سرېزه:
د نړۍ د مقاومتونو او پاڅونونو په تاریخ کې د پاموړ غږونه او اعتراضات د لیکوالانو، شاعرانو، د بشري حقونو د مدافعینو دي، کوم چې واکمن مستقیماً ننګوي، ګوته ورته نیسي او نېغ په نېغ ریښتیا ورته بیانوي، تر څو د واکمنو دولتونه وننګول شي. مستبد او ظالم حکومتونه د همدې ریښتیا ویلو له امله دوی بندیانوي. ظالمو حکومتونو هېڅکله اخلاقیات او بشري حقونه نه دي مراعت کړي. حکومتونو هېڅکله خلک د دې لپاره بندیان او اعدام نه کړل، چې دوی یو غیر قانوني عمل ترسره کړي وي. ظالم حکومتونه منتقیدین ځکه بندیانوي او اعداموي، ترڅو د هر بل کار ترسره کولو مخه یې ونیول شي. سیاسي بندی هغه څوک دی، چې د خپلو سیاسي عقایدو او افکارو درلودلو له امله بندي وي. په ټوله نړۍ کې ډیکتاتور رژیمونه خلک د شخصیت درلودلو له امله نه نیسي او نه د هغه څه شي له امله نیول کیږي، چې دوی ترسره کړي دي. له دې سره د سیاسي بندیانو کټګوري یو جنایي جرمي عمل ته ورګرځول کیږي. حکومتونه د غیر قانوني لارو چارو له لېارې د خپلو مخالفینو د انتقادي غږونه خاموشه کولو لپاره په غیري قانوني او ظالمانه کړنو لاس پوري کوي. یو ظالم، ډارن او کمزوری دولت د خپلو مخالفینو غږ چې په هره وسیله وي غلي کوي. کله چې حکومت د خلکو د نیوکو په ځواب کې تشدد او وسله کاروي، په دغسي یو حالت کې یو شي رامنځته کیږي، چې یو ظالم استبدادي ترهګر رژیم په خپلو وګړو کې ویره، ترور او اختناق خپروي یا رامنځته کوي. لکه د پاکستان مستبد، ظالم او جابر ریاست. نن پاکستانی منفور رژیم او پوځ یې په دې ښه پوهیږي، چې د پښتنو او نورو لږکیو د مقاومت او د خپلواکۍ غږونه ورځ تر بلې په لوړ اواز په ټوله نړۍ کې اوریدل کیږي. پاکستان کې د پښتنو لپاره د بیان ازادي نېشته. پښتانه به غلي کیږي، که نه بندیان کیږي. 
د پښتنو په محاصر تاریخ او د پښتنو د جګړې ضد غورځنګ کې د نر وزیر، زخمی وزېر، علي وزېر ځانګړي موقعیت، د هغه کارېسماتیک شخصیت رول، مقاومت، میړانه، زړورتیا او د مبارزې انګېزه ټولو ته د پاموړ ګرځیدلي. د سر دارعلي وزېر نوم د پېنځه اوویا کلن پنجابي استعمار په وړاندې د پښتنو د خپلواکۍ مقاومت او د پښتنو مذاحمتي پاڅون یو سېمبول ګرځیدلی دی. د علي وزېر سپیڅلي مبارزه، مقاومت، د هغه په ژوند کې مصیبتونه، کړاوونه، غمونه او ناوړه خونړۍ ترهګرېزو پېښو تاریخ په جنوبي وزېرستان کې د پاکستان ریاستي ترهګرېزو پېښو سره ډ‌یر نږدې تړاو لري. د پاکستان ظالمانه قضایي تور سیسټم د پوځیانو په لاس کې دی. دوی په کې خپله واکمنۍ، غیر قانوني کړنې او ناروا امرونه چلوي.
 
علي وزېر څوک دی
علي وزېر د جنوبي وزېرستان یو زړور کارېسماتیک ځوان سیاستوال او پیژندل شوي پښتون سیاسي شخصیت دی. د ډیورند کرښې دواړه غاړو ته پراته پښتانه نوموړي ته د درناوي لپاره د زخمي وزېر په نامه یې یادوي. دا هغو بیسارو قربانیو ته د درناوی یوه نښه ده، چې د سردار محمد علي وزېر هر دم شهیدې کورنۍ د پښتون ملت لپاره ورکړي دي. علي وزېر د پښتنو احمد زي قبیلي پورې تړاو لري. پلار یې ملک میزا عالم خان وزېر د احمد زيو وزېرو یو قبایلي مشر و. علي وزېر خپلې لومړنې زده کړې د جنوبي وزیرستان د واڼه په سېمه کې ترلاسه کړي دي. نوموړي د ډیرې اسماعیل خان په ګومل پوهنتون کې حقوقي لوړو زده کړو پرمهال د کین اړخې سیاسي تمایلوتو څخه هم لږ څه اغېزمن شوي و. نوموړي له همدې مهال ورو ورو د پښتنو د ملي مبارزینو په محاصر تاریخ کې یو نه ماتیدونکی او نه تسلیمیدونکی وتلي پښتون سیاسي فعال مهم شخصیت ګرځیدلی دی. علي وزېر له واڼه څخه تر پارلمانه او زندانه یو ډېر اوږد لوی غمجن داستان لري.
په 2013 کال نوموړي پارلماني ټاکنو کې د همدې ټاکنیزې حوزې څخه په ټاکنو کې برخه واخېسته، خو د شاوخوا 300 رائیو په کمښت سره ماتې وخوړه او ډېرې خلک په دې باور دي، چې د امنیتي استخباراتي ادارې مامورین د هغه په ماتې کې ښکیل ول. 
له کله نه چې علي وزېر د پاکستاني امنیتي ادارو او ځواکونو لخوا په ناروا، دورغجنو قضیو کې مسوول ګڼل کیږي. علي وزېر د خپلې بیساری زړوړتیا، عزم، مقاومت، بې وېرې مبارزې، ننګونو او د پنجاب تور جیلونو ته اچولو له امله په لر او بر وطن کې پر ملي او نړیوال کچ د یو اتل پښتون شهرت ترلاسه کړي دی.
په 2003 کال کې د علي وزېر مشر ورور فاروق وزېر یو قومي ملتپال مشر و. نوموړي په سېمه کې د وسله والو او اورپکو ډلو پر شتون نیوکې کولې، خو یو څو موده ورسته د همدې نامالومو وسله والو لخوا ووژل شو. 
د 2020 کال د ډسیمبرپه 16 مه د کرکې خپرولو او د خیانت په تور د جنرال باجوه په غوښتنه زندان ته لاړ. لامل یې په 2020 کال د ډیسمبر په شپږمه کراچۍ کې د پښتنو د جګړې ضد غورځنګ د پې ټې اېم په یوه غونډه کې د هغه وینا وه. د علي وزېر د یوې بلې وینا متن: نن د انګریز بچیان، د انګرېز غلام، د انګرېز روزلي خلک د دې پنجابي پوځ په نمایندګي په چیک پوسټونو باندې ولاړ دي او هغه د دغو غیرتمندو خلکو او د ولس تلاشي کوي. موږ ته وایې، چې کشمیر ازادوم، په هندوستان باندې جنډه لګوم، موږ ته وايي فلسطین له اسرائیلو ازادوم. موږ ته وایې، چې افغانستان زموږ پېنځمه صوبه ده، د ستا پالیسي کوم ځای ته راغله؟ ته قومونه سره په خپلوکې سره جنګوې، ضعلو خلک سره خپلو کې جنګوې، ستا پالیسي دا شوه، چې د ښځو ګاڼه یا سره زر غلا کوې، ته دا یاد ساته چې د هندوستان سره کاروبار وکړو، تا د ایران سره کاروبار وکړو، ته د چین سره کاروبار وکړو او د افغانستان په خاوره باندې چې د ډیورنډ لاین یو عارضي لاین دی، په هغې باندې باډر اچولي دی، تا په هغې باندې باډړ اچولي دی او قومونه دې تقسیم کړي دي. ان شاالله تعالی ملګرو دا یاد ساتئ چې دا قومونه دوی نشي تقسیمولي، په بنګال کې یې ستا اتیا لس زره پوځیانو ونیول، بیا دې بله ورځ د جنګ معاهده ورسره وکړه، په هغه باندې را خلاص کړې، په یاد وساته چې وزېرستان ته که انګرېز راننوتلي او که بل څوک، پتلون یې پاتې شوې او دې تښتیدلی دی، نن وزېرستان بیا د جنګ سره مخ دی، نن وزیرستان ته بیا جنګ راځي، دا جنګ یا د چین په خلاف کوي یا د امریکې په خپله مرضي باندې کوي، ته وزېرستان ته جنګ دغسۍ نشي راوستلي، وزېرستان ته جنګ ولې راولې.؟ دلته کرایې بد معاشان راولي، بیا چې چیرته دهماکه وشي، نو بیا هغوي وایې، چې دا موږ وکړه، هغه چې په اسلام اباد کې د پاکستان پوځ دهماکه وکړي، بیا ووایې چې موږ وکړه، وا د پاکستان پوځه، موږ تا دې کار ته نه پرېږدو په هیچ صورت دې نه پرېږدو. زموږ نور د هیچ چا سره بدې نېشته، زموږ بدې د پاکستان د پوځ سره ده. موږ دا وایو په جرات سره وایو چې زموږ وس ورسیږي موږ ته موقع په لاس راشي، په خداې قسم که د سپاهي نه را نیولي، بیا تر جرنیل پورې درباندې رحم وکړم، پنجابی استعماري پوځ مرده باد. ملګرو زما ستوني خراب شوي، زه تېزې چېغې نشم وهلي، خو تاسې به داسي ځواب راکوي، چې دی په بستره کې ټوپ وکړي، ٬٬ لر او بر یو افغان٬٬ دا نعره څو وارې د لکونو لاریونوالو لخوا بدرګه او تکرار شوه، چې له امونه تر اباسین او مارګلې پورې ټولو پښتنو افغانانو واریده، ان جناح په خپل قبر کې په څنګ واوښت. 
د 2018 کال د جولای په پارلماني ټاکنو کې هغه د سویلي وزیرستان څخه د پاکستان ولسي جرګې د غړي په توګه وټاکل شو. په 2003 کال کې د علي وزېر مشر ورور فاروق وزېر په یوه ترهګریزې برید کې ووژل شو. دې ته ورته په نورو ترهګرېزو بریدونو او خونړیو پېښو کې تر 70000 ډېر کسان ووژل شول، چې اکثریت پښتانه ول. 
په 2003 کال کې وزېرستان د منځنۍ اسیا او بېلا بېلو عربي هیوادونو د بهرنیو وسله والو په مرکز بدل شوي وه. د پاکستان حکومت تر اوسه د ترهګرېزو اډو د رامنځته کولو څخه انکار ته دوام ورکوي. که څه هم هغمهال ځایې سیاستوالو او قومي مشرانو خپلې سیمې د ترهګرېزو اډو بدلولو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي و. 
کله چې د علي وزېر ورور ووژل شو، هغه د حقوقو په پوهنځي کې محصل و. په 2005 کال د سرحدي جرمونو د مقرراتو (FCR) تور قانون لاندې بندي شوي وه. دا د انګرېزي استعمار د دورې تور قانون و، چې موخه یې ځایې وګړو په خپلسري توګه د ډله ییزې سزاګانو له لېارې سزا ورکول کیدې، پښتانه بې پوښتنې زندانونه ته اچول کیدل او نقدي جریمه کیدل. کله چې نوموړي په جېل کې و، د علي وزېر پلار، وروڼه، د تره زامن او یو تره یې په یوه پېښه کې ووژل شول. علي وزېر ته د جنازو په مراسمو کې د ګډون اجازه هم ورنه کړل شوه. دې ډول بې رحمو وژنو علي وزېر او د هغه درنه کورنۍ د پاکستاني ریاست د پوځي پالیسیو په وړاندې له مخالفت راونه ګرځوله. علي وزېر د خپلي کورنۍ 17 غړي د ترهګرو یا په هغو نامالومو بریدنو کې له لاسه ورکړل، چې تر اوسه هېچا مسوولیت نه دی په غاړه اخیستي. 
د علی وزېر مورکي محترمه خوازمینه د 2005 کال د جولاې د ورځې د تلین په مناسبت وویل: ٬٬زموږ ټول کور انګړ د خپلو شهیدانو په وینو سور وه. زموږ کور په یوه بیساری ویر کې ډوب، خاموشه او خالی وه. کله چې د شهیدانو جسدونه د ښخولو لپاره هدېرې ته یوړل شول.٬٬
د علي وزېر تر ټولو وروستۍ شهید د هغه تره زوی او د پې ټې اېم نږدی ملګری او سیاسي متحد د شهید افغان عارف وزېر مړینه وه. د شهید عارف وزېر پلار او ورور هم د نامالومو وسله والو لخوا وژلي شوي دي. علي وزېر په خپله د څو وژونکو ترهګرېزو بریدونو څخه بچ پاتي شوی دی. 
د 2020 کال په می میاشت کې د علي وزېر تره زوی عارف وزېر وژل کیږي. د 2003 او 2020 کلونو ترمنځ د علي وزېر د شهید پرورې کورنۍ اتلس نارینه غړي د پاکستاني ریاست او پوځیانو لخوا د تمویلو شویو ترهګرو او اورپکو لخوا ووژل شول.
په 2018 کال د جون په دویمه نېټه د راتلونکي ملي ټاکنو لپاره د کمپاین پر مهال علي وزېر له یوې ترهګرېزې حملې څخه روغ رمټ ووټلو، چې په کې د علی وزېر 25 ملاتړی ملګري ټپیان شول. 
په 2019 کال کې د می میاشتې په 26 مه نېټه د شمالي وزېرستان په خړکمر سېمه کې د پاکستاني پوځیانو لخوا یو مرګونی برید ترسره شو. علي وزېر په وزېرستان کې د پې ټې اېم له سلګونو ملګرو او ملاتړ سره یو ځای هڅه کوله، څو د پاکستاني پوځ د سرغړونو پر وړاندې سېمه کې د یو پرلت تنظیمولو ته ورروان و، چي د خړکمر په امنیتي پوسته کې ودرول شول او کله چې دوی هڅه وکړه، چې له پولې ورتیر شي، پاکستاني پوځیانو پر لاریونوالو مخامخ ډزې پیل کړي. علي وزېر بیا بچ شو، خو 17 د پې ټې اېم سیاسي فعالان ووژل شول او ځینې ټپیان شول. علي وزېر په هغه ځای کې ونیول شو.
د خړ کمر پېښه د خړکمر قتل عام په نامه پیژندل کیږي. دا پېښه د پې ټې اېم د جګړې ضد غورځنګ په تاریخ کې یو مهم بدلون ګڼل کیږي. دې پېښې د پاکستاني دولت بنسټیزه پښتون ضد پالیسي روښانه او ثابته کړه، چې پاکستاني یا پنجابي ریاست ته د پښتنو ژوند هېڅ اهمیت او ارزښت نه لري او اړتیا ورته هم نه لري. پوځیانو خپله علي وزېر پر پوځي پوسته د برید په پلانولو په تور تورن کړ.
پې ټې اېم د علي وزېر د نیول کیدو ورسته په پاکستان او په ټوله نړۍ کې په ځانګړی توګه د اروپا په سترو ښارونو کې پراخ لاریونونه ترسره شول، ترڅو پر پنجابي ظالم حکومت فشار راوستل شي، چې خپل دورغجن تورونه بیرته واخلي.
په 2019 کال کې د سپټمبر په 19 نېټه علي وزېر په ضمانت خوشی شو او تورونه بالاخره په 2020 کال د اکتوبر 14 مه لرې شول. 
په 2020 کال کې د ډیسمبر په 16 مه علي وزېر بیا د کراچۍ پولیسو په غوښتنه پېښور کې ونیول شو او کراچۍ ته په الوتکه کې یوړل شو. د علي وزېر په قضیه کې د پاکستان سترې محکمې د ضمانت منظورلو لپاره شاخوا یو کال وخت ونیولو. د ضمانت په پروسه کې یوه له بنسټیزو ستونزو څخه د 2020 کال د ډیسمبر شپږمې د علی وزېر وینا ژباړل و. د علی وزېر وینا له پښتو ژبې څخه اردو ته ژباړلي شوي و، خو په لومړنی مالوماتی راپور (FIR) کې د پولیسو افسر لخوا اردو ژبې ته ژباړل شوي وه. د علي وزېر مدافع وکیل دغه ژباړه رد کړه، ځکه چې د پښتو سېمه ییزه لهجه یې غلطه ژباړلي وه. ٬٬ ګویا داسي تائثر رامنځته شوي و، چې علي وزېر خلک بلوا یا پاڅون ته هڅول٬٬.  
علي وزېر د نوامبر میاشتې پر 14  مه نېټه د بلوڅیستان ایالت چمن ښار کې په یوه پرلت کې له ګډون ورسته ونیول شو. 
د جنوبي وزیرستان څخه د پارلمان غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزېر د کراچۍ مرکزي زندانه له دوو کلونو څخه زیاتې مودې ورسته د توقیفي حبس تیرولو ورسته خوشی شو. د پارلمان غړی علي وزېر د 2020 کال د ډیسمبر له 31 مې راهېسې د بغاوت په څو تورونو کې نیول شوي و. د کراچې په زندان کې د 26 میاشتې تیرولو ورسته خوشی شو. د علی وزېر مدافع وکیل قدیر خان وویل: هر کله چې د هغه موکل په قضیه کې برائت ومومي یا په ضمانت خوشي شي، هغه بیا په بله قضیه کې په سند یا په خیبر پښتونخوا کې ونیول شي. د علي وزېر خپلواکۍ ارادې ماتولو کوښښ او په زندانې ساتلو لپاره هره هڅه او هره حربه وکارول شوه. خو د علي وزېر فولادي اراده او مقاومت یې مات نه کړ. عدالت د تل لپاره رد کیداې نشي. د نړۍ بشري حقونو سازمانونو د علي وزېر تحقیر امېزه او له سپکاوی ډک چلند په سختو ټکو کې غندلي دی. 
 
علي وزېر باندې د پاکستان جزا قانون کوم تورونه او ایف اې ارونه درج شوي
پر علي وزېر باندې په ثبت شوي ایف اې ارونه د پاکستان د جزا قانون د 120-B مادې له مخې ٬٬ د جنایي جرمونو دسیسو سزا٬٬ . د 121 مادې له مخې د ٬٬ پاکستان په ضد د جګړې پیلول یا جګړې ته د خلکو هڅول٬٬. د 121-A مادې له مخې ٬٬ د سزا وړ جرمونو د ترسره کولو توطیه کول٬٬. د 124-Aمادې له مخې ٬٬ فتنه جوړول ٬٬ . د 153-A مادې له مخې ٬٬ د بلوا یا پاڅون د رامنځته کولو په نیت خلک د پاکستان دښمنۍ ته راپارول٬٬ . د  505مادې له مخې ٬٬ د عامه فساد جوړولو سره د مرستې کولو بیانونه ورکول ٬٬. د 506 مادې له مخې ٬٬ د جنایې جرمونو سزا٬٬ د 188 مادې له مخې ٬٬ د امن نظم عامه مامور د حکم نه سرغړونه کول٬٬ او همدارنګه د 1997 کال د ترهګرۍ ضد قانون د اوومې مادې د یوې برخې لاندې تورن پیژندل شوي و.
په 2021 کال کې د جنوري میاشت کې د علي وزېر محاکمه د کراچۍ په مرکزي زندان کې پیل شوه. د علي وزېر ملګري په ضمانت خوشي شول، خو د هغه غوښتنه رد شوه. 
د 2021 کال د مارچ په پېنځمه د سند عالي محکمې خپله پرېکړه وساتله، ان د 2021 کال تر جون دویمې پورې اعلان نه کړه. په دغه پرېکړه کې راغلي و، چې تورن سړی د دولتي ادارو په ضد غیر اخلاقي ژبه کارولي، چې کولي شي د بې اتفاقۍ لامل وګرځي. 
د 2021 کال د جون په 27 مه نېټه د پاکستان ولسي جرګې ویاند علي وزېر د بودیجې تصویب غونډه کې د ګډون لپاره یو امر صادر کړ، چې له مخې علي وزېر په کې برخه واخیسته او بیا بیرته د کراچې زندان ته ولیږل شو. په داسي حال کې چې د علي وزېر د اوسیدو ځای او پته د خیبر پښتونخوا ــ جنوبي وزېرستان دی. 
د  2021 کال د نوامبر په دریمه د ترهګرۍ ضد محکمې پر هغه او په ایف اې ار کې د نومول شویو نورو کسانو پر وړاندې تورونه ولګول شول. 
د 2021 کال د جون په دویمه نېټه د سند عالي محکمې د علي وزېر د ضمانت غوښتنه رد کړه او محکمې ته یې لارښوونه وکړه، چې قضيه په شپږو میاشتو کې پاې ته ورسوي، دغه سپارښتنه هم ډېره موده ترسره نه شوه. د 2021 کال د نوامبر په20  مه نېټه بالاخره علي وزېر د پاکستان د سترې محکمې له خوا په ضمانت خوشي شو.
د 2024 کال د اګسټ په دریمه نېټه د اسلام اباد پولیسو علی وزېر یو ځلې بیا توقیف کړ. د دې نېټې راهېسې څو ځله په ضمانت خوشي شو، خو هر ځل چې هغه خوشي کیږي، یوه نوې قضیه پرې راپورته کیږي، څو په دامداره توګه بندی پاتې شي. په قامې اسمبلې کې د سویلي وزېرستان د خلکو مخکینې استازی علي وزېر د اسلام اباد پولیسو لخوا په داسي وخت کې نیول کیږي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د اکتوبر پر یوولسمه نېټه د ٬٬ قامې عدالت٬٬ په نامه یوه لویه میلیوني جرګه رابلل شوي وه. د ډېرو کتونکو په اند، علي وزېر له دې کبله زندان ته واچول شو، چې په جرګه کې د ریاستي ظالم او جبر پر خلاف خپل غږ پورته نه کړي. دا لا تراوسه سمه مالومه نه ده، چې دغه ترافیکې پېښه څه وخت او د چا لخوا ترسره شوي ده. پولیسو تر اوسه د علي وزېر د نیول کیدو په تړاو څه نه دي ویلي. 
د علي وزېر حقوقي مشاور او مدافع وکیل شېر افضل مروت، وکیل عنایت کاسي او وکیل ملک پروېز شاهین عدالت ته وړاندې شول او د علي وزېر په سکهر کې په ثبت شوي ایف اې ار کې ضمانت ترلاسه کړ. علي وزېر په سکهر کې د ترهګري ضد محکمې څخه له ضمانت اخیستلو ورسته بیا په یوه نوې قضیه کې ونیول شو. علي وزېر د اتو نهو میاشتو راهېسې په بېلا بیلو ولسوالیو کې په زندانون کې د ازادۍ او قضایې عدالت په هیله شپې ورځې تېروي. د علي وزېر حقوقي مشاور او مدافع وکیل شیر افضل مروت، چې خپله د پاکستان د ملي شورا یا ولسي جرګې غړی هم دی، هغه نه یوازې د خپلې قضیې د وړاندې کولو لپاره محکمې ته حاضر نشو، بلکې د علي وزېر د خوشي کولو لپاره د خوشي کولو امر سره مستقیمآ زندان ته ولاړ. مروت د زندان څخه بهر په یوه ویډیویې پیغام کې د علي وزېر د پرلپسې نیولو او توقیفولو په اړه خپله مایوسي څرګنده کړه. مروت ژمنه وکړه، چې د علي وزېر قضیه به د پاکستان سترې محکمې ته یوسي، تر څو د هغه ورورستۍ خوشی کول یقیني کړي.
د پاکستان پوځي استبلیشمنټ مشران په بد نیتي او قصدآ د پښتون مشر علي وزېر محکمې ته د حاضریدو مخه نیسي. 
علي وزیر یو ځلې بیا عدالت ته په لاره کې له خنډونو سره مخامخ شو. ټاکل شوی وه، پرون د چهارشنبې په ورځ علي وزېر باید محکمې ته حاضر کړل شوې واې، خو په محکمه کې د اوریدنې لپاره حاضر نشو. امنیتي مسوولو چارواکو دا خبره په دې سره توجیه کړه، چې د زندان هغه موټر، په کوم کې چې علي وزېر لیږدول کیدو خراب شو. داسي پلمې د پښتنو د بشري حقونو یو وتلي مشهور سیاستوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی علي وزېر په اړه  ډېرې اوریدلی شوې دي. د میاشتو میاشتو راهېسې د پلمو دا سلسله د محکمې نه دایرېدو او د ځنډیدنو جوړولو په اړه اوریدل کیږي. تر اوسه د علي وزېر د بند موده څو ځلې غځولي شوي ده. سره له دې چې د علي وزېر د قانونی پروسې د ځندولو لپاره پرله پسې هڅې کیږي، عالي محکمې په لومړۍ قضیه کې علي وزیر ته برائت ورکړ، په داسي حال کې چې د دوېمې قضیې اوریدنه د جنوري تر 24 مه پورې همدې تورو پتو لاسونو وځندوله. 
د پېشو او موږک دا روانه غیرقانوني او له بې عدالتي ډکه لوبه د یوې فردې عادي پېښې څخه ډیر څه په کې لیدل کیږي. دا د پاکستان پر قضایې عدالتي سیسټم باندې یو بل تور داغ دی. دا پاکستانی پوځي استبلیشمنټ او استخباراتي ادارو د سیسټماتیکو هڅو او خنډ جوړولو یوه نښه ده، چې د پښتنو د بشري حقونو یوه مخکښ فعال مشر د ازادۍ حقونه تر پښو لاندې کولو او د هغه غږ خاموشه کولو سره غواړي د ستر پښتون ملت د ملتپالنې مبارزې مخه ونیسي. 
تر څو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ژوندی وي، ان شا‌الله دې ارمان ته به دوی ونه رسیږي. 
 
د علي وزېر سره مرکه:
کله چې علي وزېر له زندان راخلاص شو، هغه په یوه مرکه کې وویل، تیر څو میاشتو زما ژوند بدل کړی دی. سره له دې چې زه څومره د دردونو، رنځونو، کړاونو، غمونو، ګواښونو، بې باورېو او تورونو سره مخامخ شوی یم، هغه مینه، ملاتړ، درنښت او درناوې چې زه تر لاسه کوم خورا زیات دی. د یو پښتون سیاسي فعال په توګه دلته پاکستان کې د دویمي لویې توکمېزې ډلې پښتون لپاره د امنیت غوښتنه کوم، هغه څه چې ما تر ټولو ډېر زده کړي دي، هغه دا دي، چې سوله ییز اعتراضونه او لاریونونه ټولنه موبیلېز کوي او یو سم لوری ته بدلون ورکوي. ما زده کړي، حق په باطل بریالی کیږي، سوله ییزه مبارزه تاوتریخوالي او جګړې ته ماتې ورکوي او بالاخره ریښتیا په دروغو او دوکو باندې بریالی کیږي. ما د دې پېړۍ په پیل کې حقوقي لوړې زده کړې کولي، کله چې زما ټاټوبی واڼه د جنوبي وزیرستان ایجنسۍ د نړیوال ترورېزم په مرکز بدل شو. د طالبانو ډېرو ملاتړ زموږ په سېمه کې پناه اخیستي وه. پرته له شکه ترهګرو ځینې سېمه ییز ملاتړی هم درلودل، خو په پای کې دا پاکستاني دولت و، چې د سېمې له کارولو څخه مخنیوی کړي واې. 
کله چې زما پلار د احمدزي وزېر قبیلي مشر په توګه او نورو سیمه ییزو مشرانو د ترهګرو د شتون په اړه شکایت وکړ، حکومتي چارواکو د دوی شکایت له پامه وغورځولو او په زور ېې خاموشه کړل. همدارنګه اسلام اباد د کلونو کلونو لپاره د عربو او منځنۍ اسیا د وسله والو شتون ردولو. 
تر 2003 کال پورې وسله والو خپل ځانونه د جنوبي او شمالی وزیرستان په قبایلي سیمو کې ټینګ کړل او هڅه یې کوله چې یو سېمه ییز امارت جوړ کړي. زما مشر ورور فاروق وزېر یو سېمه ییز سیاسي فعال ځوان مشر و. د یوې اوږدې مبارزې لومړنۍ قربانی شو، چې په دې ترڅ کې زرګونه نور پښتانه قومي مشران، فعالان، سیاستوال او دیني عالمان هم ووژل شول. د دوی یوازینۍ جرم دا و، چې زموږ په وطن کې د خطرناکو ترهګرو شتون تر پوښتنې لاندې راوستي و. 
په 2005 کال کې زه په زندان کې وم، کله چې زما پلار، زما وروڼه، تره زامن او یو تره مې په کمین کې ووژل شول. 
زه هلته وم، چې د انګرېزې استعمار د دورې یو ډیر سخت قانون د سرحدی جرمونو مقررات (FCR) نافذ کړي و. چې له مخې ټوله قبیله یا سېمه د یوه فرد د فردي جرم له مله سزا ورکول کیده یا په سېمه کې د کوم ادعا شوي جرم مسوولیت په غاړه درلود. ما هېڅ کله کوم جرم نه دی ترسره کړي او هېڅکله مې یوه عادلانه محکمه نه ده لیدلي او نه په کې جرم کې محکوم پیژندل شوي یم. بیا هم زه د خپلې کورنۍ د جنازو په مراسمو کې د ورتګ څخه منع کړل شوي یم. په راتلونکو نورو کلونو کې زموږ د کورنۍ شپږ نور غړی ووژل شول. چارواکو هېڅکله د دې جرمونو پلټنه ونه کړه، دا خو لا پرېږده چې هېڅوک مسوول ونه ګڼل شول. که څه هم پاکستانی چارواکې د خپلو هیوادوالو ٬٬ قربانیان٬٬ د مجرمینو جرمونه روښانه کول خوشوي، خو هیچا زموږ سره خواخوږي او همدردي نه ده ښودلي. 
زموږ د کورنۍ د ټولو مخورو مشرانو تر وژل کیدو ورسته موږ د اقتصادي تباهۍ سره هم مخ شولو. حکومت نشو کولي، چې اورپکې زموږ د ګازو سټېشنونو له ویجاړیو څخه منع کړي. په واڼه کې زموږ د مڼو او شفتالو باغونه په زهرجنو کیمیاوي مادو باندې وپاشل شول. زموږ ټیوبونه، ویالې له خاورې ډکې کړل شوې، ترڅو موږ مجبورل شو، چې تورو ځواکونو ته ورتسلیم شو. 
په2016  کال زموږ د واڼه بازار ورسته له هغه ویجاړ کړل شو، کله چې یو پوځي افسر په بمی چاودنه کې ووژل شو. که څه هم ځایې چارواکو دا ومنله، چې دا یوه پېښه وه او زموږ ګناه په کې هیڅ نه وه، خو بیا هم دوی د (FCR) قانون له مخې زموږ معیشت بلکول له منځه یوړ. د ودانۍ له نړولو ورسته حکومتي چارواکو ځایې خلک په عمده توګه زموږ د احمدزیو وزېرو قبیلي غړي، چې زموږ لپاره د بسپنې راټولو هڅې کولي منع کړل شول. د احمدزي قبیلې ته وویل، چې دا به د نه منلو وړ یو مثال رامنځته کړي، ځکه چې حکومت نشی کولي هغه چا ته اجازه ورکړي، چې د هغو کسانو سره مرسته وکړي، کوم چې سزا ورته میلو شوی ده. ما په دې کلونو کې په عدم تشدد خپل باور له لاسه ورنه کړ او سوله ییزه سیاست ته ژمن پاتې شوم. له همدې امله ما په 2008 او 2013 کلونو کې پارلماني ټاکنو ته ځان نوماند کړ. زه په ډاډ سره ویلي شم، چې ما د 2013 کال ټاکنې وګټلي، خو زما بریا د توپک په زور په ماتې بدله شوه. ورسته له هغې چې طالبانو زما ملاتړي او د کمپاین کارکونکي وویرول او شکنجې یې کړل، ما ټاکنې یوازې د 300 رائیو په توپیرسره وبایللي. 
زه پوهیږم، چې زموږ نیوکې د پې ټې اېم د کمپاین له پیل راهیسې په صراحت سره صریح او مستقیمي دي. موږ نومونه اخلو او د هغو ځواکونو په نښه کولو صرفه هم نه کوو یا باج هم نه ورکوو، چې د ټولنې پاتې برخې، رسنۍ او سیاستوال یې له نوم اخیستلو څخه ویره لري، انتقاد کول خو لا پرېږده. لکه څنګه چې زما کړاونه ښیې، موږ پښتانه د دوزخ له عذاب څخه تېر شوي یو. یوازې دا په پام کې ونیسئ، چې په تیرو 15 کلونو کې په لسګونه زره ملکي وګړي د اورپکو په بریدنو او پوځي عملیاتو کې وژلي شوي دي. لسګونه زره  نور تری تم شوي دي او په میلیونونه وګړي د کلونو لپاره بېځایه شوی دي. د تاوتریخوالي د خپریدو په بهیړ کې په زرګونه ملکي وګړي ورک او تري تم شوي او په زرګونه کسان د قضایي عدالت پرته په صحرایي محکمو او په غیر قانوني توګه له اعدامونو سره مخ شوی دي. موږ په ټول هیواد کې د ترهګرو په توګه د شکمنو کسانو په لیسټ کې اچول شویو. په امنیتي پوستو کې سپکاوي راته کیږي او زموږ بېګناه ملکي وګړي د امنیتي پوستو او عملیاتو په جریان کې له تاوتریخوالی سره مخ دي. 
پښتانه د نړۍ تر ټولو لویې قبیلوي ټولنې په توګه د خپلې میلمه پالنې، ژمنتیا او زړورتیا دود له مخې په نړۍ کې شهرت لري. خو بیا هم موږ په غلطه توګه د ترهګرو د خواخوږ په توګه نومول شوی یو. سره له دې چې موږ د دوی تر ټولو ډېر بد رقم قربانیان یو.  
علی وزېر ویلي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مې روح دی. له روح پرته انسان نه پاییږي، موږ هېڅ دا خیال نه دی کړي، چې له دې غورځنګ پرته به ژوند وکړو. د ظالم او ظلم په ضد به د پې ټې اېم مذاحمتي مبارزه جاري وي. پې ټې اېم به تر هغي پورې چې لر او بر پښتانه د خپلو حقونو او ارام ژوند څښتنان شوي نه وي، خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي. 
پای