سوله کې موږ خپلو مهمو اهدافو ته رسېدلای شو . سوله دخدای ج اود رسول اکرم ص غوښتنه ده. له سولې ښه اوسوکاله ژوند نشی تاء مین کیدلای . سوله دانسانانو لپاره بې تاوانه دریځ دی او انسانی غوښتنې په کې سرته رسېدلای شی. راځی یوځل دې سولې ته لاس ورواچوو او له دې ډیرو بوجیو اوبارونو ګونګوسیو تیر شو چې دا نیمه پېړۍ کې یې هیڅ نتیجه نه ده ورکړې . او باور ولری چې پایله نه لری. کله چې الله ج په خپل کتاب کې مسلمانان یو دبل ورونه ګڼی نو بیا ولې همدغه مسلمانان دسیاست په نوم یو او بل وژنی ؟ ولی دهغو ترمنځ دحق او عدالت غږ نه پورته کیږی ولی دغه پروسه او ښېګېڼه له ناکامی سره مخامخ کیږی ؟ ولې موږ ولسته دروغ وایو او ولی دملت برخلیک خپل شخصی حق بولو ؟ زموږ رسنیو کې سهار ، مازیګر، پرون ابل پرون سیالی روانې دی ته ما پسې بد او رد وا یی او زه په تاسې پسې ولې؟
موږ امریکا ته زمینه مساعده کړه چې تجاوز وکړی هغه څوزره کیلومتره لېرې راغله خو زوږ خپل کور، واټن ، سیمې او فراسیمې کې په خپلو منځو کې بن بست دی ، انحصار او کرکې! کوم ځای یې منطقی دی ؟ له بده مرغه موږ خپلو ترانو کې ورک یو . غر که لوړ هم ده پر سر لاره لری خو دغه لاره موږ ونه پېژندله او سرتمبه په کږه روان یو . موږ څو القابه لیکوالان ذرو تکړه چک ون او چک تو دیپلوماتان لرو معدنی اوبشری منابع لرو خو موږ چې لا هم دفقر له کچې ټیټ ژوند کوو دا زموږ خپله ګناه ده. هر کار مبدا لری اوهره مبدا ځانګړی ظرفیت او رنګ . ګاونډی او یا نور هېوا دونه څه حق لری چې دلته ووږ تن په سیمه کې دګنګالونو په لټه کې دی.نړۍ په سپوژمۍ کې دژوند تسهیلات او استوګنه څېړی خو زموږ دلته دامنیت کار ګډ وډ دی آخ دی او ډب ! دملت سازی لوبه نه راځی غټ غټ سیاسی مقولې اوًګزاف داغ روان دی . زموږ اوتاسې عقاید سره نږدی دی ما دقدرمنو لیکوالانو لیکنې ولوستلی بارو وکًړی زمو ږکړکیچ عین اهداف لری. اصلا داسې مشکل نشته چې یو او بل ته سوال مطرح شی. هرمصیبت چې له هرې لارې دلته راځی باید دپېژندګلوی پوهه ولری لکه اوبه داټکل په ډانګ موږ نه شی جلا کولای .
قدرمنو ببرک ، هیښ، صافی، نادر………