چرس ( بنګ) Hemp Plant
په فارسی ورته « شاهدانه » او « بنگ »، وایی به عربي « قنب». به پښتو چرس، لوښي، په فرانسوي Chanvre په انگليسي Hemp. هیمپ یوکلن نبات دی چی اصلی ټاټوبی یی منځنی اسیا ښودل شوی د انسان د تمدن سره یی وده کړیده په ځنګلی او کرل شوی بڼه شته دا نبات د الیاف لپاره کرل کیږی. د نبات علمی نوم: Cannabis sativa L. او د Cannabaceae کورنۍ مربوط دی په ټوله نړۍ کې ډیر پیژندل شوی نبات دی په لومړي ځل د کارل لینیوس لخوا په 1753 کال کې طبقه بندي شو.
Scientific name: Cannabis sativa
Genus: Cannabis
Kingdom: Plantae
Order: Rosales
چرس (Cannabis) یو نبات دی چې څو مختلف نومونه او کارونې لري. او دوه مهم انواع لري
Cannabis sativa
Cannabis indica
درمل: د چرس نبات د درد کمولو، اضطراب او نورو ناروغیو لپاره کارول کېږي
صنعت: د چرس نبات ځینې انواع د صنعت په برخه کې هم کارول کېږي، لکه هیمپ (hemp) د پارچې، کاغذ، او نورو محصولاتو لپاره استعمالېږي.
قانوني وضعیت: د چرس کارونه او کرنه په مختلفو هېوادونو کې مختلف قوانین لري. په ځینو ځایونو کې قانوني دي او په نورو کې بندیز لګېدلی دی. دا معلومات په ګوته کوي چې چرس یو پیچلی نبات دی چې په مختلفو برخو کې مختلف کارونې او ارزښتونه لري
د مخدراتو په هکله په احادیثوکی داسی راغلی:
.رسولُ اللّه ِ ﷺ: ألا إنَّ كُلَّ مُسكِرٍ حَرامٌ، و كُلَّ مُخَدِّرٍ حَرامٌ، و ما أسكَرَ كثيرهُ حَرامٌ قَليلُهُ، و ما خَمَّرَ العَقلَ فَهُوَ حَرامٌ -۴۷۹۶ سنن أبي داوود
الف: مسکرات (الکول اوبنګاوه) په اسلام کې، د مسکراتو څښل او کارول حرام دي.
(حدیت: کُلُّ شَرَابٍ أَسْکَرَ فَهُوَ حَرَامٌ). (بخاری:5586)
ب: مخدرات لکه: هیروئین، کوکائین، چرس اونور، نشه یي غیرقانونی توکي هم په اسلام کې حرام دي.
شیخ الاسلام ابن تیمیه په "السیاسة الشرعیة" (ص92) کی وایی : حشیش چی د قِنَّب ( چرس )له پاڼو جوړیږی حرام دی او که څوک یی استعمال کړی لکه د خمر په شان به په درو وهل کیږی او بیا وایی حشیش (چرس ) د خمرڅخه هم بدتر دی.
ج: هر هغه شی چې د انسان عقل خراب کړي، زیان ورسوي یا یې له عادي حالت څخه بهر کړي، حرام ګڼل کېږي.
یعنی: هرمست کونکی څیزخمر دی او هر خمرحرام دی : «وَالخَمْرُ مَا خَامَرَ العَقْلَ»
بخاری (4343) ومسلم (3032).
د حرام والى په باره کې: په اسلام کې حرام هغه څه دي چې په واضحه توګه په قرآن کریم یا سنت (د پیغمبر ﷺاحادیث) کې حرام ګڼل شوي وي. - د حرام شیانو کارول نه یوازې د فرد لپاره زیانمن دي بلکه د ټولنې لپاره هم خرابۍ راولي. - د حرامو څخه ځان ساتل د مؤمن د ایمان یوه نښه ده او په دې سره د الله ج رضا حاصله کېږي. په ټولیز ډول، اسلام د انسان روغتیا، عقل، او ټولنیزې اړیکې خورا ارزښتمنې ګڼي او هر هغه څه چې دې ارزښتونو ته زیان رسوي، منع دی. 13}
د چرسو (Cannabis) فقهې او ساینسي اړخونه د موثقو منابعو سره
۱. د چرسو پېژندنه (ساینسي اړخ)چرس چې په لاتین کې Cannabis بلل کېږي، یو نبات دی چې د "THC" (Tetrahydrocannabinol) په نوم یو فعال کیمیاوي مرکب لري، کوم چې د انسان پر دماغو اغېز کوي او نشه‌يي تاثیرات لري. ساینسي حواله
: National Cancer Control Program Afghanistan NCCP
Institute on Drug Abuse (NIDA). "
Marijuana Research Report." 2021.
. د چرسو فقهې حکم
الف) د نشه‌ يي موادو حکم په اسلام کې نبی کریم ﷺفرمایلي:
"کل مسکر حرام، وإن على کل مسکر خمر، وکل خمر حرام"
(رواه مسلم، کتاب الأشربة، باب تحریم کل مسکر، حدیث: 2003)
یعني: هر نشه‌يي شی حرام دی، او هر څه چې نشه ورکوي، هغه شراب دي، او هر شراب حرام دي
. ب) د چرسو فقهې تعریف او حکم وهبه الزحیلی لیکي:
"کل مادة تذهب العقل دون ضرورة معتبرة شرعاً، کالحشيش والأفیون ونحوهما، فهي حرام بالإجماع." — (الفقه الإسلامي وأدلته، ج7، ص542)
ج) د چرسو حکم د قیاس له مخې چرس د عقل زوال سبب کېږي، نو قیاساً د شرابو په حکم کې راځي: الموسوعة الفقهية الکویتیة:
"الحشيشة... من المفترات التي تحدث الفتور والخدر، وقد اتفق الفقهاء على تحريمها إذا كانت مسكرة." — (الموسوعة، ج5، ص109)
د) د اضطرار یا طبي استعمال اجازه د اصول فقه قاعده:
"الضرورات تبیح المحظورات"
الشیخ الزرقاء:
"إذا تعين دواء لا يقوم مقامه غیره، جاز استعماله وإن کان أصله محرّماً، بشرط أن یکون تحت إشراف طبي موثوق." — (القاعدة الفقهیة، ص202)
دار الإفتاء المصریة، فتوى رقم 3325:
"یجوز استعمال القنّب (الحشيش) للعلاج الطبي تحت إشراف الأطباء المختصین، بشرط أن لا یکون فیه ضرر أكبر."
هـ) د معاصرو فتاویو نظر فتاوی اللجنة الدائمة (سعودي عربستان)، فتوى رقم 20780:
"الحشيشة مسکرة ومفترة، فهي محرمة، قلیلاً کانت أو کثیراً، کالمسکرات من الخمر وغیره."
۳. ساینسي زیانونه د چرسو دوامداره استعمال لاندې روغتیايي ستونزې لري: د حافظې او تمرکز ضعف رواني اختلالات (لکه اضطراب، تشویش ، یا Schizophrenia) )د دماغي وده کمښت (په ځوانانو کې) حواله: World Health Organization (WHO), Cannabis: Health and Public Health Issues, 2016. ---
۱. حنفي مذهب: د چرس (نشه‌يي Cannabis) کارول حرام ګڼي، ځکه چې دا مسکر (نشه راوړونکی) دی. امام ابو حنيفه او شاګردان يې وايي: هر څه چې عقل خراب کړي او نشه ورکړي، هغه حرام دي، که څه هم ماپع نه وي (یعني که جامد وي هم). امام محمد وايي: که چرس د نشې لپاره وخوړل شي، نو دا فسق او حرام عمل دی. فتاوی عالمګیري:
"البنج (او چرس) که نشه راولي، نو استعمال یې حرام دی، حتی لږ مقدار یې هم نشه راوړي نو منع دی."
۲. مالکي مذهب: د امام مالک (رح) او د مالکي فقهې مشهور قول دا دی چې: "هر څه چې عقل خراب کړي یا نشه ورکړي، هغه حرام دي، که مائع وي یا جامد." چرس ته هم دا حکم تطبیق کېږي، نو مالکيان يې کارول حرام ګڼي. حتی که څوک چرس لږ هم وخوري، خو نيت يې نشه نه وي، بيا هم مکروه تحريمي ګڼل شوی.
۳. شافعي مذهب: امام شافعي (رح) وايي: "هر هغه شی چې سكر (نشه) راوړونکی وي، استعمال يې حرام دی." د چرس په اړه وايي: که عقل له منځه وړي یا ضعف پکې راولي، نو دا د شرابو په حکم کې راځي. امام نووي (رح) وايي: چرس کارول حرام دي، که څه هم لږ وي، ځکه چې ضرر لري او نشه راولي
۴. حنبلي مذهب: امام احمد بن حنبل او د هغه پيروان وايي: هر مسکر، حتی که غیر مائع هم وي، حرام دی. د چرس (او مشابه نباتاتو) په اړه يې صريح فتوی دا ده: "کل مسکر حرام، سواء کان مائعا أو جامداً
." ۵. معاصر علماء او فتواوې: دارالافتاء مصر، سعودي، پاکستان، هندوستان، القرضاوي او نور معاصر علما: چرس (marijuana) د نشه‌يي خاصيت له کبله حرام ګڼل شوی. که د طبي ضرورت له مخې د ډاکټر د تجويز سره وي، نو په محدود ډول او د ضرر مخنیوي لپاره اجازه شته. د Hemp (غير نشه‌يي ډول) که صرف طبي يا صنعتي استفاده ولري، او ضرر ونه لري، جواز لري
منبع : درملیزبوټی او د هغوی روغتیایی ګټي - کتاب
لیګوال؛ الحاج دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه ( هاشمي)