څو کاله پخواما د کورنۍ سره مې پیښور ته کډه وکړله(د ط.اولې دورې نه تر کرزي نیمایی پورې)؛یو اختر کې د دوستانو له جملې ،زما د زوی یو معلم صاحب و د ناصر خان په نوم چې د اقتصاد و که تاریخ(پیښلیک) ښوونکی و، ډیر پوه انسان و،
ما ورنه وپوښتل:استاذه!دا د مجد دی،رباني او بیا د طابانو په دورو کښې ،پاکستان ((او ایران!!)) ولې د کرښو په سر ،دروازې بې له اسنادو و افغانانو پر مخ خلاصې کړې؟
ناصر خان:داکتر صاحب! دا خو د دوی انګریز استادانو دویته پالیسی پری ایښې چې، که غواړئ کوم هیواد او ولس ېې تر ولکې لاندې راولئ او بیا ېې وځبیښئ (استثمار) نو:-
۱) خپل سرحدونه ټول ورپرانیزۍ چې دوی جنګ ځپلي تاسو ته راشي ..
۲)پیسې یا کرنسۍ یی پر ځمکه وولۍ او خپله روپۍ پرې د آزادو مارکیټو او قاچاقي لوړه کړۍ ،یعنې اقتصاد یی صفر کړئ!!
۳)ژبه او لرغوني کلتوري افتخارات ې ختم کړئ!!! ؛ بیا نو مزې کوئ او امرونه چلوئ!!
زمونږ ډیړي ساده زړو او بیخبره افغانانو هم د پاکستانیانو او ایرانیانو په اوتو بوتو، شوع-شاع وغولیدل؛ او ځینو خو په اروپایی ، امریاکیی او استرالیایی ، عربي ملکونو کې د خپلوانو په مرسته او یا وطن کې خپل ټول مال جایداد خرڅولو سره ،ځانونه عمري مسافر کړل ؛ او ځینو ډیر شاقه او د حقارت ژوند (بخور نمیر )ته په دشتو ، کمپونو ا د ن کې شپې ورځې تیرولې ، او همدا یی هم غنیمت شمیرلی؛ خو تش په نامه پاک ایستان او فارسیستانیانو ،تر هغې چې د بادارانو او ګوډاګیانو په کمک ې افغان وطن کې د جګړو اور بل ساتلی و، د م م. او نورو مرستو نه او سلاحو نه جیبونه ډک کړل په زرګونو کرنیل؛جرنیل؛ رشوتخوارهء پولیس او ملېشه والا ېې ځانونه وپړسول ؛ او اوس چې نړیواله ټولنه د پوک سټین په منافقت او چټلیو پوه شول او مرستی بندې سوې؛ نو دوی لکه وږي سپیانو د افغانانو/پښتنو وینو او هډوکو او زاړو تلتکو چوور او تالا ته بډې ووهلې او له ک کړ نه تر بیشرفه شریفانو له ډیرو بدو کړنو لکه بیناموسئ؛شکنجو،بندیانولو، لووټ او غلا ته پیل کړی او په ډیره بیشرمۍ ې واپس شړي!!
دلته یوه خبره بله هم شته چې هغه ګاڼکړپان، قاچاقبران،رشوتخواره او مفسدین او فاسق فتنه اچوونکي د اربونو دینار ، ډالر بلیونران هم لکه زرداریان دوی سره شریک دي
خو ایکاش چې د افغان واکدارانو دپګړیو ولونه او ماغزهء په دې خبرو خلاص سوي وای ؛لږ تر لږه یی د اهل خبره، پوهانو ، حقیقي عالمانو مشورې اوریدلای،لوستلای او پلی کولای.......او ژرتر زره ې خپل ولسونه له ځبیښاک او ښکیلاک ژغورلي وای.......
متقاعد ډاکټر حمید الله زړور ساپی
ګرانو وروڼو سلامونه او ښې چارې!
دتیر اختر مبارکئ وړاندې کوم ،خدای مو روغ،جوړ او بریالي لره آمیین.
دادی یو څو کرښې د افغان کډوالو په ستونزو او کړاووونو لیکم هیله ده خپرې شي.مڼ