ادب دپاره د شعور
(د ادب اخري نظريه)
افلاطون د شاعر په حواله چرته وئيلي ووچې شاعر مونږ چرته کښې په خپله علاقه کور کلي کښې اووينو نو ډېر احترام او عزت ئې کول پکار دي او د ګلونو امېلونه ورته په غاړه کول پکار دي عن تر دې چې سجده ورته هم وکړو خو بيا به ئې د خپلې علاقې او کور کلي نه وباسو ځکه چې زمونږ په جمهوريه کښې د شاعر ځاے نشته.د افلاطون ددې دومره لوئي خبرې سره زما په ذهن کښې دا خبره راغله چې هغه ته د شاعر د فکر او شعور د زور اندازه وه خو پخپله شاعر ته نۀ وه.افلاطون ته پته وه چې کۀ شاعر وغواړي نو په ټوله نړۍ کښې بدلون راويستلے شي.ددې وجې نه هغه په خپله جمهوريه کښې شاعر نۀ ځاے کوو چې سبا به هم دا شاعر زما د سلطنت تخته په بله اړوي.د شاعر د قلم زور او شعوري رڼا ته افلاطون هم غاړه نۀ شوه ايښودلې ځکه خو ئې ورته جواز دا پيدا کړو چې دوي د نقل نقل کوي.بل اړخ ته ددې نه دا خبره هم جوتېږي چې افلاطون ته د شاعر او اديب د حېثيت او ارزښت ادراک ؤ.هغه په پرده کښې دا پېغام ورکړو چې شاعر له د ژوند او ژوندو دپاره د شعور او فکر مشالونه بلول ګران نۀ دي.هغوي د خپل تخيل په بنياد د نن او بيا د نن په بنياد د سبا د شعور رڼا ورکولې شي.د دغې رڼا په غېږه کښې د خپل راتلونکي دپاره د لارې ،تګ لارې او منزل تعين هم کولې شي.
انسان چې په کومه معاشره کښې ژوند کوي د هغې معاشرې د وګړو د رويو اثر د هغه په رويه او نفسياتو ارومرو کېږي.ددغې رويو په ردعمل کښې چې کوم ادب تخليق کېږي هغه نۀ يواځې د ژوند ترجماني کوي بلکې په هغې کښې د معاشرې د وګړو د ذوق د تسکين سره سم د شعور د رڼا پلوشې هم وي.کومې چې دغه وګړي د ژوند د کړمو او لاندي باندي نه نۀ يواځې ژغوري بلکې د هغوي دپاره د صحيح تګ لارې د ټاکنې صلاحيت هم ورکوي.ادب ردعمل دے او هم د دغې رد عمل د وجود انحصار د شاعر د شعور او د ادراک سره سم د تخيل ،فکر او نظريې ترجمان بللے شي.دغسې يو اديب د يو خاص وخت،جغرافيې،او قوم د معروضي او موضوعي حالاتو نۀ يواځې ترجماني کوي بلکې هغوي د دې جوګه کولو هڅه کوي چې هغوي د خپلو حالاتو ادراک او شعور ولري او په وخت د خپل راتلونکي دپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
د ادب مقصد او غايه هم دغه ده چې انسان د هغې په تناظر کښې د ښۀ او بد ،تيارې او رڼا او د سم او ناسم مېنځ کښې تميز وکړي او د خپل ژوند دپاره ترې رڼا واخلي.کۀ چرې مونږ د ادب په حقله د موجوده نظريو جاج اخلو نو دا خبره ترې ډاګې ته کېږي چې ادب چرته هم د ادب دپاره نۀ شي کېدے ځکه چې ادب په يوه خاصه معاشره کښې په يو خاص وخت او زمانه کښې د خاص خلقو په مېنځ کښې تخليق کېږي چې دهغوي د ژوند د ترجمانۍ سره سره د وګړو د جذباتو او احساساتو اظهار پکښې هم موجود وي.ادب يواځې دا نۀ وي چې لفظونه ترتيب کړے شي بلکې ادب خو د ژوند او ژوندو د ترجمانۍ سره سره د ژوند په لاره د تګ چل هم ښائي او لار هم.شاعر او اديب ته د معاشرې سترګې په دې وجه هم وئيلے شي چې هغه خپلې معاشرې ته په تنقيدي نظر ګوري او چې څۀ هم لاندې باندې ويني ګوري نو د هغې د ردعمل په توګه د اظهار دپاره د خپل فن نه کار اخلي او د قلم په زور د معاشرې د اصلاح او ښکلا وظيفه ترسره کوي.اسکر ارنلډ ادب د ژوند تنقيد ګڼي .هغه ادب ته هم په دغه تناظر کښې ګوري چې د ادب مقصد دادې چې د يوې معاشرې په وګړو کښې شعور پيدا کړي او هغه معاشرې ته د ژوند تګ لاره وټاکي او بيا ورله په دغه تګ لار د تګ تعين هم وکړي.د ژوند تګ لاره ټاکل او بيا په دغې لاره سفر کول د شعوري رڼا نه بغېر امکان نۀ لري.ځکه چې د حالاتو ادراک او شعور انسان خپل منزل طرف ته کوټلي ګامونه پرته کولو ته هڅوي هم او رسوي هم .اوبيا په تېره تېره هغه د خپل ژوند د مرام په تګ لاره د سفر جوګه کوي هم.ځکه چې انسان د خپل ژوند د مرام او مقصد ادراک لري او بيا د دغې ادراک او شعور په ژور خپل منزل ته خپله لاره هم ټاکلې شي او سفر ته ئې ارادې هم تاندې بهاندې وي. ادب يواځې د جذباتو ، احساساتو او محسوساتو د ابلاغ نوم نۀ دے بلکې دا د يو زړۀ نه بل زړۀ ته او د يو ذهن نه بل ذهن ته د شعور او ادراک لارې همواروي او انساني ژوند له يوه داسې رڼا ورکوي چې هغه پرې نۀ يواځې په فکري توګه بلکې په نظرياتي توګه د خپل ژوند د سباؤن د روڼ سحر غېږې ته رسېدلے شي..تيارې د جهالت هم وي او د معاشرتي ،سماجي،سياسي او نفسياتي زوال هم.دغه ټولې تيارې چې په کومه معاشره کښې خورې شي نو د زوال سره مخ په دغه معاشره کښې ادب بيا د کلاس تخليق کېږي.کومې معاشرې چې د بحران ښکار وي د زوال سره مخ وي هلته تخليق کار ته د تخليق کولو بلها موضوعات لاس ته راځي او دهغې حالاتو او موضوعاتو د ادراک او شعور په ردعمل کښې چې کوم ادب تخليق کېږي هغه د ادبي خوږو سره سم د شعور پلوشې هم لري او د فکر تړم هم.او هم دغه پلوشې د هغه يو قوم د قسمت د زوال تيارې د تختولو توان هم لري او صلاحيت او همت هم.بل خوا په دغې تخليقاتو کښې د انسان د ذوق د تسکين د تندې د ماتولو جذبه او زور هم وي.ددغې فنپارو په لاره د انسانانو اودۀ شوے وجدان رابيدارېږي يا د رابيدارولو هڅه کېږي اوچې رابيدار شي نو بيا د ژوند د مقصد د تګ لارې د تعين شعور ورته لاس په نامه ولاړ وي.
ادب د ژوند د حقائقو کۀ يو خوا ترجماني ده نو بل خوا ئې عکاسي ده چې انسانان ترينه حظ پورته کوي.يعنې ادب به معاشرې له شعور ورکوي ادراک به ورکوي،د هغوي د ژوند او قسمتونو تيارې به هغوي ته په ګوته کوي هم ،غندي هم او ددغې تيارو نه د وتلو لار او چل به ورته هم ښائي.بله دا چې تخليق کار به په شعوري توګه د خپل فن د اظهار رڼا د خپلې معاشرې د بدلون دپاره پکاروي.ددې سره سم به په فنپاره کښې د شاعر شخصيت هم ښکاري او د بنيادي سماجي او ټولنيز شعور رنګ هم ..مطلب دا چې فنپاره به د ليکوال د سماجي شعور هينداره وي. يعنې شاعر اديب چې په کومه معاشره کښې ژوند کوي هغه به د هغې معاشرې او په هغه معاشره کښې د ژوند او ژوندو ادراک او شعور لري او په فنپارو کښې به ئې هم هغه رنګ اظهار موجود وي.بله اهمه خبره دا چې ليکوال به د خپل تخيل په زور د خپل ژوند يعنې د خپل قومي،سماجي،معاشي،معاشرتي،سياسي او نفسياتي ژوند ترجماني هم کوي.د دغې ژوند د ترجمانۍ شعور به پخپله هم لري او په فن کښې به ئې هم ښۀ په جمالياتي انداز اظهار هم کوي.
شعور او ادراک د ادب بنياد دے .هغه معاشرې ودې کوي د کومې معاشرې شاعر او اديب چې د شعور رڼا لري او دشعور رڼا خوروي.پخپله معاشره کښې يو تحريک او پاڅون ته لار جوړوي.ځکه چې ادب د يو انسان د ذات ،شخصيت او د هغه د ژوند سره تړلي مختلفو کېفياتو د اظهار نوم دے.او هم ددغې اظهار نه په معاشره کښې د ناوړه او بې خونده نه کرکې د ښۀ او ټيک سره محبت او راښکون پيدا کېږي دغه راښکون د انسان په زړۀ او ذهن کښې د شعور داسې اورورکي پيدا کړي چې د هغه سوچ بدلېدل شروع شي.او کله چې يو انسان په سوچ قائله شي نو بدلون ته هېڅوک هم لار نۀ شي نيولے.او دغه د ادب اولينه وظيفه ده.انسان به ارو مرو د خپلې ژبې د شعر او ادب نه خبر هم وي او د دغې خپلې ژبې او ادب د ترجمانۍ په لړ کښې به هم خپل صلاحيتونه کاروي.
ادبي دنيا په ادب کښې د دوو نظريو قائله ثابت دي.يعنې د دوي دا خيال دے چې ادب به يا د ادب په نيت تخليق کېږي او يا به د ژوند د ترجمانۍ دپاره په شعوري توګه هڅه وي.خو دومره ده چې د دوېم فکر سره اتفاق امکان لري خو د وړومبي فکر او نظر سره اختلاف لرل او بياپه دغه فکر ي يا نظرياتي اختلاف دليل له جواز پيدا کول هم يو داسې موضوع ده چې غږېدل پرې واجب دي. خو لنډه دا چې ادب د ردعمل په توګه د خپل وجود امکاناتو له لارې جوړوي نو بيا څنګه او په کوم دليل ادب دې د ادب په نوم تشه عياشي او وخت تېري ته وسپارلے شي.بله دا چې عياشي خو هم د ژوند پرستو د معاشرتي دائرې پېدا وار دے چې د ژوند په غېږ کښې د ژوندو سره د ژوند د تګلارې د تګ د سفر په لاره د خپلې ستړيه سره سم د ډېرو زړونو او ذهنونو ترجماني کوي هم دغه ترجمانۍ د خپل وجود په رغوڼه کښې يو نوے سوچ،فکر او شعور له يوه نوي ساه او روح راوړے يعنې ادب د پاره د شعور. هم دغه نظريه ده چې د وخت د تقاضو سره سم د انساني نړۍ او لړۍ دپاره کۀ يو خوا يو نوے فکر او انداز دے نو بل خوا د هر ذي شعور په زړۀ او ذهن کښې د نوي رڼا نويد راوړې دي په دې هيله چې ژوند له د ژوند شعور ورکړي او ژوندو له د ژوند د خوږو معنې په داسې انداز راوړل چې ذهنونه منور هم شي او هڅې ته چمتو هم.
ادب دپاره د شعور ددې درېمې نظريې ضرورت په هغه وخت کښې محسوس کړې شو کله چې زمونږ ه پښنتۀ ټولنه د يوې مسلط کړې شوې تيارې په پنجو کښې راګېره وه او په شعوري توګه يوه هڅه شروع کړے شوه چې د پښتنو نه پښتو او اسلام دواړه اوباسلے شي د هغوي په ذهنونو کښې د خپلو رواياتو او اقدارو نه نفرت د خپل وطن او خاورې او اولس په مېنځ کښې کرکه ،کينه او بغض خور کړے شي.او بيا په دغه تناظر کښې د نفاق او خودغرضۍ داسې نوغي اوپاللې شي چې د قوم تصور د نفرت استعاره وبللے شي.يو خوا حالات داسې کړکېچن وو چې ساه ډوبي وه،تياره وه.بل خپل ايمان ،عقيده ، پښتواو پښتون تشخص بچ کول وو .يو خوا زمونږ د ثقافتي پنګې د لوټ کولو هڅې روانې وې بلکې اوس پکښې لا شدت پيدا شوے دےنو بل خوا په نظرياتي لحاظ زمونږ په نوي نسل کار په درز کښې روان ؤ او دے.په سياسي لحاظ خو پښتانۀ د اولې ورځې نه ګمراه کړې شوې دي.قسماقسم تجربې پرې کېږي روانې دي،د پښتون سياست او سياسي بصيرت هم لکه د نورو د پنډۍ شرېفې امامت کښې روان دے نو د خپل قوم او وطن سماجي ،معاشرتي،معاشي،سياسي،مذهبي،او تهذيبي بحراني حالات ددې نظريې او مفکورې محرک دي،يعنې ادب دپاره د شعور. د دې نظريې په شا هم دغه مقصد دے چې زمونږ وطن، اولس او تهذيبي پانګه د شعوري توګه د نفرت،انتهاپسندۍ،بنياد پرستۍ او خودغرضۍ او خود فرېبۍ د دې وچ کوهي نه د ارتقا په لور ګامونو ته غاړه کېږدو.خپله ژبه او قلم د خپل وطن ، قوم او ادب د تاريخ او وجود د بقا د مقدسې فريضې دپاره وکارولے شي او خپل قوم ته د حالاتو د ادراک او تقاضو شعور ورکړې شي. ادب دې د ژوند او ژوندو انسانانو سره سم ،د خپل وطن د کاڼو،بوټو ،ونو مارغانو او ځناورو د ژوند د ضمانت محرک وګرځي ،هر چاته دي د خپلې بقا او ارتقا د لارې تګلاره ټاکلو کښې ادب خپل ځانګړې کردار ولوبوي .د ژوند د ساندې نه سندره جوړول هم لازمي ده خو د دغې ساندې په شا د محرکاتو ادراک او شعور بيداري دې د ادب وظيفه وګرځي.په دغه وظيفه ترسره کولو کښې دغه سانده په داسې انداز سندره شي چې يو خوا پکښې د هر زنده سر د سر د بقا ضمانت وي نو بل خوا د تشدد او انتها خوښۍ د بنياد پرسته ادا نه خالي وي.دا هله امکان لري چې د قوم يو وګړے د خپل تاريخ، جغرافيې، ثقافت او عقيدې او نظريې سره سم د خپل ذات ادراک هم لري او په دغه مفاهيمو ئې د زړۀ او ذهن دروازې خلاصې هم وي او په نړيوال کچ هم د تقابلي تنقيدي شعور پېمانې پېژني.ځکه چې د يو قوم ذاتي حېثيت او تشخص صرف د هغوي په جغرافيه، ژبه،کلچر او ادب کښې خوندي وي.او د هر قوم چې څنګه عقيده ،نظريه، فکر ،تاريخ او جغرافيه جدا وي هم دغسې ئې ترجيحات او ادبيات جدا وي.يو قوم د بل قوم په ادب کښې ځان بلکل هم نۀ شي موندلے.هم دغه وجه ده چې ادب به نۀ يواځې د ژوند تګ لار ټاکي بلکې دغه شعور به هم ورکوي چې د ځان پېژندګلو سره به د خپلو معروضي او موضوعي حالاتو سره ګام د خپل سمي او خپلو پېمانو او معياراتو مطابق پورته کول وي.پردي معيارات او پېمانې به مونږ د ځان نه او خپل ځانګړي تشخص نه شوکوي هم او پردي کوي هم. هم دغه تشخص خپله ژبه ،کلچر،تاريخ ،جغرافيه ، ادب ، نظريه ،عقيده او فکر يو قوم ته ورکوي او دا د هغې قوم عمومي او د اديب خصوصي ذمه ده چې پالنه ئې هم وکړي او ساتنه هم.ځکه چې دا د نن دور تقاضه هم ده او د خپل ځانګړي تشخص د بقا سوال هم.هم دغه محرکاتو زۀ د دې نظريې را منځ ته کولو دپاره وهڅولم او هم دغه نظريه زۀ ګڼم چې د ادب اخري نظريه ده.يعنې ادب د پاره د شعور.
زرياب يوسفزے( روهالوجسټ)
(يوولسم اپرېل ٢٠١٤ء)