زۀ چې په کومه علاقه او چاپېرچل کښې پيدا شوے يم د هغې چاپېرچل يو خپل خمار او کېف دے.د دغې سيمې دغه کېف او خمار د دغې علاقې تاريخي شاليد هم دے او سياسي او ادبي حېثيت هم. په دغه سيمه کښې يقين وکړه چې دېر داسې ښاغلي پيدا شوي دي چې نۀ يواځې د دې سيمي په تاريخي پاڼو کښې ئې ځان ځائے کړے دے بلکې د دې سيمي په ادبي ميدان کښې کۀ مونږ ګورو نو هم پکښې داسې نامې شاملي دي چې مونږ ئې د نۀ يواځې د دې سيمې دپاره بلکې د دې وطن او خاورې د هر وګړي دپاره قابل فخر او قابل تقليد ګڼو. په دغه قابل فخر او قابل تقليد شخصياتو کښې يوه نامه د داسې ښاغلي هم ده چې ټوټل سيلف مېډ دے او اوس هم په خپل اورېجنل ورجن کښې موجود دے . نۀ يواځې د قلم په لار د خپل اولس او ژبې دپاره د زړۀ د اخلاصه کار کوي بلکې د پېغمبري پېشې په لار د دې وطن د زلمي ،نيم ځالي او پوخ عمر د وګړو په ذهنونو کښې د محبت،علميت او صداقت د نور پلوشې شيندي. په قد قامت کښې نۀ چنار دے او سروه بس د يو پښتون په شان عمومي قد قامت،روښانه جوثه ،برېتونه ئې د عزيز مانېروال د غزل د هغه شعر مجسم تصوير دے چې د چا د بڼو د ښائست سره ئې خپل پښتون هوډ بيان کړے دے،وجود ئې نۀ ډېر غټ او نۀ ډېر وچ د چا خبره مناسب دے،د سترګو په ککو کښې ئې کۀ يو خوا پښتون جمال په غورزنګ دے نو بل خوا ورله الله داسې وجاهت ورکړے چې په شخصيت کښې د جلال سره وقار داسې ګډ دے چې د نري زړۀ کس ورسره په وړومبي ځل د خبرو نه وړاندې په ځان درے ځله ايت الکرسي وائي خو چې خبرې ورسره وکړي نو د موصوف د خوږې لب و لهچې او سليقه مندۍ او بل ته د عزت او احترام رويه سړے په خپله وئيلي ايت الکرسۍ په ځان پورې په زړۀ زړۀ کښې خاندي ځکه چې هر چا ته احترام لرل ئې په خټه کښې دي.
د خپلې ژبې د ادبياتو نه پرته ئې د نورو ژبو ادبياتو کښې هم سندونه د دې خبرې ثبوت دے چې د خپل ژوند مقصد ئې عېن د ادب په لار د خپل وطن او اولس لارښودنه کول دي .خداے ورله روڼ تندے او فراخه سينه ورکړي ده.خنده رويه خوش لباسه او خوش خوراکه خو هسې هم دے خو خوش ګفتاره هم دے او چې هر څومره ځله ورسره ملاقات کېږي په هر ملاقات کښې په نوي انداز او نوي شګفتګۍ څرګندېږي.خبرې ئې په تول پوره ،خوږه لهجه او د موقعې مناسبت سره داسې مهذبه لطيفه چې د انسان په ذهن کښې يوه نوي تازګي او فرحت پيدا کوي. دغه انداز او رويه ئې د عجز او انکسارۍ دليل دے . مېلمۀ دوسته داسې چې ما ئې په ګلبام کښې په يو وخت بې شمېره مېلمانۀ هم لېدلي دي او هغه هم د مختلف مکتب فکر سره تعلق لرونکي. خو چې د ګلبام په درشل قدم کېږدي نو بيا ترې خپل هر قسمه اختلافات هېر وي او صرف د دغې منکسر مزاج انسان د شخصيت په سحر کښې مسحور وي. او هن دا ګلبام نوم ئې ښاغلي ارواښاد ډاکټر اقبال نسيم خټک صېب کور ته وئيلي ؤ نو اوس دغه د علم کور په ګلبام مقبوليت لري.
علم دوستي او مېلمۀ دوستي ئې په ټولو پښتنو اديبانو شاعرانو کښې مقبوله ده . زۀ دا دعوه ځکه کووم چې ما اورېدلي چې د ستړو ځائے شهباز ګړه ده خو د ملاکڼډ په کنډاؤ چې هر ادب دوسته او علم شناس راواوړي نو دا غم ورسره نۀ وي چې کۀ په لار راباندې ماښام شو نو چرته به ځم. د ګلبام دروازې د هر چا دپاره هر وخت پرانستې پرتې وي.
په ادبي نړۍ کښې کۀ مونږ ګورو نو اکثر پکښې ښۀ شاعر وي خو تنقيدي بصيرت نۀ لري يعني په شعر پوهه نۀ لري او داسې بلها دي چې د تخليق ملکه ورله خدائے ورکړي ده خو د تنقيد په لار د تګ توان نۀ لري.ځکه چې د تنقيدي حس د پاره د لوے رياض او شعور ضرورت وي.د ګلبام د څښتن تنقيدي شعور او ادبي بصيرت د کمال په بام ولاړ دے . هغۀ کښې د تخليق د شعور د صداقتونو ژورو ته د کوزېدلو حوصله هم شته او جرات هم.ځکه خو يو دور ؤ چې د تنقيد د ميدان دغه شهسوار به چا د دې ويرې د کتاب مخکتنې دپاره د مقاله نګارو د لسټ نه ويستلو چې دې بيا د تخليقي فنپارې اپرېشن کوي او ظاهره ده چې په شاعر اديب کښې د دغې نقد د زعم توان لږ شان کم وي.ماته ياد دي چې د اکبر سيال په يو کتاب ئې په بټ خېله کښې مقاله وئيلي وه او بيا د مخکتنې د دستورې نه پس ورپسې شاه راز خان سوال جواب کړي وو چې د هغې مقالې يوه کاپي کۀ مونږ ته ميلاؤ شي نو مننه به وي خو هغۀ مقاله چې زۀ اسلام اباد ته تلم نو زما نه سره د نورو کتابونو په ګاډي کښې پاتې شوې وه او دغسې هغه مقاله د شاه راز خان لاسو ته نۀ وه رسېدلې .
په ژوند کښې ډېر داسې خلق شته چې په قول او فعل کښې ئې داسې تضاد وي چې د نن خبره تري کۀ بله ورځ تپوس وشي نو بيا ترې هېر وي چې ما څۀ وئيلي وو خو موصوف داسې دے چې زۀ ئې د کومې ورځې نه پېژنم او زما سره ئې څومره تعلق دے نو ما ورکښې د قول فعل تضاد هيڅ کله نۀ دے محسوس کړے . خپل خلوص څو څو وارې ډبولے دے . څو څو ياران ورته د نستوڼي ماران شوي دي په خصوصي توګه هغه چې دۀ ورته د بره تګ دپاره پړوۍ جوړې کړي دي.خو لا قلار نۀ دے اوس هم هغسي بلکې د هغې نه سېوا په اخلاص سره د زړۀ له کومي خپلې دوستې پالي هم روزي هم.د خپل اولس او خاورې سره ئې د محبت بل ثبوت څۀ کېدے شي چې د بټ خېلې د بازار نه کور ته سودا وړي نو کوشش ئې دا وي چې د اماندرې رکشې والا سره لاړ شي او د خپل کور کلي سړي ته ترې خېر ورسي.
تحقيق ،تنقيد او کۀ تخليق دے په هر ميدان کښې لکه د علامه اقبال د مرد ميدان ښۀ په بېسيار نوسۍ لګيا دے کار کوي او کتاب چاپ کوي.په عقيده پاک او سپېځلے ،د مقدسې نظريې او فکر څښتن ،کله نعتونه نو کله غزلې او کله سندرې او افسانه خو ئې داسې کوټلي ده چې سمندر ئې په کوزه کښې بند کړے دے،ماته ياد دي يو ښاغلي ئې د افسانو په ټولګه د تنقيدي جاج په وخت په يوه علامتي افسانه جرنده (تاله) داسې تجزيه کړې وه چې کۀ د خپل کور جرنده ئې نۀ شوه کولاؤ هلې نو ماته کړې به ئې وه کنه. خېر د پښتو په علامتي افسانو کښې ئې په ړمبي صف کښې مقام کښې شک نشته،د دې سره ئې د پښتون فولکلور سره عمومي او د خپلې سيمې د فولکلور سره په خصوصي توګه بې کچه مينه ده او د دغې مينې څرګندونه ئې هم د ضخيمو کتابونو په صورت کښې کړې ده ،بهر حال انسان دے او انسان د الله ډېر کمزورے مخلوق دے خو ولې بيا هم دغې ښاعلي له ا لله پاک ډېر داسې خصوصيات ورکړي دي چې مونږ ئې په شاذ کښې ګڼو.او دغه شاذ زما استاذ او زما انسپريرېشن علي خېل درياب دے چې يو خوا ئې ماله د استاذ مينه راکړي نو بل خوا ئې زۀ د يو مخلص ملګري په شان په زړۀ پورې نيولے يم او د دې جوګه کړے ئې يم چې زۀ د خپلې ژبې او ادب د پاره دومره څه وکړم چې سبا پرې تل ژوندے پاتې شم. الله دې د ګلبام دغه څښتن تل په سکون ،په عزت او صحت کښې لري.امين