې د خپلو اجینټانو د همکارۍ سینه ورته وهلې وي.
که لوبه هر څه وي، د باګرام اډه د افغانانو د ټینګ مخالفت په صورت کې په زور نه شي نېولای. ښای یوې معاملې ته يې سترګې نېولې وي. ټرمپ ویلي چې د یوې معاملې څرک یې په طالبانو کې لېدلی، کېدای شي دا ریښتیا هم وي.
خو که طالب مشران هره معامله امریکا سره کوي، هغه باید د ملي ګټو ضد نه وي او د افغان ملت څخه پټه نه وي.
جنګ شودیار سر شودیار!
د ۲۰۲۵ کال د سېپټمبر ۲۱ مه
سرلوڅ مرادزی