ان الذین ءامنوا والذین هاجروا جهدوا فی سبیل الله اولئیک یرجون رحمت الله والله غفوررحیم
سورة البقرة ۲۱۸ آیة
مؤمنان ومهاجران به عنا
نیز رزمندګان راه خدا
همه را رحمت خداست رجا
هم غفور است وهم رحیم خدا
اوس راځو د اماتور شننونکی نظر اوتبصرو ته چې دی څه ډول په آیینه کې خپل ځان ته ګوری؟ په مجموع کې نیوکه ، بخل، حسد او کرکه هرڅوک کولای شی حتی که په څلورو روان وی هم. نیوکه دوه لومړنی ابعاد لری یوه هغه نیوکه ده چې اصلاحی او اصولی اړخونه لری او دیوې ټولنې دودې اوتکامل سبب ګرځی مثبت ګامونه لری او دګټې تضمین ور باندې کیدای شی .داعم کلیمه احتوا کوی او هرچاته په کې عدالت مساوات او انصاف تر لاسه کیدای شی. بله نیوکه پلمه او بهانه ده یاپه بل عبارت اوبه خړول دی مهمه نه ده چې دچا لخوا کیږی څنګه کیږی . ولی سترګې ور باندې پټیږی او څه ډول انارشیزم او استبداد ورسره ملګری دی دادبحث بله برخه جوړوی زموږ فرهنګ کې له بده مرغه ړدغه آفت سره ژورې ریښې لری ډیر دود لری حتی تر انډیوالۍ پورې جغرافیه جوړوی!
نن سبا یو محدود کسان یا ډله اوټپله چې د TV ګانو په پردې کې را څرګند شی فرعون څوک دی! سوچه طاغوتی څېره ځان ته غوره کړی او ددوی دې بوږنونکو ببولالو ته چې غوږ ونیسې واه واه غونډاری ولی په همدې له اسلام بې خبرو اجنداووکې وایی چې :
لویدیځ یا نورو هېوادونو ته تښتېدلی کسان دې بیرته هېواد ته راستانه شی موږ ورته عفوه کړې ده . چا ورته عفوه کړی دانتحاریو جغرافیه په پورتنی اية کې کوم ختیځ او لویدیځ ښیی؟ کوم قانون ، عرف، نظام او سیستم ته راشی؟ څنګه راشی؟ دغه معاهد تر اوسه چا په سترګو نه دی لیدلی کوم اسلام ده ته داخطیر صلاحیت او اهلیت ورکوی؟ بې انصافې اوله اسلام بې خبری خو هم خپل حد او اندازه لری!
دغه شننونکی هم ملت تیر باسی دخپلو نمایشی کتابونو چې کتار په الماریو کې ترشا ایښی فکر کوی چې دازموږ له عقیدی اوفرهنګ څخه مسایل لری پرته له یوڅو جلدو یعنی داهم عملا ځان غولونه ده چې نورو ته یې ورښیو دکتابونو شمیره او بحث نه سره ځی . رحمن با با وایی :
پوهه ټوله راوتلې له مغزو ده
هسې نه چې په دې ډیرو کتابو ده
يوشمیر زاړه شننونکی خو ډیر احساساتی بیا دمیز په اوږده حجمه زاړه کتابونه ایښی خو ویس ناصری بیاټوله کتابخانه راپه شاکړې بیا خلکو پورې هم خاندی . دې ته وایی زموږد اجتماعی شبکو کوربه او میلمانه چې په TV کې مو د خط او پولې پر سر ښکر سره ورته کړی . نیمه پېړۍ ددې کړکېچ تیریږی خو دلته فس بوکیانو، ټیک ټاکانو، اکسانو ، یوتیوبانو، انستګرامو اتڼونه یو هم دافغانستان په درد نه خوری . یوه بوږنونکی سیالی په رسنیو کې روانه ده په چا یې خورې؟
تاسې ښه په دقت سره دالهی کلام وڅېړی بیا خلکو ته پیغور ورکړی اواستهزاء وکړی سره له دې استهزاء اوسپکه په اسلام کې ناروا دی اوهیڅ جواز نه لری. زموږ ټول پروګرامونه کاپی شوی یو یې هم طبیعی بڼه نه لری . تیار دغنی دوخت دالفت ډم ،آریاناسعیدډمه، میناګل اومفتون «ستاره افغان » ډهل او ډنبک دی بس تنور ګرم دی او هرڅوک زغالې ورولی .
اوس که دبشری مرستو غله اورهزن یوې برخې ته کړو فقر او بدمرغی ، خوار ځواکی اواقتصادی مشکلات بل لوری ته او په عین زمان کې وچ سیاست ، ناپوهی او جهالت فاکتورونه سره راټول کړو او له دې علاوه داشرف غنی دامرخیل کنسرتونه او ستارهٔ افغان سره ډامبر کًو کوم یو یې اسلامی بڼه درلوده. دطالبانو دقدرت اوږد ، ککړ انحصار او جاهلانه تحمیل دو پانزده د یک سی مفهوم لری. داسلام مبادی او جهان بینې داډول توپیر نشی زغملی.
نوت: باعرض معذرت په تیره لیکنه کې دلا کلیمه سهوا اضافه شوې ده لا تعلمون نه ، تعلمون سم دی