په پرون کې چې څوک تور ول هغه سپین شول
د پرون خواږه یاران يي نن بدبین شول
په دوکه يي چې پرون کې پلویان کړل
نن هغه خلک له قاره ورته شین شول
واک اختیار ورته مقام د عیاشۍ وو
چې له واک اختیاره ولوېدل غمګین شول
پر شیطان يي چې لعنت لعنت ویلو
نن هغوی د ولس په منځ کې شیاطین شول
چې تهمت يي د الحاد تاړه پر نورو
په عمل کې نن په خپله ملحدین شول
چا چې لاپې د سوچه اسلام وهلې
په وحشت او بربریت کې اولین شول
چې پېېښې يي د تقوا او د پېرۍ کړې
په کړو وړو کې تر شیطانه هم لعین شول
لیري نه ده چې کعبې ته په بم کېږدي
راڅرګند چې په دیندارو کې بې دین شول
چې اعجاز د وخت يي نه بولې نو څه دی
چې د ټول عمر دروغجن، وايي ریښتین شول
ناسته پاڅه چې د نورو سره عیب وه
د هغو سره اوس خپله همنشین شول
چې په یو رنګ يي په ولس وو ځان منلی
نن په یو رنګ کې په زر ډوله رنګین شول
چې پرون يي د اسمان سره صحبت کړ
نن راښکته له اسمانه په زمین شول
وخت د هغو سره سمه لوبه وکړه
چې يي خیال کاوه په ولس کې نازنین شول
چې د عصر د پیغام سره په جنګ ول
د جګړې میدان کې ښخ په تاترین شول
د فرهنګ او د پوهنګ تمه ترې مه کړه
د عربو په فرهنګ کې چې عجین شول
هیڅ ایین تر خپله ایینه بهتر نه دی
هغوی سپک شول چې دښمن د خپل ایین شول
وخت د هغو ککرۍ کړې خاورو لاندې
له فلکه چې د ځمکې وارثین شول
قضاوت د وخت، تر هر قاضي دقیق دي
چې پرون کې څوک بدبین ول نن خوشبین شول
د ډنډۍ وهل د وخت تله کې نشته
چې نظر کې د چا کم راتلل، وزمین شول
هغه فکر چې به ولس سره تقسیم کړي
د فتنو افکار لاهو په اباسین شول
د سړي درنښت په تول نه دی مراده
درانه نه شول که په وزن کې سنګین شول
د ۲۰۲۵ کال د اپریل ۱۲ مه
سرلوڅ مرادزی