کله چې په افغانستان کې د کمونستانو وحشت تسلط پيدا کړ او د ډوډی-کالي-کور تر شعار لاندې يې دخلکو د ژوندي تر خاورو لاندې خښولو ، هستي او عزت يې پايمالولو او کورونه يې په ګورونو بدلولو بربريت ورځنی دستور شو ، د افغانانو کتلوي مهاجرت د خپل ناموس او ځان د ساتلو د پاره شروع شو . په ميليونو افغانان د وطن پرېښودلو ته مجبور شول او د پرديسۍ-اوارګۍ لاره يې ونيوله .
بد بختانه زموږ د جبري مهاجرت تراژیدي د نورو ( غرب ، پاکستان او ايران) د پاره د خپلو شومو اهدافو د لاسته راوستلو د پاره يو فرصت او لنګه غوا شوه او په ډېر مکارانه او شيطاني لباس (خپلواکي او د بشر د حقونو د دفاع تر نامه لاندې ) د لوبې میدان ته داخل شول.

د افغانانو د مهاجرت تراژیدي د ميزبان ملکونو پاکستان او ایران د پاره د بزنس ، ارزانه بشري قوې ، په نورو ملکونو ( کشمير ،اذربايجان ،سوريه ،عراق او ...) کې د دوی د سياسي-نظامي - مذهبي مداخلو او د غربيانو او عربانو د پيسو او اسلحو د لاسته راوستلو د پاره آسانه منبع وګرزېدله او همدا شان د کمونيسټي -شوروي اتحاد سره د غربيانو د رقابت او د ويتنام د ماتې د غچ اخستلو د پاره دافغان مهاجرينو او مبارزينو نه د سؤ استفادې طلائي فرصت غربي استثمارګرانو ته هم برابر شو او افغانان يې تشويق کړل ، څو په داخل کې د خپل وطن او استقلال د دفاع د پاره د مستقلې مقابلې په ځای کتلوي مهاجرت وکړي او مېزبان هېوادونه په راتلونکو کې د خپلو شومو پلانونو او اهدافو د پلي کولو د پاره ورنه کار واخلي.

غربيان او په منطقه کې اجنټ دولتونه لکه پاکستان او د خليج هېوادونه په دې ښه پوهېدل چې د شوروي اتحاد او د هغوی د تاليڅټو په مقابل کې افغانان هرې قربانۍ ته تیار دي او د خپلواکۍ د حاصلولو په معرکه کې د شهادت او غازي توب په عقيده تر هغې مقاومت او مبارزه کوي څو يې ساه په بدن کې چليږي او هیڅکله په هېڅ قیمت متجاوز او اشغالګرو ته نه تسلمیږي .

د افغانانو دې ذاتي او طبيعي خاصيت ته په کتلو غربي استعمار ګرانو او منطقه اي اجنټانو ئې د شوروي اتحاد او ټول سوسياليستي بلاک د ماتولو او ضعیفولو د پاره د افغان مقاومت او مبارزې نه د حمايت لاره ونيوله ،نه د افغانستان د خپلواکۍ د حاصلولو او ديوه مستقل دولت د جوړېدو د پاره . په همدې مقصد يې د پيسو او اسلحو سېل د پاکستان په لوري چالان کړ .

دوی ( غربيان او د منطقې اجنټ اقمار يې )په دې هم پوهېدل او پوهيږی چې افغانان د خپلې خپلواکۍ د حاصلولو د پاره هرې قربانۍ ته که په هر درانه قیمت هم وي تيار دي او يوازې د مستقل نظام په قائمولو قانع کېدائ شي .
لاکن غربيان او غلامان يې په ماهيت لحاظ هېڅ وخت او په هیڅ کونج د دونيا کې د مستقلو ملتونو د موجوديت سره علاقه نه لري ،ځکه مستقل ملتونه هېڅ بهرني قدرت ته اجازه نه ورکوي چې په داخلي امورو کې يې مداخله وکړي او استثماري اهداف يې پياده شي .
نو ددې د پاره چې د افغانانو د استقلال طلبۍ خوځښت مستقلانه او متحدانه رشد و نه کړي او د مستقل افغانستان د جوړولو جوګه نه شي ، داسې طرح ئې جوړه کړه چې د افغان مهاجرينو شمير بايد زيات شي ، څو په اسانۍ دوی مستقيم او غير مستقيم کنترول کړلئ شي او د خپلې پاليسۍ مطابق د اشغالګرو شورويانو او دهغوي د غلامانو سره جګړه د داخل په ځای د بهر نه بايد داسې تنظيم او رهبري کړي چې مديريت يې د دوی په ولکه کې وي. ځکه که د مقاومت رهبري او مرکزيت په افغانستان کې وي ، طبعاا به يې رهبري واحده او مستقله وي او د بهرنيانو نفوذ او تاثير به پرې کم وي .
په همدې لحاظ د مقاومت او مبارزې په اولو وختونو کې د مهاجرينو د پاره فوق العاده سهولتونه او مرستې چالانې وې او د مجبورو تر څنګ شوقي خلکو هم د کډوالۍ په لوري روان شول .
د بلې خوانه يې د مقاومت هستې او رهبري په پاکستان او ايران کې جوړې کړې او د تنظيم بازۍ لوبه يې په کار واچوله ، څو د واحدې رهبرۍ او انسجام په ځای مختلف تنظيمونه را منځته کړي او خپلې مداخله ګرانه نظامي او مالي مرستې داسې پلان او تنظيم کړي ، چې کميت او کيفيت يې دوی ته د تنظيمونو په اطاعت او وفادارۍ پورې نسبت پيدا کړي .
همدلته د افغان مقاومت او مبارزې د انحراف او راتلونکې تراژیدي تهډاب کيښودل شو او نامنهاده رهبرانو ديني -ملي ارزښتونو او منافعو ته د وفادارۍ اوتعهد په ځای د قدرت، شهرت او ثروت د لاسته راوستلو د پاره خپل مقدس اهداف ( د افغانستان خپلواکي حاصلول ، د ديني-ملي ارزښتونو او منافعو دفاع او د يوه داسې حاکميت برقرارول چې د اسلام د دين او د افغاني ټولنې د ملي ارزښتونو سره برابر وي ) ئې د غربيانو او د هغوی د اجنټانو د منافعو او اهدافو قرباني کړل او د مستقلو ديني-ملي شخصيتونو د تبارز او مستقلانه رول په ځای په انفعالي ، اجيرو او مخربو عناصرو بدل شول ‌، چې دا ماهيت او څېرې يې د شوروي اتحاد د اخراج او د کمونيسټي ادارې د سقوط نه وروسته د ۱۹۹۲- ۱۹۹۶ م کلونو کې د تنظيمي وحشتواکۍ په دوره کې عملاا ثابت شول او وحشيانه- بې مثاله- زړه ټکانووکي جنايتونو يې د افغانستان او بشر په تاريخ کې ثبت او افغاني ټولنه يې په سياسي-اجتماعي-کلتوري او اقتصادي لحاظ داسې وځپله چې رغول يې لس هاوو کلونو وخت او صادقانه کار ته ضرورت لري .

د شوروي د اشغال د ختمېدو سره امېد دا وو چې د افغانستان مصيبت او د ميليونو مهاجرينو عذاب او د ميزبان ملکونو او غربيانو له لوري سؤاستفاده به پای و مومي او د مهاجرينو دبېرته ستنېدو ارمان به پوره شي.
مګر ومو ليدل چې د تنظيمي وحشتواکۍ په راتګ سره نه يوازې د مهاجرينو مصيبت ختم نه شو ،بلکې په شمېر کې يې نور هم زياتوالی راغئ .

کله چې تنظيمي وحشتواکي په ۱۹۹۶ کال د ملت د تنفر ، قهر او غضب سره مخامخ شوه او
افغان ځوریدلي اولس د طالبانو تحريک د حضرت اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تر مشرۍ لاندې وزېږاوه او په خپل قاطع حمايت يې د تنظيميانو د شر-فساد کمپله ټوله ، ملک يې د جنګسالارانو او مسلحو تنظيمي باڼډونو د وحشي تسلط نه آزاد کړ او يو خپلواک ديني-ملي-اولسي نظام يې قايم کړ . نو ددې خپلواک ديني-ملي-اولسي زعامت په راتګ سره د بېچاره ، دربدره او د پاکستان -ايران له لوري د يرغمل شويو مهاجرينو د بېرته راستنېدو هيلې هم را پيدا شوې .

مګر متاءسفانه چې غربيانو او په منطقه کې مزدورو دولتونو ته يې لکه مخکې مې چې وويل د يوه خپلواک ، ديني-ملي ارزښتونو او منافعو ته مخلص او متعهد افغاني زعامت قائمېدل د دوی د شومو پلانونو او استثماري اهدافو د پوره کېدلو په مقابل کې لوی خنډ و ، نو د مختلفو دسيسو په‌ جوړولو يې شروع وکړه ، چې بالاخره په ۲۰۰۱م کال کې همغه غربيان او منطقه اي اجيران يې ، چې په منافقت او شيطانت يې د شوروي د اشغال په وخت کې د اسلام ، خپلواکۍ،بشري حقونو او اشغال ضد په نامه ډرامه مخته بېوله ، خپله استعماري ،شيطاني او جنايتکارانه څېره وښودله او په جنګ ځپلي افغانستان يې د همدې ناولي پاکستان د لارې نظامي وحشيانه تجاوز او اشغال پيل کړ او همغه د ملت له لوري رټل شوي ، عاق شوي ، په جنګي جرمونو ککړ ،ملي خايينان او د اولس قاتلان يې بيا د افغان اولس په سر حاکم کړل .

د امريکايي اشغال سره د مهاجرينو مصيبت نور هم دوام وکړ ، ځکه نصب شوې اجنټه اداره د هېواد او مهاجرينو د پرابلم د حل په ځای بيا د اولس د قتل او چور لړۍ شروع او د مهاجرت ډ څپو جريان دوام پيدا کړ .

په ۲۰۲۱م کال کې چې امريکايي اشغال ختم ، د هغوی د شر-فساد اداره ورکه شوه ، امنيت په ټول ملک کې قائم ، يوه ديني-ملي-اولسي اداره قائمه شوه د افغان مهاجرينو د بېرته راتګ د پاره زمينه مساعده شوه .
په کار داوه چې افغان مهاجرين په خپله خوښه او آبرومندانه شکل بايد وطن ته را ستانه شوي وائ ، خو دا کار ونه شو .

ولې مهاجرين بېرته رانه ستانه شول ؟
دلته څو علتونه او عوامل دي :
۱ - يو علت يې داوو چې په پاکستان او ايران کې افغان مهاجرين اکثراا د تنظيمي بانډونو له لوري ويشل شوې او زياتره يې د تنظيمونو سره رابطه لرله . داچې د فسخ شويو او لغو شويو تنظيمونو پاته شوني د ااا سره دوښمني لري ، نو مهاجرين يې وطن ته د تګ په ځای په پاکستان او ايران کې د پاته کېدو د پاره تشويق کړل .

۲- ميزبان ملکونو هغه ناروا سؤاستفاد ( د ارزانه بشري قوا او مرييونو په شان استعمالول ، د نورو ملکونو په داخلي امورو کې د سياسي -مذهبي انګیزو په بنياد د مهاجرينو د مجبوريت نه سؤاستفاده او د اجیرو ملیشو په څېر استخدامول ، د افغانستان د مستقل سياست په مقابل کې د فشار وسيله ګرزول ، د غربي ملکونو نه د مهاجرينو سره د مرستې تر نامه لاندې پرېمانه پيسې په لاس راوړل )چې د مهاجرينو نه کولې د مهاجرينو په بېرته ستنېدلو له لاسه ورکولې ، نو دمهاجرينو دبېرته تګ سره ئې ګټه نه وه او د بل لوري نه د مهاجرينو بېرته تګ او په افغانستان کې ساکن کېدل يې د نوي مستقل زعامت د بين المللی حيثيت د لوړولو او تقويت سبب ګڼل ، نو په دې لحاظ د امارت په اولو کلونو کې يې د افغان مهاجرينو د جبري ايستلو نه خودداری کوله ،څو په راتلونکو کې په امارت باندې د سياسي حربې او فشار د آلې او وسيلې په توګه ورنه کار واخلي .

۳- پاکستان په اول کې دا هيله لرله چې امارت به لکه د افغانستان پخواني رژيمونه د پاکستان د خوښې او منافعو برابر خپله تګلاره جوړه کړي او د خپلو ملي منافعو په معامله کې به خپل سياسي ژوند مخته بوزي ، خو کيسه برعکس شوه .

ولې افغان مهاجرين په زور او کتلوي توګه را ايستل کيږي ؟

۱-د ا.ا.ا په راتګ سره د پاکستان او ايران هغه پلان او محاسبې چې په افغانستان کې به د دوی تر نفوذ لاندې دولت جوړيږي غلطې وختلې او د ا.ا.ا خپل مستقل سياست ( خپلواکي ، د ديني -ملي ارزښتونو او منافعو اولویت او دفاع ، د تعادلي روابطو په اساس تعاملات او په دوه اړخيزو او څو اړخيزو اړيکو کې په داخلي امورو کې عدم مداخله ) غوره او تعقيب کړ ، چې دا پاليسي د انګريزي پاکستان او اخوندي ايران د پاره د زغم نه وه او هغه خوبونه ( افغانستان د دوی په قمر بدلېدل ) يې چې د افغانستان په هکله لرل عملي نه شول او په خاورو بدل شول .

۲- د نړۍ په سياسي معادله او نقشه کې هم د ابرقدرتونو ترمنځ د استثماري او ستراتيژيکو منابعو په سر ټکر (د اوکراين جنګ )ددې سبب شو, چې د افغان مهاجرينو سره د مرستې په نامه په پاکستان د غربي باد راوړيو پيسو جريان قطع شي او د مهاجرينو په سر تجارت ئې ختم شي .

۳- د پاکستان اولس د پاکستان د مزدور دولت د ظالمانه ،شيطاني او تبعيضي سياست ( د غربيانو مزدوري ، پنجابي شؤنيزم ، د پښتنو او بلوڅو د حقونو پايمالول ، اداري فساد ، د جهاني تروريزم روزول ،صادرول او تمويلول ، اقتصادي رکود او ..‌‌.) نه پوزې ته راغلل او عملاا د مبارزې ډګر ته راووتل ( پي پي ټي ټي او د بلوڅو د خپلواکۍ جبهه ) چې د پنجاب محوره قلابي او د غربيانو اجنټ پاکستان د شيطاني او جعلي قدرت ستنې يې ولړزولې او آن شاء الله د سقوط تر پولې به يې ورسوي . نو د افغان مهاجرينو په اجباري او جمعي اخراج سره غواړي د خپل ملت او جهانيانو توجه مؤقتاا بل لوري ته واړوي او د سياسي قدرت د خښېدو په حال کې جنازه وځڼډوي .

۳-همداشان په سوريه ، لبنان ، يمن ،بحرين ،عراق کې) د ايراني اخوندي رژيم نفوذ ختم شو او ايران ارزان بيه مليشوته چې د افغان مهاجرينو نه ئې استخدامولې (فاطميون او زينبيون ) نور ضرورت نه لري.

۴- په افغانستان کې چې نږدې پنځوس کاله د پرديو په دستور دولتي سيستمونه جوړېدل او ړنګېدل او افغان اولس يې قرباني و د يوه قوي مرکزي ،مستقل او د بهرنيانو د مداخلې نه محفوظ نظام (د ا.ا.ا) زموږ همسايه ګانو او د منطقې هېوادونو ته د سترګو اغزی وګرزېد او د دوی د پوشالي او ملت ضد حاکميتونو د پاره د خطر زنګ شو . غلام پاکستان باندې مرګونې تبه راغله چې مبادا د دوی تر اسارت لاندې اولسونه د خپلو غلامو حاکميتونو د چپه کولو د پاره افغان اولس او تجربه يې ځانونو ته مثال وګرزوي او د دوی ريښې به وباسي ‌. نو د نورو توطئو تر څنګ‌ ئې د مهاجرينو ډ اجباري اخراج جنايت ته پناه يووړه ، څو زموږ نوي نظام ته ستونزې پيداشي او د دوی نامشروعو غوښتنو ته سر ټیټ کړي .

څه بايد وشي ؟
د افغان مهاجرينو د تراژیدي د اختتام يوازينی لاره د هغوی وطن ته ستنېدل دي .
افغان مهاجرين په افغانستان کې بې بېخه او بنياده نه دي . ټول پوله -پټی- کلي -خپلوان او په مجموع کې وطن لري . هېڅ ممانعت او پابندي د دوی په راتګ کې نه د نظام له لوري شته او نه د اولس له لوري .

د افغان مهاجرينو تګ نورو ملکونو ته په افغانستان کې د اشغالونو او د هغوی د تاليڅټو د شر-فساد ظلم او بربریت و ، چې نه د چا ځان ، مال او ناموس په امن کې و او نه يې د ژوند کولو حق درلود . اوس څو الحمدالله نه اشغال شته او نه يې د شر-فساد بربريت . وطن آزاد او خپلواک دئ، ملوک الطوايفې ، جنګسالاري ، زورګويي او بې بندو باري ختم شوي دي . د هر افغان سر،مال ، ناموس او عزت خوندي دئ. امنيت په ټول ملک کې حاکم دئ او هر افغان د ټولو سياسي،مدني، اجتماعي او کلتوري حقونو نه برخورداره دئ . د افغانانو په منځ کې هېڅ نوع تبعيض او امتياز نشته ، بلکې ټول د يوه وجود د غړيو په شان د برابرۍ او برادرۍ په فضا کې د ژوند اوفعالیت حق لري . نو ستونزه څه ده چې په مهاجرت کې افغانان په پرديو ملکونو کې د ذلت ژوند کوي هغه هم په داسې ملک کې چې نه يوازې اسلامي، مدني او انساني نورمونو او ارزښتونو ته احترام نه لري ، بلکې دهغې په نقض او پايمالولو خپل ناولي ژوند کوي .

افغان مهاجرين په پاکستان او ايران کې هم په يوه کسب او کار مشغول دي او خپله روزي يوازې د خپل کار او زحمت له درکه تاءمينوي ، هغه هم داسې کارونه چې د مشقت نه ډک او ځايي اوسيدونکي يې نه‌ کوي . دا کارونه به يا په زراعت -مالدارۍ او يا د تعميراتو په برخه کې وي او يا به دوکانداري، کراچي واني ،حمالي او ورځنی مزدوري وي . هغه هم په ډېره کمه اجوره ، وېره او د مرييتوب په شان . نو دا شغلونه او کارونه خو په خپل وطن کې هم په عزت او پوره اطمينان کولئ شي . نو د نه راستنېدو بانه به څه وي ؟
بناا د افغان مهاجرينو بېرته خپل وطن ته د. ستنېدو هېڅ دليل وجود نه لري او بې له ګټې-خير نه هېڅ تاوان - ضرر په کې نشته .

دا هم سمه ده چې د افغان مهاجرينو بېرته راتګ په دومره لويه پيمانه او په خپلو پلرنيو مېنو کې ابادېدل په اوله مرحله کې هم د مهاجرينو او هم د دولت او ملت د پاره اسانه خبره نه ده او طبعاا منابع ،وخت او وسايل غواړي .
خو که مهاجرين،،اولس او دولت يو بل ته لاس ورکړي ، ګډه همکاري او صادقانه تلاش په کار واچوي دا مشکل به هم حل شي او په راتلونکو کې به د مهاجرت تراژیدي او مصیبت پای ته ورسيږي ، هم به افغان مهاجرين د بېعزتۍ او عذاب نه نجات پيدا کړي او هم به دولت د همسايه ګانو د شيطانت، سؤاستفادې ،فشار او دسيسو نه چې د مهاجرينو په وجود کې يې کوي خلاص شي .

#دابادۍاوخدمت ج هاد