امام غزالی وایی ته دپردې تر شا هغه کار مه کوه چې دخلکو مخکې یې کولی نشی. خو له بده مرغه په فرهنګی لحاظ موږ مسلمانان دپردو تر شا د ولس په غیاب ، د ناپوهیو په کږو وږو لارو ، مجهوله ابعادو ، دڼړیوال اطلاعاتی استعمار په نغارو کې او دپردو ترشا مو دیوه ستر هېواد مستقبل عادی ګڼلی دیوه هېواد ، یوه ولس ، نفوس اوکتلې په اړه تر پردی ترشا معا ملې اوتاریخې معما ګانې څنګه تعریف کړو ایا دغه معماګانې دلمس وړدی او که نه؟ فراموش نکنېد! لا دلته په لوی منافقت او خواخوږۍ هرڅه وایی!!! . دیوڅو محدود و له ولس څخه مجهولو کسانو دغه برګ اتڼ ، کوټوالی او ځواک کار او پټې معاملې اوس هم چالانې دی . ولس ښه پوهېږی سیاسی خرد په دوربین کې نه لیدل کیږی.وایی چې دشپې له مخې یوه ګیدړه یو کلی ته ننوتله چې یو چرګ بره غاړه په یوه ډبره ناست دی ګېدړې ورته وویل محترم چرګ صاحب زه له ډیرې پخوا زمانې دغه کلی ته ځم اوراځم مانا دا چې دوه لاری واټ باندې دغه لاره تعقیبوم . زه ستا والد صاحب سره له پخوا انډیوالی او ما دناستې او ولاړې تعلقات درلودل هغه به زه پاللم اوله ډېرې خوښۍ به یې څوڅو ځلی غږ پورته کړ .دغو اذانو به زه ډیر خوشالولم.ًساده چرګ وویل زه هم له خپل پلارڅخه کم نه یم. نو غاړه یې اوچته کړه او سترګې یې پټې کړې . او په اذانو یې پیل وکړ ګیدړ زمینه مناسبه ولیده او په چرګ یې ورودانګل چرګ یې له غاړې کلک ونیوه
او په ځغستا شو .
کله چې ګېدړ ه له بله کلی تېریده نو دکلی سپی ورباندې خبر شول دکلی سپی ورپسې شول چرګ ګیدړې ته وویل چې په لوړ غږ دکلی سپیو ته ووایه چې دغه چرګ مې دتاسو له کلی نه دی اوچت کړی او نه. تاسې ته لازمه ده چې هسې غالمغال وکړی دګیدړې دغه مشوره خوښه شوه او خوله یې خلاصه کړه چرګ والوت او په ونه کې پر یوه شاخ باندې کښیناست . دې وخت کې ګیدړې ته ډیر افسوس ورغی او چرګ ته یې وویل چې لعنت دې پر هغو سترګو شی چې دخوب وخت یې نه وی او پټیږی!
محترم چرګ ګیدړې ته وویل لعنت دې پر هغه خوله شی چې څه یې خوړلی نه وی او شکر باسی!
اوس هم سروخت دی!
پېښېمانی هیڅ ګټه نه لری
په درنښت