هسې خو د افغانستان او پخوانۍ روسيې د سياسي اړيکو شاليد د احمدشاه بابا او اميرشېرعلي خان تر دورو پورې رسېږي خو د تړونونو او معاهدو دوره بيا د غازي امان الله خان له واکمنۍ راپېل کېږي. دا اړيکې د تاريخ په اوږدو کې کله سړې او کله ډېرې تودې پاتې شوې دي او په تېره بيا د افغانستان د وروستۍ نيمې پېړۍ په لويو قضيو کې یې د مطرح لوبغاړي نقش لوبولی دی.
په تېرو دریو کلونو په افغانستان کې د اوسني نظام په واکمنېدلو سره يوځل بيا دا اړيکې تودې شوې او په ځانګړي ډول په اقتصادي برخه کې دا اړيکې کلکې شوې. په کابل کې د روسيې د سوداګري د مرکز د شمېرو له مخې سوداګريزه راکړه ورکړه د تېر په پرتله پنځه ځله زیاته شوې او ان د راکړې ورکړې اندازه یې په کلني ډول یو میلیارد ډالر ګڼي.
افغانستان په اوس مهال کې له روسيې څخه ګاز، تېل، غنم، اوړه، لبنيات او غوړي واردوي او د ۲۰۲۲ کال کې چې د روسيې او د اوسني رژيم د چارواکو تر منځ کوم تړون وشو پکې يادونه شوې وه چې روسيه به هر کال يو ميليون ټنه پترول، په همدې اندازه ډيزل ، ۵۰۰ ټنه مایع ګاز او دوه ميليونه ټنه غنم افغانستان ته صادروي چې دا په تېرو دريو کلونو کې له روسيې سره په اقتصادي برخه کې د مخ پر وده اړيکو څرګندونه کوي.
افغانستان د صنعتي او کورنیو سکتورونو په ګډون په مختلفو برخو کې ، انرژۍ ، خوراکي توکو او تولیداتو ته اړتیا لري. په روسيه کې د (روسيه – او اسلامي نړۍ) فورم چې څه موده مخکې د روسیې په کازان ښار کې جوړ شوی وو ، د افغانستان د اوسنی رژیم د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د لا پراختیا لپاره اړتیا ده. افغانستان په کال کې څلور میلیونه ټنه نفتي محصولاتو ته اړتیا لري چې ډېره برخه یې بايد له روسي بازارونو څخه وپېرل شي چې د واټن له مخې نږدې او هم د افغانستان د ريل له پټلۍ سره نښتی دی.
نوموړي وويل افغانستان د انرژۍ او خوراکي توکو په بدل کې روسیې ته د ممیزو، درملو بوټو او منرالونو صادرولو ته چمتو دی . او له روسي کمپينو یې وغوښتل چې د کانونو په برخه په ځانګړي ډول د مسو، لیتیم او نورو زیرمو د راپلټلو او پروسيس په برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان د اوسني رژيم چارواکي دې ته خورا لېواله دي چې له روسيې سره په ځانګړي ډول اقتصادي برخه کې همکاري د افغانستان د اقتصادي ښه والي د يوې برخې په توګه خورا ارزښتمنه ده او دوی کوشش کوي چې د روسیې په مرسته د دولتي اقتصاد بیا رغونه وکړي. د افغانستان اوسنی رژيم د هغه پروژو تاريخي اهميت ، استحکام ته په کتلو چې د ۱۹۶۰ مې څخه تر ۱۹۸۰ مې لسېزې پورې د شووروي د اينجينرانو لخوا شوې ده اوس بيا په دې هڅه کې دي چې صنعت، کرنې او انرژي په برخه کې د روسيې سوداګرو پانګونه راجلب کړي او هغه وخت تاسيسات چې څو لسيزې راهیسې خراب او بدلون ته اړتيا لري بيا له سره د روسيې په مرسته ورغوي.
له بلې خوا روسيه هم اوس د افغانستان له اوسني دولت سره په اړيکو کې په محتاط ډول لېواله ښکاري او افغانستان ورته د منځنۍ اسيا او سويلي اسيا او منځني ختيځ د يوه مناسب کوريډور په توګه په لرې راتلونکې کې د صادراتو او وارداتو لپاره د ښه اقتصادي لارې په توګه برېښي.
روسيه د اوکراين له جګړې راهیسې په دې څو کلونو کې په بې ساري ډول هڅه کوي چې له نورو هېوادونو سره په ځانګړي دول اسيايي هېوادونه او افريقا سره اړيکې جوړې کړي او اقتصادي راکړې ورکړې لپاره د اروپا او امريکا پر ځای پر بديلو لارو په لټه کې ده چې تر ډېره پورې په دې برخه کې بريالۍ هم ښکاري او په جالب ډول یې د اروپا او امريکا اقتصادي بنديزونه په شا تمبولي دي او بديلې لارې یې د صادراتو او وارداتو لپاره پیدا کړې دي.
په دې ورځو کې روسيه د نړۍ بلې خوا ته لاس اچولی دی، اوس یې د روسيې او افريقا د همکارۍ فورم د وزيرانو غونډه چې د روسيې په سوچي ښار کې د نومبر له نهمې تر لسمې پورې ترسره کېږي تابيا نيولې ده ، دا غونډه چې د روسیې او افریقا د سرمشریزې تسلسل دی تیر کال د روسيې په سن پیټرزبورګ کې ترسره شوه. د روسیې او افریقایي هیوادونو د سوداګري او تجارت وزيران ، د افریقایي اتحادیې غړي ، سوداګر، ساینس پوهان او ټولنیز فعالان د سوداګرۍ په پروګرام کې د ګډون لپاره رابلل شوي دي.
د غوندې په ترڅ کې به ګډونوال پر امنیتي مسایلو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، په فضا کې د وسلو پر کارولو بندیز، د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې همکارۍ، د کرنې په برخه کې د همکارۍ، جیولوژیکي اکتشاف او داسې نورو په اړه خبرې وکړي.
روسيې د داسې پراخو اړیکو بنسټ په وروستیو کلونو کې ايښی دی . د روسیې او افریقا دوه سرمشریزې ترسره شوې. يوه یې تیر کال په سنټ پیټرزبورګ کې ترسره شو، چې د افریقا شاوخوا ۵۰ پلاويو په ځانګړي ډول (سوداګريزو هئیتونو ) روسیې ته سفر وکړ. او ددې ګرمو اړيکو په پایله د روسیې او افریقا ترمنځ د متقابل سوداګریز تبادلې زیاتوالی راغلی دی. تېرکال یې له افريقا سره سوداګريزو اړيکو اندازه ۲۲ ميلياره چې د د ۲۰۲۰ په پرتله يونيم چند لوړه ده ښيي.
د افریقا لویې وچې ته شاوخوا څلورمه برخه صادرات غلې دانې او میلین وو او په همدومره اندازه یې د نفتو محصولات او تیل هم ورصادر کړي دي.
روسیه له افریقا څخه د میوو، سبزیجاتو، د واردولو په کوشش کې ده . او په افريقا کې د کانونو په برخه کې د پانګونې امکانات لټوي.
له افريقا سره یې دا اړيکې دومره پراخې کړې دی چې شاوخوا ۳۵ زره افریقایي زده کونکي د روسیې په پوهنتونونو کې زده کړې کوي، او هر کال تر ۱۲۰ زرو پورې روسي سیلانیان د افریقا لویې وچې ته د چکر او تفريح په موخه سفرونه کوي.
دکارپوهانو په وینا، تر ۲۰۲۶ پورې به د روسیې او افریقا ترمنځ سوداګري ۴۰ ملیارد ډالرو ته لوړه شي.
پورتني هغه مثالونه وو چې روسيې له نړۍ سره د اړيکو او بديل لارو چارو د لټولو په لټه کې ده او غواړي چې له نورو هېوادونو سره اړيکې ورغوي او پراخې یې کړي او د خپلو توکو لپاره نړيوال بازارپيدا کړي او د اړتيا وړ توکي له دې هېوادونو راونيسي. او اوس په دې هڅه کې ده چې اسلامي نړۍ چې له امريکا څخه خوابدې ده د ښو اړيکو په جوړولو د ځان ملګرې کړي او خپلې اقتصادي راکړه ورکړه ورسره چټکه کړي له یوې خوا ددې هېوادونو د خلکو او حکومتونو سره ښه انځور جوړ کړي او له بلې خوا خپلې اړتياوې او خپلو توکو ته په دې سيمو او هېوادونو کې بازار پیدا کړي.
نو دا چې په اوسمهال کې افغانستان ولې ورته اوليت لري او ولې غواړي اړيکې ورسره کلکې کړي زما په نظر په اوسني وخت کې، د روسیې او افغانستان ترمنځ د همکاریو د ټينګېدو يو علت د ترهګرۍ او افراطي فعالیتونو سره مبارزه ده. د اوسني نظام له بیا واکمنېدو وروسته (۲۰۲۱)، د افغانستان په خاوره کې د داعش خراسان ډلې حضور زیاته شوی دی، چې نه یوازې د افغانستان امنیت ته ګواښ دی، بلکه د سیمې په کچه هم یو مهم خطر بلل کېږي. روسیه په دې باور ده چې د داعش خراسان ډلې ته له افغانستان څخه د مرستو ورکولو او د پراخېدلو مخنیوی باید وشي.
دويم دا چې د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې په برخه کې هڅه کوي چې د انرژۍ، ټرانسپورټ او زراعت په برخه کې د افغانستان سره همکاري وکړي.
روسیه د افغانستان لپاره د ګاز او نفتو په برخه کې د همدارنګه، روسیه د افغانستان د ډبرو سکرو او نورو طبيعي منابعو او کانونو د استخراج په برخه کې د همکاریو چانسونه لټوي. دا همکاری د افغانستان لپاره د مالي مرستو او د اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه وي.
درېيم دا چې روسیه د افغانستان په سیاسي جوړښت کې د یو بیطرفه رول تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي. په دې اړه، روسیه د طالبانو حکومت ته د رسميت پیژندنې هڅه نه کوي، خو د افغانستان د سیاسي پړاوونو د حل لپاره د خبرو اترو او د نړیوالو او سیمه‌ییزو ځواکونو ترمنځ د یووالی په لټه کې ده.