د چین ولسي جمهوریت ۷۵ کلن مزل

لیکوال : ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنونکی اندېښمن ځاځی

چین به سږ کال د چین د ولسي جمهوریت د جوړېدو د ۷۵ کالیزې شاهد وي. له نن نه شاوخوا ۷۵ کاله پخوا په ۱۹۴۹ کال کې د چین په کورنۍ جګړه کې د کمونېست ګوند تر بریا وروسته د چین د کمونیستګوند د وخت مشر ماو زه دونګ لخوا د چین د ولسي جمهوریت د تاسیس اعلان  وشو . چین تر دې وړاندې په پراخو کورنیو جګړو کې ښکېل هېواد وو، چې د جګړې له امله یې ګڼ او درانه زیانونه هم ګاللي وو، خو په چین کې د کمونېست ګوند لخوا د ولسي جمهوریت تر اعلان وروسته چین نه یوازې د جګړې له امله وراوښتي زیانونه جبران کړل بلکې په نړۍ کې د دوهم ځواکمن اقتصاد درلودونکي هېواد ځای یې هم خپل کړ. د چین حکومت او خلک هر کال دا ورځ په شاندارو مراسمو سره لمانځي، کلتوري جشنونه جوړوي،خوشحالۍ او مېلمستیاوې جوړوي او په دې توګه له خپل هېواد سره مینه او له خپل حکومت نه د ملاتړ ښکارندویي کوي. د چین د ولسي جمهوریت د تاسیس ورځ نه یوازې په چین کې په شانداراو جشنونو سره لمانځل کیږی، بلکې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم دغه ورځ په بېلابېلو مراسمو سره نمانځل کیږي ، چې ښه بېلګه یې سږ کال په جرمني او نایجریا کې د چین لپاره د همدغې پرتمیني ورځې په مناسبت د کلتوري فعالیتونو او مېلمستیاوو پیل دی.

په دغه لیکنه کې به د چین ولسي جمهوریت تر تاسیس وروسته د دغه هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ ته یوه لنډه کتنه وکړو.

د چین کمونېست ګوند د اصلاحاتو راوستلو او همدا راز د هېواد د منظم اقتصادي پرمختګ لپاره د ګټورو پالیسیو په جوړولو سره په  ۱۹۷۸م کال  کې يو لړ اقتصادي اصلاحات رامنځته کړل . دا اقتصادي اصلاحات  د دې لامل شول چې د چین اقتصاد ورځ تر بلې وده وکړي او ګڼې نړېوالې پانګونې راجلب کړي، له نورې نړۍ سره د چین  د اقتصادي راکړې ورکړې او اړیکو دروازه پرانیزې او دا جنګ ځپلې هېوادپه یو پرمختللي او له نړۍ سره د پراخو سوداګریزو اړیکو درلودونکي هېواد باندې بدل کړي او بالاخیره دا اقتصادي اصلاحات د دې لامل شول چې چین په ۲۰۰۱م کال کې نړيوال تجارتي سازمان ته دننه شو. چین اوس مهال  د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له دايمي غړو څخه یو دی او د ګڼو څو اړخيزو او سيمه ایيزو همکاريو د سازمانونو بنسټ اېښودونکی هم بلل کیږي، چې د هغو له ډلې د اسيا د زېربناوو د پانګونې بانک، د ورېښمو لارې صندوق، نوي پرمختيايي بانک، شانګهای همکاريو سازمان او RCEP، همدا راز دBRICS, G8+5, G20, APEC سازمانونو بنسټونه یې ایښي دي او د ختيځې اسيا د سرمشريزې غړيتوب هم لري .

چین اوس مهال د ناخالص کورني توليد له پلوه  د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد او د جزئي کورني ناخالصتوليد له اړخه د نړۍ دويم ستر اقتصاد او شتمن هېواد بلل کیږي او پوځي توان یې هم پیاوړی دی.

دغو ټولو پرمختګونو ته په کتو ویلی شو چې د چین د کمونېست ګوند په مشرۍ د چین ولسي جمهوریت په تېرو ۷۵ کالونو کې له سیاسي ، امنیتي ، اقتصادي ، سوداګرۍ ، ترانزیټ ، صادراتو، وارداتو او تولیداتو په برخو کې ګړندی خو ډېر بریالی مزل کړی دی.

دا پرمختګونه څنګه وشول؟

چین چې خپله یو وخت جنګ ځپلی هېواد و، د جګړو او نا امنیو پر زیانونو خبر دی، نو له همدې امله یې نه یوازې د چین له پاره بلکې د ټولې نړۍ لپاره سوله ایز اقتصادي فورم پالیسې رامنځته کړه. له نړۍ سره یې خپلو بې پرې او پر اقتصادي محور ولاړې اړیکې پراخې کړې او په دې توګه وتوانېد چې خپل هېواد له نړېوالو سیاسي کشمکشونو وساتي او یوازې پر اقتصادي وده او پرمختګ تمرکز وکړي.

د چین ستراتیژیک فکر او بهرنی سیاست د یو لوی ځواک او مخ پر ودې زبرځواک په توګه ډېر اغېزمن تمام شوی او نه یوازې ځان ته، بلکې د نړۍ نورو هېوادونو ته یې هم ګټه رسیږي. چین په رسمي ډول ادعا کوي چې «په بې پرې توګه د سولې یوه خپلواکه بهرنۍ پالیسي څاري». د دې پالیسۍ بنسټیزې موخې د چین خپلواکي، د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتل، د چین د سموونې/اصلاح لپاره د یو نړیوال چاپېریال رامنځته کول او د بیارغونې او نوي کولو پرانیستل، د نړیوالې سولې خوندیتوب او د ګډې پرمختیا مخته وړل دي.

د چين حکومت د سوداګرۍ او پانګونې په موخه سوداګرو او پانګوالو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي. چین په کور دننه د بهرنيو تصديو حقه حقونه او پرمختيایي حقونه تضمين کړي، د بهرنیو هېوادونو د تولیداتو او وارداتو بهیر یې چټک او زیات کړی. چیني اقتصادي مارکیټونو ته یې د ننوتو بهیر خورا اسان او ساده کړی، او دې ته ورته نور ډېر د پام وړ کارونه یې ترسره کړي دي.د کمربند او لارې د ګډې ابادۍله لارې  ګڼ هېوادونه یې له ځان سره په دې اقتصادي او پراختیایي یون کې یو ځای کړي دي، د یادولو وړ ده ،چین په دې توانېدلی چې تر دې دمه شاخوا ۱۵۰ هېوادونه او له ۳۰ زيات  نړيوال سازمانونه له ځان سره په دې سفر کې ملګري کړي، چې دا په خپله یوه لویه لاسته راوړنه او پرمختګ بللی شو.

چین همدا راز په دې توانېدلی چې د سیمې له ګڼو هېوادونو سره د کرنې، انرژۍ، کلتور، روغتيا، پولي چارو، ساينس او تخنيک په ګډون په نورو ګڼو برخو کې د دوه اړخيزې همکارۍ پروژې په بریالیتوب سره پلې کړي.

پورته یادو شویو لاسته راوړنو او پرمختګونو ته په کتو رښتیا هم دا پوښتنه پیدا کیږي ،چې داسې یو هېواد چې له کورنیو جګړو را وتلي وي څنګه کولی شي دومره ډېر  پرمختګونه او لاسته راوړنې ولري؟ ددې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي ،چې په دې پرمختګونو کې د چین حکومت او د چین ملت دواړه مهم رول لوبولی دی. د حکومت لخوا له نړیوالو سیاسي کشمکشونو د خپل هېواد ساتل، پر اقتصادي ودې او پرمختګ تمرکز، په سیاسي او اقتصادي برخو کې د اصلاحاتو را منځته کول، د ګټورو اقتصادي ،سوداګریزو ، ترانزیټې او تولیدي پالسیو جوړونه او د ملت لخوا له خپل هېواد سره بې سارې مینه ، نه ستړې کېدونکې هڅې، سخت کار او پر له پسې زیارونه ټول هغه موارد دي چې دا هېواد یې د پرمختګ اوج ته رسولی دی او نن د نړۍ په کچه چین د دوهم لوی اقتصاد درلودونکي هېواد مقام خپل کړی دی.