د پښتنو لومړی سیاسي ولسي غورځنګ چې د عدم تشدد لاره یې غوره کړه د خان عبدالغفار خان په مشرۍ د خدایي خدمتګارو نهضت وُ. دا غورځنګ د سوله اییزې مبارزې د تراژیدیو ډک ژوند او ناکامو هلوځلو سره سره تر ننه پورې په لره پښتونخوا کې پلویان لري. اما ددې لارې زیاتره پیروان د مسألې ماهیت ته زیات پام نه اړوي. خدایي خدمتګارو د عدم تشدد لاره مخکې له دې چې د هند د کانګرس ګوند د عدم تشدد سیاسي کړنلارې سره یوځای شي، غوره کړې وه، دقیقاٌ هغه کړنلاره چې د کانګرس د بریالیتوب او د خدایي خدمتګارو او ورسره د ټولو پښتنو د ناکامي باعث شوه. که په غور سره خپل پام د عدم تشدد کړنلارې دننني ماهیت ته واړوو، نو په ښکاره توګه لیدلی شو چې نوموړې کړنلاره دوه غوره اړخونه لري: دنننی اړخ او باندنی اړخ. په پښتنو کې دنننی او اصلي اړخ بشپړ له پامه لویدلی دئ.
۱ - دنننی اړخ
هغه وخت د استعماري میراث په توګه د پښتنو د بیلابیلو قبیلو او قومونو او وګړو ترمنځ دښمني او تربګني دومره زیاتې وې، چې اصلي استعماري غلیم په ځای پاته وه، پښتنو په خپلو منځنو کې یې یو بل سره تباه کول. انګریزانو د پښتنو په سیمو کې د پښتني جرګو په بڼه فرمایشي جرګې جوړې کړې وې. دې «جرګو» به قصداً غیرعادلانه او یو طرفه فیصلې کولې، چې هرومرو به یې انتقامجویي راپاروله او په نتیجه کې به د یوې عادي شخړې په سر د قومونو او قبیلو ترمنځ دښمني او نښتې پیدا شوې او کلونه کلونه به دوامداره پآتې کیدې. پدې ترڅ کې به عالمونه قتل کیدل، لکه نن چې په کرم کې د سني او شعیه په نامه قتل وقتال روان دی، د پنجابي پوځ ناکردې تر سیوري لاندې پآتې کیږي.... دې مسألې د ملنګ جان په الهامي شاعرۍ کې ډیر ښه انعکاس موندلی دی:
داسې غږ به هیچا نه وي اوریدلی چې پلانکي هندو پلانکی هندو وژلی
پښتنو سره تباه کړل خپل میان کې نور د صبر طاقت نه وینم په ځان کې
یوې خوا څخه د انګریز ظلم او زیاتی روان ؤ ، د بلې خوا د پښتنو خپلمنځي دښمنۍ دوام درلود. باچا خان او ورسره د خدایي خدمتګارو غورځنګ د همدغه دننني ضرورت په بنسټ د عدم تشدد لاره غوره کړه، وروسته بیا کله چې د انګریزانو د زیاتو نارواو تر فشار لاندې، د کانګرس سره د ټول هند د خپلواکۍ له پاره یوځای شو، نو سوله ایزه مبارزه یې په سیاسي کړنلاره واوښتله. تر ننه پورې پښتنو او ورسره یې سیاسي ګوندونو هم په خپلو منځونو کې عدم تشدد بشپړ شاته غورځولی دئ. دنننی دښمني، بې اتفاقي، تربګني، تخریب، تشدد په خپل اوج کې روان دئ. د خیبر د لویې جرګې په استثنا، کله هم چا ندې اوریدلي چې د پښتنو اسلامي تحریکونو د پښتنو ملي ګوندونو سره د پښتنو په ګډو ملي مسایلو ګډ غور او فیصلې کړې وي!.. عدم تشدد یواځې د پنجابي تیریو په مقابل کې په ټینګه مراعات کیږي.
۲ - باندنی اړخ
د عدم تشد د کړنلارې په بهرني اړخ کې تر ټولو لومړی او غوره اصل ټولنیزه دفاع اوعدم تعاون دئ. یعنې د پردیو، دښمنو سره د هر ډول همکاریو او مرستو او ګډ کار څخه لاس اخیستل دئ او خپلمنځي ټينګ پیوستون دئ.
د کښته پښتونخوا ملي ګرا ګوندونو نه یواځې دا چې د عدم تشدد تر ټولو غوره اصل یعنې عدم تعاون یې په عمل کې نه دئ مراعات کړی، بلکې د پاکستان د سیاسي جوړښت برخې ګرځیدلي دي. دا عملاُ د عدم تشدد د کړنلارې څخه ستره او بربنډه سرغړونه ده. پاکستان د خپل جوړښت را وروسته هر څومره نارواوې چې پر پښتنو وکړې، ملي ګرا ګوندونو یواځې د عدم تشدد څخه همدا رااخیستې، چې موږ وسلو ته لاس نه وروړو. په هر ډول وسایلو د ځان، خاورې او ناموس ساتنه تشدد نه دئ. دا یوه ستراتیژیکه تیروتنه او د کمزورۍ نښه ده، د ناکامۍ اصلی علت هم دئ. اروپایي پاسیفیزم د یو سوله اییز غورځنګ په توګه، چې هر ډول جګړه ردوي، د ناپیلیون په څیر د سترو لښکر کشیو او نړیوالو جګړو د مخنیوي له پاره رامنځته شویدئ، یا د ګاندي عدم تشدد تر هرڅه دمخه د استعمار په ضد د سوله اییز مقاومت او مدنی/ سیول نافرماني پربنسټ ولاړ وُ.
په زور د خپل برخلیک حق اخیستل تشدد نه، بلکې د حق ترلاسه کولو یواځنۍ لار ده. حق په سوال او په خیرات څوک چاته نه ورکوي.
دا دئ د خیبر د لویې جرګې څخه دوې میاشتې تیرې دي، اما وسله والې ډلې او پوځ لکه ښامار د پښتونخوا په اوږو دروند پروت دئ.
« زما قام ټوټې ټوټې دی، زما زړه ذرې ذرې دی دابه څنګه کوشیریږي، څوک عاقل دی، څوک هوښیار دی!»
د پښتنو په مبارزینو کې د عدم تشدد او میراثي مشرۍ څخه د تعبدي پیروي پرته، تر اوسه پورې دا جرئت نشته چې د پښتنو د سرښندونکو مبارزو د ناکامیو علتونه وڅیړي او ستراتیژیکې تیروتنې یې په ګوته کړي. له پیر روښانه تر باچا خانه د پښتنو وسله والو او سوله ییزو مبارزو د ناکامیو علتونه هرومرو د هغو په ستراتیژیکو تیروتنو کې نغښتي دي. تر څو ددې تیروتنو د راسپړلو زړه او نیت پیدا نه شي، همداسې به دا تیروتنې تکراریږي. تیروتنه ګناه نه ده، اما د تیروتنو تکرار په ګناه او آن په خیانت بدلیدلی شي.
زما په آند د ټولو افغانانو د مبارزو اصلي اوږدمهاله، ستراتیژیکې تیروتنې دا ډول بیانیدلی شي:
د باورونو په بنسټ د سیاسي مبارزو پرمخ بیول د سیاسي ناکامیو اساسي لامل دئ. سیاست او عقیده د انساني فعالیتونو دوه جلا جلا ساحې دئ. هر یو یې ځانته بیل بیل لارښوونکي قواعد او اصول لري.
په سیاست کې د ټولنې ګټې د ټولو فعالیتونو بنسټ جوړوي. په عقیده کې ګټه اولیت نه لري، بلکې هر څه چې د منل شوي باورونه څخه بهر وي، مطرود کیږي. عیني پیښې لایتناهي جریان دئ. ټاکلي باورونه ثابت دئ. د عیني پیښو پروسه چې سیاست ورسره سروکار لري د ثابتو باورونو په چوکاټ کې ځایدلی نه شي، ځکه نو د باورونو چوکاټونه ماتوي. سیاست ښایي د عیني واقعیتونو سره روان وي، هرې پیښې سره باید ځانګړی چلند ولري. سیاست د عیني پروسې سره جریان لري، عقیده په خپل ځای ولاړه ده، ځکه د ریال بهیر سره سمون نه مومي.
عقیده د انسان په ذهن کې ژور قبول شوي باورونه دي، چې د عینیت سره بشپړ مطابقت نه لري، بلکې د بېحسابه عیني واقعیتونو څخه یو-نیم، نیمګړي، ګاږه-واږه تصویرونه دي.
پښتنو- افغانانو له پیر روښانه تر ننني طالبانو پورې عقیدوي مبارزه کړیده. ټول نهضتونه، د خدایي خدمتګارو په شمول، د ملي ګټو په ځای د خپلو باورونو پر محور راپرځیدلي دي. همدا یې د ناکامي اساسي علت هم دئ.
عدم تشدد هم یو باور دئ، لکه د خلقیانو پرولتري انترناسیونالیزم یا د طالبانو اسلامي اخوت... دا باورونه د ذهن محصول دئ، د ذهن څخه بهر وجود نه لري، د عیني جریان سره بشپړ مطابقت نه لري. په ریال سیاست کې تر ننه پورې تشدد په ټول قوت سره وجود لري. په عینی نړیواله سیاسي صحنه کې د سرمایه دارانو نړیوال پیوستون د (بلدربلګر کلوب) او نورو ډول ډول سازمانونو په توګه وجود لري، اما نور د کارګرانو د نړیوال پیوستون کوم سازمان نشته. په موجوده نړۍ کې د صیهونستانو نړیوال سازمان خورا فعال وجود لري، د مسلمانانو ترمنځ نه پخلاکیدونکي دښمني شته دي. دا دومره پښتانه د پاکستان «مسلمان پوځ» له خوا ووژل شول. په اسلامي هیوادونو کې د قرآني اخوت اثار هم نه لیدل کیږي....
د بهرني تیري په مقابل کې د خپلې خاورې د ساتنې څخه دفاع، حتی مسلحانه اصلاً تشدد نه دي. د پردیو د تیریو په مقابل کې د ځان، ناموس او خاورې ساتنه فرض او ضرورت دئ، نه ساتنه یې د بیرې او بې غیرتي انتها ده. د ګیله من ددې چغې غږ «کاڼه پښتانه» کله اوریدلی شي:
د پښتنو عزت لو ټیږي او زه چوپ ناست یمه
زه ګیله من دومره ډارن یمه چې حد نه لري
بریالیتوب په بیرې سره نه ترلاسه کیږي.« که بیریږې نو په کور کښینه دننه»! دا دومره تلفات چې پښتنو د پریدو څخه د خپلو حقوقو غوښتلو د عدم تشدد په کړنلاره کې ورکړي دي، په مسلحانه مقابله او جګړه کې، ښایي تر دې په نیمایي قربانیو یې خپلواکي ترلاسه کړی وای. دا ځکه چې پښتانه په جګړو کې ځانګړی وړتیا لري، چې هیڅ دښمن یې نه لري. د پردیو د تیریو په مقابل کې تحمل د پښتنو د اصلیت سره بیګانه دئ. ځکه نو د تیري کونکي دښمن سره په سوله اییز چلند کې ناکامه پاته کیږي. د پخوانیو د متل سره سم ریښتیا هم، (ریښتینی تورزن تورې ته اړتیا نه لري.) ریښتیني ننګیالي په تش لاس هم په تیري کونکي دښمن غښتلی او بریالی وي.
باچا خان په پای کې په درد سره اعتراف کوي چې عدم تشدد د هغوۍ( د کانګرس) پالیسي وه او زموږ عقیده!... ریال سیاست د عقیدې په چوکاټ کې نه شي ځايیدلی، ځکه چې سیاسي پیښې جریان لري او عقیده ولاړه ده، ثابته ده. د دار په سر د ګالیله وروستۍ خبره دا وه: آی خلکو زه دادی ستاسې په وړاندې په خوله وایم چې ځمکه نه ګرځي. اما هغه په خپله ګرځي! سیاسي پیښې هم ګرځي، جریان لري. باورونوته نه ودریږي!
خدایي خدمتګارو د پښتنو د خپلواکۍ ارمان درلود او ددې له پاره یې سرښندونکې مبارزه کړیده، اما د انګریز او کانګرس د سازش په نتیجه کې خپل هدف ته و نه رسیدل، لاس تړلي پاکستان ته تسلیم شول. اوس د پښتنو نشنل ګوندونو دا ارمان بیخي شاته پریښی دئ او د پاکستان د سیاسي جوړښت متشکله اجزاُ په توګه فعالیت کوي.
د ټولو پښتنو ګډ برخلیک ته عدم توجه د لر او بر پښتنو د کمزوریو او ناکامیو نوبتي اساسي علت دئ. کښته پښتنو د هند سره او نن د پنجاب سره د خپل برخلیلیک په تړلو کې دومره ضرر کړیدی، چې حد نه لري. بر پښتانه هم ددې تیروتنې په کتار کې بر ولاړ دي.
خدایي خدمتګارو د ټول هند د ازادۍ سره خپل سرنوشت غوټه کړ. هند ازاد شو. پښتانه د باچا خان په قول « د غلامو غلامان!» شول. ددې ستراتیژیکې تیروتنې ریښي په هند کې د لودي او سوري پښتني شاهانو په واکمنیو کې د خاورو لاندې پټې غزیدلې پرتې دي، هغه واکمنیو چې بې شماره پښتانه یې هند ته کښ کړل او د هند د نفوس په ډنډ کې يې ډوبیدو ته پریښودل. ورسره پښتو او پښتونواله هم غرقه شوه.
تاریخ ـ تاریخ دئ، تیر دئ، غیر له ذهنه او د کتابو په څو پاڼو کې په عینیت کې نور وجود نه لري، هغه نشته، هغه نشې بدلیدلی. څه شی چې له تاریخه موږ ته پکار دئ، هغه له تاریخه درسونه دي، چې تیرې تیروتنې بیا تکرار نه کړو لکه پښتانه یې چې بیا بیا تکراروي.
پښتانه ځانګړی ملت دئ، چې ټول فرهنګي ځانګړنې: دین، ژبه، د ژوند ډول، کړه-وړه او دودونه یې د هندوانو او پنجابیانو سره تفاوت لري. هندوان د خپلو مذهبي باورونو سره د خپلو ټولو بدمرغیو علت په تیر دور ژوند کې د کړو ګناهونو کفاره بولي، نو ځکه د ظلمونو او نارواو په مقابل کې بغاوت هم نه کوي.د هغو سره د خپل سرنوشت غوټه کول، غیر ارادي د خپل دین، ژبې او پښتونولۍ څخه د تیریدو معنی لري. دا خو روا چاره نه ده.
په سیاسي مبارزه کې د پیر روښآن یا باچا خان په څیر د سترو سیاسي شخصیتونو تعبدي پیروي په ځای لکه زیاتره پښتانه یې چې کوي، انتقادي پیروي د کامیابي ارمغان له ځان سره راوړي. د عبادت مرجع یوه او ښکاره ده. د سیاسي مبارزې لارې ډول ډول دي، کږلیچونه ډیر لري. تیر ننګیالي چې په کومو تاریخي کږلیچونو کې له پښو غورځیدلي دي، اوسني پیروان یې ښایي په هموغو پیچومو کې پاتې نه شي، بلکې د کږلیچونو څخه تیر شي او د خپلواکۍ او یووالي منزل ته تر رسیدو پورې خپلې لارې ته ادامه ورکړي.
د کلاسیک اروپایي استعمار څخه تر ننه پورې د استعمار د ډول ډول بڼو سره سره د هغه دنننۍ تومنه او ماهیت یو پاتې شوی دئ- لوټ!.. زموږ په سیمه کې د مغلو، انګریز او اوسني پنجابي ښکیلاک په رګونو کې یوه وینه جریان لري ـ صیهونیستي!..
د عدم تشدد د سترې انساني کړنلارې اصلي اړخ په خپلو منځونو کې د هر ډول تاوتریخوالي او تشدد څخه ډډه کول او په بهرني اړخ کې په بل هیچا تیري او تجاوز نه کول دي. خپلواکۍ د هر ملت ذاتي حق دئ. حق په زور اخیستل کیږي. په زور د خپل حق اخیستل هیڅ ډول تشدد او تجاوز نه دئ. د تیري او ظلم تحمل تشدد دئ. د لوی څښتن په وړاندې ظالم او مظلوم دواړه مسوُل دي. عدم تشدد - هر ډول تیري په مقابل کې خالي لاس تر زنې لاندې ودریدلو په معنی، په خپله استعماري تلقین دئ.
د پښتنو د ننګیالیو مبارزینو ستره تیروتنه همدا ده چې پر خپلو باورونو باندې ترمرګه ټینګ ولاړ وي. اما په واقعیت کې یواځې د پیښو د کاروان سره سم روان، ژوندي جنګیالي د کامیابۍ منزل ته رسیږي. پای