هند بیا خپله لوبه کوي!
پاکستان په کرتو،کرتو د افغانستان نظامونه ړنګ او له صفر سره ضرب کړل او هره ډله یې چې واک ته رسولې بیا یې پر وړاندې بله ډله جوړه او د خپلو ګټو لپاره یې لوبولې ده.
هېره د نه وي چې هند هم ورته لوبه کوي او د خپلو ګټو لپاره افغانستان سره اړیکې پالي.
په اوس کې یو ځل بیا هند خپل جغرافیایي جوړښت او ارزښت ته په کتو سره د دوست په نوم لوبه کې ځان ګډ کړ او د اړیکو پالل غواړي.
خو له بده مرغه افغان سیاسیون هېڅکله نه دي توانېدلي د خپلې جغرافۍ ارزښت ته په کتو سره ځان پیدا کړي او بریالۍ لوبه وکړي.
افغان سیاسیون تل لوبه کې پاتې راغلي او ناکامه لوبه یې تر سره کړې چې لامل د تباهې او بربادې کرځیدلي.
افغان سیاسیون تر څو یو ځل لوبه زده نکړي هېڅ کله به هم ډګر کې ځان ته ځای جوړ نشي کړلی .
تر ټولو دمخه د ځانته لوبه کې ځای ومومي او بیا د دې بریالیتوب کوښښ پیل کړي.
د بریا لپاره باید بیلانس وساتل شي،نه دا چې د هند لپاره پاکستان،د ایران لپاره عربان ،د روسانو او چینایانو لپاره امریکایان وریټي.

(سیاست کې دایمي دوست او دښمن شتون نلري ،سیاست د لوبو ډګر ده او ګټو ته په کتو سره باید پکې سیاسي دوکانداري وشي.)