یوازې وچ سیاست دټولو نورو مسائیلو سبب کیدای نه شی په دې مقدماتی بحث کې مخکې له دې چې اقتصادی ترمینالوژی باندی رڼا واچوو دافغانستان ملی محصولات ، کیفیت او کمیت ، اهمیت او امتیاز دافغانستان لپاره مطمنه، مناسبه او سیمه ایزه باور منه دېپلوماسی رامنځ ته کولی شی.
دکمونیزم فرهنګ ځپلی ترکمنستان ، تاجیکستان ، ازبکستان ، قزاقستان ، او حتی چین اوهند پاکستان دافغا نستان په اقتصادی اوجغرافیاوی موقعیت ښه پوهیږی. دغو هېوادونو دافغانستان په نوم یوشمیر غونډې هم ترسره کړې . دوی په لومړی سرکې دامریکا ملګری ول او دهغو دالرې یې خپلې کړی دوی لیدل چې دلته څه روان دی؟ اوس داسې ښیې چې دوی دافغا نستان سره په کلونو اقتصادی معاملې کړی او ډیر صادق ملګری دی حال داچې هر یو دخپلو ګټو په تمویل کې دی.پروفیسور مسعود دغه دېپلوماسی په. ډیره مانا لرونکی مفهوم له چلو صافه باسی او ډیر تکړه اقتصاد پوه دی .
داستاد کمال دې کې دی چې حاشیه نه ځی له ګېډی اضافی شیان نه وایی .سازش نه کوی دترازو پلې ته نه ګوری افغانستان ته مخلص او ځیرک استاد دی.
کاشکې موږ داستاد په څیر یو څو نور هم درلودای . په هر حال که موږ دخپلو محصولاتو پر بنا خپله دېپلوماسی اقتصادی اهمیت ته لوړه کچه ورکړو دمنځنۍ اسیا هیوادونه مجبوره دی خپل دریځ په سمه توګه وټاکی چې په دې صورت چین ، روس ، او امریکا هم خپله پالیسی کې بدلون راولی . دافغانستان ملی زعامت دافغانستان پر طبیعی منابعو ولاړ او متکی سیاست رامنځ کوی افغانستان دم مهال واهی ګونګوسیو، بن بست، ګیلو اوګذارو ته هیڅ ضرورت نه لری ، دافغانستان رسنۍ له وخته مخکې هیاهو کې لګیا دی هله ژر شی چې لیوه راغی حال داچې لیوه ټول ولس سم نیمایی وداړه څه پاتې دی. تریدینګ ، تجارتی یا سوداګری دمملکت په کچه دیوه ګونګ انسان کار نه دی . افغانستان دمنځنۍ اسیا لپاره دیوه سوداګریزه دهلیزاو مازغو حیثیت لری خو دغه حیثیت ماهره دېپلوماسی او ټګلاره غواړی نه خان جان الکوزی چې هرڅه په اټکل محاسبه کوی!
زما هدف دهغوی په شخصی کارونو کې مداخله اوبې وخته اخلا ل نه دی خو دا زموږ ملی او ولسی مسئولیت او رسالت دی . دغه خاوره موږ په خپله نوره ستومانه کړی او توان نه لری !موږ که اقتصادی ستونزو په وړاندې سم تدابیر ونه نیسو نو ترڅو پورې به زموږ نظام دملګرو ملتو دخیراتو په کتار کې ولاړ وی؟
راځی دهېواد لومړیتوبونه جدی وګڼو او له شخصی ګواښونو او انډیوالیو بهر وساتو
تل دوی دغه باتور ولس افغانستان!