زه نه پوهیږم چې ولې موږ افغانان زیات په بهر نیانو تکیه لرو او له بهر غواړی چې موږ ته حکومت یا نظام جوړکړی دغه کار څوځلی تکرار شوی او ارګ ته همدغه مزدوران ننوتلی. دا مهمه نه ده چې د انګرېز مزدور ان ول، که د روس ، امریکا ، پاکستان ، ایران یا بل هرمنافق آفت !
په ټوله کې مزدور مزدور دی که په هرنوم او هره طرحه وی افغانستان هغه وخت خپلواک، آزاد او مستقل هېواد دی چې ارګ دافغان ولس په ملی او اسلامی اراده کې تمثیل او استقرار ولری او له ولس څخه رامنځ ته شوی وی بل بنسټیزه مشکل دادی چې دتاریخ په اوږدوًکې جنګ اوجګړه افغا نانو کړې خو سیاست او کلانکاری بیا بهرنیوً وړې او له وخته مخکې موږ ورته هاها کړېده . دغه هاها دظاهرشاه په وخت له اوازه سرچوک هم کمزورې بڼې لری خو اوس سوشال میډیا څو برابره دروغجنه او پرو پاګن جنه غمجنه اونمجنه کړې ده چې حتی ملایانو ته دروغ ویل کوم عار نه ښکاری ښه په خوند دروغ وایی خوراځو دزلمی خلیل زاد شخصیت ته داد هغه خپل کار دی زه دهغه په شخصیت دلته نه څېړم . خلیل زاد او ملا برادر یو دبل سره د سیاسی پوهې ، انترو پالوژی، مدنی ، بهرنی او کورنۍ بهرنی ډېپلو ماسی برخو کې زیات توپیر لری خو کله چې ددوحې هوکړه لیک په ڼړیواله کچه لاس لیک کیږی بیا دظرفیت توپیر له معاملې هم لوړیږی . ملا برادر دطالبانو په کچه یو عادی سړی دی چې دپاکستان استخباراتو روزلی او دای اس ای په آش او کاسه لوی شوی .زه نه پوهیږم ولې کله چې دافغانستان په هکله لوړه کوی او هغه دبین الافغانی مذاکراتو په خلاف امریکا دافغانستان زعامت په کومه ترازو تلی؟ نو دغه کار بیا ټول افغان ولس ته دمنلو وړ نه دی . ملا برادر او خلیل زاد لاسونه سره ور کوی خو د ملت په کچه دغه ظرفیت او توان منطقی تناسب نه لری هغه په دې مانا چې ملا برادر په خلیل زاد ټېپر نه پلورل بلکې یوستر تاریخی د۴۰ ملیونو کسانو په برخلیک په حساسو شرایطو کې ددې مراسمو له لمانځلو اوچت ملی او اسلامی ګام وه.
دې کې شک نشته چې امریکا او ملګری ملتونه دافغانستان په قضایاووً کې منافقت کوی خو ددې منافقت په وړاندې ددوحې مرکچیانو ددوحې خبرې اترې نورې هم انحصاری اوکمزورې کړې خپل ولس یې له هرڅه بې برخې کړ. . طالبانوً په ډاګه ولس یوازې پرېښود او له ډیرو اسلامی حقوقو برخوًاوًملحوظاتو څخه یې محروم کړل .
پښتو کې متل وایی حساب به کوو خو دورورۍ له منځه ! ای اس ای روزلی مولویان حکومت او دنظام او قدرت تږی ول چې څنګه یې ترذلاسه کړی داسلامی آمارت ادعاوی کوی خوپه دې نه پوهیږی چې دامارت او اسلامی ترمنځ څه ډول اړیکی شتون لری چې بیا دغه رابطه یوازې سیا لی او غچ اخیستل نه دی او ولس په کومه برخه کې دیوې بشپًړې جهان لینی بستر جوړوی چې څه وکړی!
د ډونالد کیسه لا نه ده پیل شوې خو موږ یوشمیر مخالف او موافق ورته حلواګانې وېشو وایی داغوایی حلال نه دی موږ ورته کاسې نیسو
خپل مو استقلال نه دې جشن ورته کلک نیسو
او له هغه څخه داتمه کوو چې ارګ ته به څه دجبهه ملامت خو مو ولید چې دکانادا په دهلیز پکول په ورمېږ کې ایښی دقدرت لپاره ګدایی کوی سوړه په سوړه ګرځی !! موږ یې دالرې اخلو خو بیا په سیاست کې داسې ښیو چې موږ په هرڅه کې بشپړ او پوره یو هیچا ته هم ضرورت نه لرو له بده مرغه زموږًدبحثو نوً محراق خالی هسې ډیر دګېډې ګونګوسی، لافې او باټې دتل په څېر داغ دی ! هیڅ وخت موږ په دې بریالی شوی نه یو چې یو موقتی اتحاد مو کړی وی . زموږ زورور ، کمزړوری ، مولوی، وزیر، ریئس، ملا ، چړی او باتور ، مفتی او سخن ګوی باشی او خانه سامان ټول له یوې مخې سیاستوال او دېپلو ماتان دی. مثقال ، خورد ، پاو اوچارک نشته ټول من یو !
وایی له نشتو مېړو ملک شو میرو! دامیرو لا چا لیدلی نه دی پاکستانی پرودکت.