څه وشول، د نړۍ هغه یواځنۍ ملت چې د اروپایي استعمار یوغ یې هیڅکله په خپلو اوږو وا نه خیست او اولنی ولس چې د انګریز نه ماتیدونکي قوت یې په جګړه کې مات کړ، بیا د هند د ازادۍ سرلښکر هم وُ، تراوسه پورې چې نور په نړۍ کې د مخامخ استعمار لاندې ولس تقریباً نه دی پاتې، تر نیمایي زیات یې د پنجابي دهشتګردۍ لاندې د ذلت او خوارۍ شپې او ورځې تیروي؟! ایا پښتونخوا اوس هم د خپلواک ژوند وړتیا نه لري؟
داسې بګنونکو پوښتنو ته ځوابونه هم آسانه نه وي. اما دومره په بشپړ باور سره ویلی شو چې دلته هم لکه په ټولو نورو مسایلو کې دننني عوامل اصلي او ټاکونکي رول او نور بهرني عوامل په کې فرعي، اضافي او تکمیلونکي نقش لوبوي.
د پښتنو د غمیزې ریښې په خپله په پښتنو کې غزیدلې پرتې دي. د پښتنو د خپلواک برخلیک اجندا د هیڅ بانفوذه پښتني ګوند په کړنلاره کې لا تراوسه پورې نه ښکاري. ټول ملتپاله او اسلامي ګوندونه د پاکستان د سیاسي جوړښت د ځانګړو برخو په توګه فعالیت کوي. څه هغه ګوندونه چې صوبایي واک په لاس کې لري او څه هغه ګوندونه چې په اپوزیسون کي دي. آن د پاکستان د طالبانو تحریک چې عملاً د پاکستان اوسني واکدارانو سره په جنګ اخته دی، هم د پښتنو د خپلواکۍ غږ په جار نه پورته کوي، بلکې په پاکستان کې د افغانستان د اسلامي امارت په بیلګه شرعي نظام له پاره جنګیږي.
که څه هم د صوبو په کچه په لویو ګوندونو کې لکه ملي عوامي نشنل پارټي، پښتونخوا نشنل عوامي پارټۍ، جمعیت علمای اسلام او جمیعت اسلامي، د طالبانوتحریک، تحریک انصاف او ځینو نورو ګوندونو په لیکو کې ډیر کسان شته چې د پښتونخوا آزادۍ د ارمان په کچه په سرونو کې لري، اما د پښتونخوا خپلواکي، د بلوڅو د ازادي غوښتونکو په څیر، د کوم ګوند د برنامې په کچه په ښکاره توګه نشته ده.
یواځې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د طالبانو تحریک لا تراوسه پورې د پاکستان د سیاسي جوړښت برخه نه دي ګرځیدلې. د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستاني پوځ له خوا د پښتنو د نسل کشي په مقابل کې د غبرګون په توګه منځته راغلی، چې تراوسه پورې یې غایي هدف نه دي تدوین شوی. په هغه کې هم لومړی انشعاب د محسن داوړ په مشري رامنځته شو چې د جمهوریخواه ګوند یې جوړ کړ او د پاکستان د پارلمان د غړي په توګه د پاکستان د سیاسي جوړښت برخه شو.
د پښتنو د سرنوشت اصلي مسأله د پښتنو خپلمنځي ګډوډي ده. کله چې جمیعت اسلامي او جمیعت علمای اسلام په افغانستان کې د جهاد په نامه د جګړې ډګر تود ساته، ولي خان او نورو ملتپاله ګوندونو مشرانو د نړیوال سیاست څخه باخبره سیاستوالو په څیر، دا د امریکا او روس جنګ او د پښتنو په تاوان جګړه بلله. اوس چې طالبان په عمل کې د پاکستان پوځ په ضد په جګړه بوخت دي، محسن داوړ او ځینې نور ملتپال دا د پاکستان د دولت توطیه ګڼي!
پښتانه په خپلو لومو کې نښتي دي. پښتانه د خپلو پښتني ګوندونو په جال کې بند پاتې دي. د پښتنو د سیاسي ګوندونو اصلي ستراتیژیکې تیروتنې د تاریخ سره غوټې لري. دا غوټې حلول غواړي. د کښته پښتونخوا سیاسيونو د خپل بر نیم بدن سره د یووالي په ځای، په منورانه اشتباه خپل برخلیک د هند سره او اوس د پنجاب سره غوټه کړی دی. یواځې د پښتنو او پنجابیانو د نفوس په تناسب د پاکستان په چوکاټ کې،آن په ښه دیموکرات، په ښه جمهوریت او تر ټولو عادلانه دولتدارۍ کې، په هر صورت کې، د ځانګړي ملت او قوم په څیر د پښتنو زوال او د ژبې په توګه د پښتو له منځه تګ حتمي دي. هغوۍ خپله دغه غلطي نه شي لیدلی او نه یې شي منلی. د څراغ لاندې تیاره وي. په تیارو کې څه لیدل کیږي!
هغو پښتني سیاستوالو چې د ژغورنې دغه لور لیدلی هم دی او د برو افغانانو سره یې لاس یو کړی دی، هلته یې هم ډیر کله د غلط ادرس سره تماس نیولی دی. د ولي خان څخه په یو شخصي مجلس کې یو افغان پوښتنه وکړه، چې ستاسې اړیکي په افغانستان کې د پرچمي مشرانو سره دي او هغوي زیاتره د پښتنو خیرخواهان نه دي. د ولي خان ځواب دا وُ، چې موږ د هغوۍ سره کورنۍ خپلوي لرو! ښه، د محمدزیو سره خو په خټه شریک دي، پرچمي مشران خو محمدزیي نه وو، زیاتره یې مشکوک، سیاسي سوداګر او هغه کسان وو چې د پښتنو ریښې یې له بیخه ویستلې. بله بیلګه یې پدې وروستیو کې د « هرات فرمټ» په غونډه کې د محسن داوړ ګډون او د هغه څرګندونې دي. هلته راغونډ شوي کسان د ګوډاګي جمهوریت د وخت بګیل شوي مړزان او زیاتره یې پښتنو ته کندې کیندونکي دي.
په افغانستان کې د داسې درست ادرس موندنه آسانه هم نه ده. دا پته په بې سازمانه عام ولس او نامنسجمه روښانفکرانو کې نا ښکاره پرته ده.
پښتانه سیاسیون د خپلو باورونو په بند کې بنده پاتې دي. ملتپاله ګوندونه په عمومي توګه د عدم تشدد په باور او اسلامي تحریکونه د مذهبي افراطیت په عقیدو کې بند دي، ریال حالات د زړه په رڼو سترګو نه شي لیدلی. . د پښتني ټولنې ژور دننني ویش جمع استعماري زور، پښتونخوا تر اوسه پورې د غڼو په جال کې بند او بنده ساتلې ده.
په مجموع کې، د پښتنو د برخلیک غوره ستونزه دا ده چې خپل اصل یې پریښی دی، پښتو او پښتونولۍ یې پریښې ده. د پښتنو اصل په پښتو او پښتونولۍ کې دی. په افغانستان کې درباري محمدزیان په پښتو نه پوهیږي، د هیواد په لودیز کې بېشمیره نورزیو، بارکزیو او داسې نورو قومونو پښتو شاته غورځولې؛ په کښته پښتونخوا کې اردو او انګریزي په رسمیاتو کې حاکمه ژبه ده، پښتو د لیک-لوست څخه لویدلې ژبه ده؛ په خیبر پښتونخوا کې چې ګنې پښتانه صوبایي واک په لاس کې لري، یوه لوحه هم په پښتو نه تر سترګو کیږي. د هند بې حسابه پښتانه خو هیڅ په پښتو غږیدلی نه شي!
پښتنو که یواځې خپله پښتو او پښتونواله ساتلی وای، نن به د خپلواک او ویاړلي ژوند څښتنان وای. هلته اسلام او انسانیت دواړه خوندي دي.
د خپل اصل څخه بیګانه توب یواځې د پښتنو غمیزه نه ده، پدې غمیزه کې ټول نننی بشریت شامل دی. د بشر اصل د هغه په انسانیت، انس او الفت کې دی، چې کوم مادي څیز نه دی، بلکې معنویت دی. نننی بشر له خپل اصله ناخبره، په مادیت کې غرق دی. د ځمکې څښتن انسان د سرمایي له پاره د غلام په څیر کار ته اړ شوی، د ځمکې خلیفه انسان د خدمتګار دین له پاره وژل کیږي!
د پښتونخوا د برخلیک تراژیدي په دې کې ده چې د مغلو، انګریزانو او بیا د پنجابي استعمار له خوا په عام ولس کې د سیاسي او ملي شعور کچه قصدي وروسته ساتل شویده. خلک د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو پسې ورک دي. په سیاسي فعال قشر کې یواځې انګلو فیله او پردي مشربه کسان د پیشرفت امکانات لري. لدې سربیره، د سیاسیونو او ولس د ازادۍ غږ په زور، ظلم، چال او فریب سره ټپ شوی دی.
پاکستاني چارواکو د خپل اوو لسیزو عمر په موده کې د مغلو او انګریزانو په پلونو ګامونه ایښي، د پښتني جنبشونو ټکولو او منحرفولو له پاره یې له درو غوره وسایلو څخه اعظمي استفاده کړیده:
۱ – تهدید. د ازادي غوښتونکو مشرانو بندي کول، وهل ټکول او وژل یې په دومره کچه کړي چې نور څوک د پښتنو د ازادۍ غږ پورته کولی و نه شي. د غفار خان نیمایي عمر په جیل کې تیر شو. صمد خان شهید شو.د بابړې عام وژنه، د چارسدې غمیزه، د بشیر بلور، ارمان لوڼي، عثمان کاکړ، عارف لالا، ګیله من، مفتي منیر شاکر او ډیرو نورو ازادي غوښتونکو شهیدانو لست خورا اوږد دی. د علي وزیر او ملک کوکي خیل په څیر بندیان له شمیره وتلی دي. اوس خبره په جنګي الوتکو د سیمو بمباریو ته رسیدلې ده. د مذهبي تحریکونو مشرانو تهدید او وژنې نوبت هم دادی رارسیدلی. پدې توګه په پښتنو کې هر ډول مخالفت او مقاومت په وحشت او دهشت سره سرکوب شوی دی. د ترور او دهشتګردۍ هدف یواځې د اشخاصو فزیکي نابودي نه ده، بلکې لدې سره عامه بیره رامنځته کوي. په پښتونخوا کې اوس د عامه دهشت فضا حاکمه ده.
۲- تطمع. پښتني مشران او ګوندونه د بې واکه څوکیو او مقامونو، د پیسو او شتمنیو په بدل کې راګیر شوی دي. دا د پښتنو د ضعف اصلي نقطه ده. د ډاکتر خانصاحب څخه بیا تر نننیو سیاسي مشرانو پورې په همدغه جال کې راګیر دي. تر ټولو لوړ تعلیم یافته کسان، په خپله صوبه کې د لوړو سیاسي مقامونو څښتنان، اما هیڅ ډول د عمل استقلالیت او صلاحیت نه لري. دا یو څو کسان نه دي، بلکې د اوږدو کلونو په لړ کې بشپړ یو پردی مشربه قشر رامنځته شوی دی. همدغه محدود قشر څلویښت میلیونه پښتانه د غفلت په خوب بیده او بنده ساتلي دي. نوموړی قشر بیره لري هغه بې واکه امتیازات چې اوس د پاکستان په وجود کې لري، د پښتنو په خپلواکۍ کې به له لاسه ورکړي. دا بیره که تر یوې اندازې رښتیا ده چې خپله بې واکه سردمداري به له لاسه ورکړي، اما په مجموع کې داسې نه ده. د خپلواک ژوند یوه ګړي، د بلواکۍ تر یوې پیړۍ ژوند زر ځله شرف لري.
قربان قربان دې دا ځوانۍ شي زر کرت د وطن خو د وطن دا استقلال دې تر قیامت وي زما
زه ملنګ جان به هله سیال شمه د سیاله سره زما ځواني ډول کوي د پښتونواله سره
دا کوتاه بیني یواځې د کښته پښتونخوا د ممتاز قشر په سرونو کې نه ده، په افغانستان د غیر پښتني قومونو یو ممتاز قشر هم ورته بیره لري، که چیرې لر او بر پښتانه سره یوځای شي، دوۍ به اوسني امتیازات له لاسه ورکړي. د دوۍ بیره هم لنډ نظري ده، ځکه یواځې د پښتني خاورې سمندري بندرونه د ټول هیواد اقتصاد ته آب حیات ور رسوي. په پرمختللي او هوسا افغانستان کې ټول قومونه د هوسا ژوند څښتنان کیږي. په پرمختللي اقتصاد کې قومي شخړې په خپله حل کیږي.
۳- چال او فریب. یواځې پښتانه صوبایي مشران بې واکه نه دي. د پاکستان ټول ملکي مشران هم په خپل اختیار کې نه دي. پوځ ټولواک دی او د پوځ واګې د لودیز استعمار په لاس کې دي. ټول سیاسي جوړښت یې: سیاسي ګوندونه، پارلمان، آیئن، حکومت او عدالت یې ټول د استعمار میراث، د ولس د رامولو وسیله، چال او فریب دي. د بوټو اعدام، د ضیألحق الوزونه، د بې نظیر بوټو چونه، په بندیخانو کې د نواز شریف چاروګري... دا ټول د پاکستان د سیاسي واک د بې واکۍ مثالونه دي. پښتانه مشران بیا د بې واکو لاس لاندې واک چلوي. باچا خان ځکه دا حالت د غلامانو غلامي ګڼله.
د پښتنو د ژغورنې لار بله نشته پرته لدې چې:
- بیرته خپل اصل ته، پښتو او پښتونولۍ ته رجوع وکړي. پښتو ووایي، پښتو ولیکي، پښتونولي وپالي. په جرګه کې یوه پریکړه ومنه، د جرګې نه بهر یې بیا مه منه! پښتواله خو داسې نه وه. د عدم تشدد د لارې تعبدي پیروي کوه او بیا « د غلامو غلامي» ته د جمهوریت او آیُین نوم ورکول خو پښتونواله نه ده. دا ځان غولونه ده. تر ټولو بده غلامي همدا ده چې خپلې برده ګي ته بل نوم او دلیل وتراشی. تر هغه چې پښتانه خپل اصل ته رجوع و نه کړي، تر هغه به غمیزې زغمي. د کائناتو په نظام کې قانونمنده پروسه داسې ده چې تر هغې یو فرد او یا یوه ټولنه د ناخوالو سره مخامخ کوي تر هغې چې خپلې اصلې لارې ته، د کایئناتو د نظام سره برابر شي. همدغه جبر تاریخ دی. دا د طبیعت ژبه ده. که سم شوې نو دوامداره آرامي او هوساینه دې ترلاسه کړه. که برابر نه شوې، بیا او بیا دې د ناخوالو سره مخامخ کوي، تر هغه چې برابر شې، که نه د عمر تر آخره د عذابونو ډک ژوند دې په نصیب دي، لکه د پښتنو.
- د خپلواکي او یووالي په غوره ملي مسایلو کې د ټولو سیاسي ګوندونو او تحریکونو د پیوستون پرته د ټولو د مبارزې محصول هیڅ دی. که ملتپاله ګوندونه اسلامي ارزښتونو ته درناوی ولري او اسلامي تحریکونه پښتونولي احساس وساتي، چې په خپل اصل کې همداسې ده، محصول یې هرومرو خپلواکۍ او یووالی دی. تفرقه واچوه او حکومت وکړه د استعمار کلاسیک آزمویل شوی بریالی فورمول دي. د پاکستان په سیاسي جوړښت کې دننه د پښتنو د حقوقو هره طرحه اشتباه ، ځان غولونه او ولس تیرویستنه ده. انشټین وایي: د یوشان طریقې پکارول او د بل ډول نتیجې انتظار لرل د لیونتوب تعریف دی. د انګریز په سیاسي جوړښتونو کې برخه اخیستنه او بیا د پاکستان په سیاسي چوکاټ او آیین کې د پښتنو د حقوقو دعوه د ناکامۍ او سربډالۍ څځه د بلې نتیجې انتظار لیونتوب، ځان غولونه او ولس تیرویستنه ده.
د عام ولس تعلیم او تربیه د ژغورنې ډاډمنه لار ده. کله چې ټول ولس لیک او لوست زده کړي، هغوۍ بیا په خپله د ټولو ملي مسایلو له پاره د حل لاره په معقوله توګه پیداکوي، مناسب سیاستوال وړاندې کوي، دنننیو امکاناتو څخه معقوله استفاده کوي، نړیوالې پروسې سره سم حرکت غوره کوي. د مثال په ډول، د شوروي امپراتوري بحراني شوه، وپاشل شوه، اما د روسیې خلک ټول تعلیم یافته وو، د لسو کلونو په موده کې روسیه، د نورو جمهوریتونو د پیټي پرته، بیا داسې په پښو ودریدله چې تر پخوا لا ټینګه او هوسا شوه. المان په لومړۍ او دویمه نړیوالو جګړو کې ماته وخوړه، خورا پوروړې او دوه ټوټې شوه، اما عام ولس په پوهې سمبال وُ، په لنډه موده کې، د پوځي ځواک پرته، متحد او د نړۍ د تخنیکي پرمختګ مخکښ هیواد شو. زموږ وروسته پاتې هیواد له پاره که څه هم دا لار څه اوږده او خیالي ښکاري، اما نه اوږده ده او نه هم خیالي. د یو نسل په اوږدو کې بشپړ عملي ده. د چین مثال یې ډیره ښه عملي بیلګه ده. په افغانستان کې د اسلامي امارت د مشرانو پنډ سرونه پدې ساده مسأله کله خلاصیږي! تعلیم او تربیه یوه نړیواله پروسه ده چې ټول ولسونه په بریالیتوب سره یو دبل پسې په غیږ کې رانیسي. دا په خپله بریالي نړیوال انقلاب دی، څه کول پکار نه دي، په خپله روان دی، د خنډونو نه اچول پکار دي. د استعمار او استبداد د ظلمت له منځه وړلو له پاره یواځې د تعلیم رڼا په کار ده. د تیارو ویستلو له پاره کوم ځانګړی اقدام پکار نه دی، د رڼا راتګ د تیارو نابودي ده.
د چګیوارا په قول، د ازادۍ، حق او انصاف له پاره وجنګیږي، که جنګیدلی نه شۍ، په خوله او قلم سره مبارزه وکړۍ او که دا هم نه کوۍ، یواځې د مبارزینو ملاتړ وکړۍ، که دا هم نه کوۍ، نو ددې لارې مزاحمت خو په هیڅ صورت مه کوۍ!
شاوخوا شپیته میلیونه پښتانه که د ازادۍ له پاره یو یو ګام پورته کړي، په شپیته میلیونو ګامونو سره هرومرو هدف ته رسیږي. تر خپلواکۍ پورې دومره ډیر مزل نه دی پاتې. ازادي د هر ملت طبیعي حق دی. فقط د لارې خنډونه باید لیرې شي. زورزیاتی، تطمع، چالونه او فریبونه باید د سر له پاسه لیرې کړي. دا د پښتنو مبارزینو له خوا د عدم تشدد هیر شوی اړخ دی، چې په خپل سر هیڅ ډول تشدد هم و نه زغمې. پنجابیان د ټینګې خلک نه دي. د پښتنو قوه په خپلو منځونو کې سره خنثی ده. که پښتانه د خپل برخلیک له پاره په خپلو منځونو کې سره اتفاق وکړي، که د پښتنو ګوندونه په غوره سرنوشت سازه مسأیلو کې سره هماهنګي وکړي، د پاکستان د سیاسي جوړښت څخه راووځي، بایکوټ وکړي، خپل ولس د خپلواکۍ او یووالي په لور سازماندهي کړي، که پښتانه د پوځ له لیکو ووځي، پنجابیان د خپل «ستر پوځ» سره په خپله تښتي. د خیبر په لویه جرګه کې د تورخم دروازه په یاد کړي، د پښتنو په تش لاس را ټولیدو سره، ټول ساتونکي تښتیدلي وو!
هرکله چې پښتنو د خپلواک ژوند وړتیا په ځان کې پیدا کړه، یعنې د خپلواکۍ اراده یې پیدا کړه او عمل یې وکړ، په همغه مهال کې ازادۍ ترلاسه کوي. سره ددې چې د پښتونخوا د آزادۍ له پاره ټول بهرني عوامل اماده دي، د پنجابي دهشتګرو لاسونه له پښو لویدلو پښتنو په ستونې راتاو دي، وار په وار یې نفس ورتنګوي، اما تراوسه پورې د پښتنو قاتل پوځ کې یو عالم پښتانه د پښتنو په سر ولاړ دی، پښتني ګوندونه او جماعتونه ورته ټپې ټپې ګوري او په پاکستان کې د عدالت نارې وهي. طالبان که په ماشه لاس کیږدي ، د عدم تشدد پلویان یې د خیبر له سره ټیل وهي. د پښتنو جرګې چې پوځ د پښتنو له سره لیرې کاوه، بریتور پښتانه یې په مخ کې ودریدل... د پښتنو د خپلواکۍ وړۍ په دا ډول نه شړۍ کیږي.
مګر که د خپلواکۍ له پاره هر څوک چې هر څه کولی شي، هغه وکړي: طالبان چې جنګ کولی شي، ملاتړ یې وشي، څوک چې جرګه او لاریون کولی شي، ورسره پیوستون وشي، ټول پښتانه د پوځ، پولیسو او استخباراتو له لیکو راووځي، پښتانه ګوندونه په یو لاس د پاکستان د سیاسي جوړښت او آیین څخه بهر شي، سیول(مدني) نافرماني وکړي، څوک چې صوبایي خودمختاري لري، په بشپړ خپلواکۍ یې واړوي، نور د آزادۍ له پاره کوم ځانګړي تشدد ته اړتیا نه پاتې کیږي.
پای
ژورنالیست
یوسف صابر ساپی