پاکستاني پوځ د شمالي وزیرستان میرعلي بازار کې د فاسفورس ګولیو او بمونو کارولو سره جنګی جنایت ترسره کړي دی. د ترهګرۍ ضد جګړې تر پلمې لاندې پاکستاني پوځ د میرعلي بازار خاورې اېرې، تباه او برباد کړي. په دې برید کې اټکل تر دوسوو پورې څاروي ژوندي سوځیدلي دي. د څارویو منډیي، مارکیټونه او د مظلومو خلکو شخصي شتمني او سوداګرېزه مالونه د پنجابي پوځیانو د فاسفورس بمونو او ګولیو د اور په لمبو کې سوځیدلي دي. د دې برید له امله اوس د عامو خلکو کار وبار په مکمله توګه بند شوي دی، ځایې خلک بیا خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړل شوي دي. 
دا بشري ضد جنګي جنایت په داسي حال کې ترسره شوي، چې د میرعلي په سېمه کې د عزم استحکام عملیاتو په لړ کې د پاکستاني پوځیانو او د ټې ټې پې یاغیانو ترمنځ شدیده جګړه روانه وه. د رسنیو رپوټونو پر حواله په دې جګړه کې د میرعلي بازار د ټې ټې پې جنګیالیو لاسته تر لویدو ورسته پاکستاني پوځ د میرعلي بازار باندې د فاسفورس توغندېزه برید ترسره کړي.
د سپټمبر په 25 نېټه پاکستاني پوځ لخوا د فاسفورس هوایې برید په ترڅ کې د میرعلي بازار ته قصدآ او عمدآ اور وراچولي شوې او ګن شمېر څاروي په کې ژوندي سوځيدلي دي. د پاکستاني پوځ د فاسفورس کیمیاوي بې رحمه برید باید د یو جنګي جنایت یا جرم په توګه ثبت کړل شي او وڅیړل شي. 
په دې بې رحمه او ظالمانه برید کې بیګناه ملکیان، څاروي او د بېوزلو خلکو شخصي شتمني او ملکي شیان هدف ګرځولي شوي او زیانمن شوي او د اور په لمبو کې سوځیدلی دي. پاکستاني پوځ تر برید ورسته سېمه کلا بنده کړي، هیڅوک سېمې ته د جنګي جنایت د پلټني او څیړنې لپاره نه ورپرېښودل کیږي. پاکستاني پوځ د فاسفورس په برید کې وژل شوي خلک سمدستي له سېمې ایستل شوي دي. د میرعلي سوځیدلي بازار کې خلکو د خپلو سامانونو را ټولو پر مهال د وژل شویو کسانو د بدن ټوټې پراته لاسونه او پېښې موندلي دي. 
کومې ویډیوګانې چې په ټولنېزو رسنیو کې خپرې شوي دي، ټولې د پېښې په سیمه کې د دې ګواهي ورکوي، چې دلته د فاسفورس برید تر سره شوي دی. که سوځیدلي غواګانو ته په ځیر سره وکتل شي، په اکثرو غواګانو له پاسه د فاسفورس کیمیاوي توکې پر ملا، بدون او کوپري باندې وریدلي یا شیندل شوي او غواوې له پاسه سوځیدلي ښکاري. څاروي له لاندې د پښو یا د نس لاندې برخو څخه اور نه دی اخیستلي. ځېنې غواګانې په ډاګ ولاړې وې‌، په شاوخوا کې سوځیدلو توکې داسي مالومیږي‌ چې د پاسه پرې د اور برید شوي وي. غواوې ځای په ځای سوځیدلي او مړې پرتې دي. داسي رپوټونه هم خپاره شوي دي‌، چې د میرعلي سیمې خلکو کې د پوستکي او سترګو خارښتونه پیل شوي. ټول شواهد د دې څرګندوي کوي، چې پاکستاني پوځ د میرعلي بازار کې دغه ممنوعه وسله د فاسفورس کیمیاوي ټوکې کارولي دي. پاکستان د ملکي وګړو او څارویو پر ضد ویجاړونکي جګړه پيل کړي.
په اور کې سوځیدلي پېښې سیمې ته د کتنو له مخې پاکستاني‌ پوځ د میرعلي په بازار کې د هوايي برید په ترڅ کې د سپینو فاسفورس توغندیزه برید ترسره کړي دی. د میرعلي بازار سیمه کې برید د ملکيانو استوګنځي او ملکي وګړي هم په نښه کړي دي. د ټولنېزو رسنیو د خپاره شویو راپورونو له مخې هم پاکستاني پوځ د میرعلي بازار کې د فاسفارس کیمیاوي برید ترسره کړي دی.
 
د جېنوا کنوانسیون له مخې د فاسفورس وسلې کارول منع دي.
د 1983 کال د ډیسمبر دریمې راهیسې د ملګرو ملتونو د دودیزو وسلو کنوانسیون نافذ شوې، چې د ملکي وګړو په وړاندې د اور وژونکي وسلو کارول منع دي. دغه کیمیاوي وسله باید د پوځي اهدافو په وړاندې هم ونه کارول شي.
د 1997 کال د جون اتمې د جېنوا کنوانسیون د پروټوکول له مخې د فاسفورس بمونو کارول یو جنګي جنایت پیژندل شوي دی. په عمومي توګه په ګرده نړۍ کې په ملکي سېمو د فاسفارس بمونو کارول په کلکه منع ګرځولي شوي دي. ځکه د فاسفورس مهمات د اور وژنکی وسله پیژندل کیږي. د ملکي وګړو په وړاندې د اور وژونکي وسلو کارول د جینوا کنوانسیون د اضافي دریم پروتوکول له مخې منع دي. که څه هم په سیمه کې بې پرې لابراتوار نېشته چې د فاسفورس بم یا ګولیو کارول رسمآ تائید کړي. خو د پېښې په سیمه کې راټول شوي اثار او اعلایم دا ښيې، چې دلته د فاسفورس منع شوي وسله کارولي شوي ده. د غواګانو پوستکي داسي ښکاري چې له پاسه د فاسفورس سپین پوډرو پرې شیندل شوي او د فاسفورس اور په لمبو کې سوځیدلي دي.
د جینوا کنوانسیون له مخې د ملکي وګړو پر وړاندې د اور اچونکي وسلو کارول منع دي. د راټول شویو شواهیدو پر بنست داسي مالومیږي، چې پاکستاني پوځ دغه وسله د میرعلي په بازار کې کارولي ده. د فاسفورس ګولیو او بمونه د میرعلي په بازار کې په اسانانو او څارویو بیان نه کیدونکي کړاوونو او د وژنونکي اور لمبې لامل شوي دي. فاسفورس بمونه اور اچونکي بمونه دي، چې د فاسفورس کیمیاوي مواد د ټیایر ربړ سره مخلوط شوي مواد لري. 
د فاسفورس کیمیاوي توکې د وسلو په توګه کارول ممنوع دي. په هره جګړه کې د دې وسلې کارول یو جنګی جرم دی او د دغو وسلو کارول منع شوي دي. خو بیا هم دغه وژونکي وسله د امریکا، روسیي، اسرائیل او پاکستان په څیر هیوادونو کې شتون لري او دغه هیوادونه یې په سیستماتیک ډول کاروي. یادو هیوادونو دغه منع شوي سپین فارسفورس په جګړو کې کارولي دي. 
په 2006 کال کې اسرائیلو د لبنان په جګړه کې دغه ډله ییزو ویجاړونکي وسله د فاسفورس بمونه کارولي دي. امریکا په عراق کې کارولي دي او د راپورنو له مخې په دې وستیو کې روسیي په اوکرايين کې د فاسفورس بمونه کارولي دي. پر نړیوال کچ د دې کیمیاوي وسلو کارول سخت غندلي شوي دي.
اوس تازه د پاکستان پوځ لخوا د میرغلي بازار کې د فاسفورس بمونه کاریدلي دي، چې د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او په ښکاره یو جنګي جنایت دی. د تیر اکتوبر په میاشت کې د بشري حقونو د څار سازمان او هیومن رایټس واچ اسرائیل په لبنان او غزې ټرانګه کې د سپینو فارسفورس په کارولو تورن کړ. اسرائیل دغه خبر او تور رد وي.
په 2003 کال کې امریکایانو د عراق په جګړه کې که څه هم د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه وه د سپینو فارسفورس بمونه کارولي او تر ډېره برید په وحشیانه توګه کارولي دي. فاسفارس بمونه هغه مهال کارول کیږي، کله چې د دښمن جنګیالي په اسانۍ سره ونه ویشتل شي یا په هوایې بریدونو کې نه وژل کیږي. ځکه د دښمن جنګیالی. په کورونو، بازارونو یا په غارونو کې پټ شوي، بیا په مستقیم ډول د سپینو فارسفورس وسلې له لېارې ویشتل کیږي. د فارسفورس کیمیاوي توکې د انسان پوستکي ته تر هډوکو پورې ورښکته کیږي.
د پاکستاني پوځ لخوا د سپینو فارسفارس غیر قانوني کارونې شواهد دا ښيې، چې دا وسله په ځانګړي توګه یوه ډله ییزه ظالمانه وژونکي وسله ده. کله چې سړی د څارویو په منډیی کې سوځیدلي غواګانې ګوري. ویني چې دغه د اور وژونکي وسله څومره خطرناکه ده. په انسانانو کې د دغې وسلې اغېزې تر اوږد مهماله پورې ویجاړونکي پاتې وي. 
 
د فاسفورس وسلې ملکي وګړو ته لوی خطر پېښوي
د پاکستاني پوځ د میرعلي په برید کې د فاسفورس ګولیو او توغندي کارولي، کیدای شي ملکي وګړو ته جدي اوږد مهاله روغتیایې زیانونه ورسوي. سپین فاسفورس د انسانانو، څارویو، کورونو او د شخصي شیانو په ضد د اور لګولو وسلې په توګه کارول کیږي. د فاسفورس بم خورا شدیدې سوځوونکي اغیزې لري. د انسانانو د سختو سوځیدنې لامل ګرځي او په سیمه کې ودانیو، کروندو او نورو ملکي شیانو یو دم د اور په خوله کې وراچول کیږي او سوځول کیږي. 
فاسفورس بم یوه وسله ده، چې سپین فاسفورس په کې کارول کیږي. سپین فاسفورس یو ډیر اور تولیدونکی کیمیاوي توکې دی، چې د هوا اکسیجن سره په تماس کیدو سره سمدلاسه اور اخلي او په اچول شوي سېمه باندې اور سور بلوي. د جګړې په ډګر کې د فاسفورس بمونه اور لګوي او دښمن ته د جګړې په دګر کې سترو زیانونو رسولي لپاره کارول کیږي.
 
د فارسفورس بم ځانګړتیاوې
فاسفورس یو زهرجن کیمیاوي توکی دی، چې ترینه پوځي اور اچونکي وسله، د زیګنال وسېلې، د تر صد مهماتو او د لوګی یا سپینې ورېځې یا دوړ جوړولو، بمونو او ګولیو کې کارول کیږي. په کارول شوي سېمه کې کولي شي د شدیدو سوځیدنې لامل وګرځي. د فاسفورس بم د اور لمبې په اوبو نشي مړ کیدلې ، شګه کولي شي د اور لمبې په مړولو کې مرسته وکړي. کله چې فاسفورس بم په هوا کې مخکې له دې چې ځمکې ته ورسیږي د اکیسجن سره په تماس کیدو سره چادونه کوي، په لوړه کچه تودوخه کې سوځي او ډیر لوګي تولیدوي. د سپین فاسفورس بم په یوه پراخه سېمه یا ساحه باندې اچول کیږي او په شاخوا سېمه باندې اور لګوي. د فاسفورس وسله د لویو سېمو سوځولو او ویجاړولو لپاره کارول کیږي. لاسي بمونه هم هوا ته توغول کیږي، د فاسفورس کوچني ذرات په پراخه ساحه باندې کارول کیږي او ورو ورو پر ځمکه باندې د سپینې دوړې په بڼه کې راوریږي‌. دا د احتراق په جریان کې رامنځته کیږي. فلسفورس یوه ډیره ناوړه خطرناکه وسله ده، کله چې مستقیمآ پر انسانانو کارول کیږي. د میرعلي په بازار کې د ‌پنجابي پوځ اسټبلیشمنټ د پښتون ضد پالسیي او پوځي عملیاتو موخه همدا مظلوم بیچاره او بې دفاع پښتانه وو.
 
د فاسفورس بم سوځیدني اغېزې
د فاسفورس ذرات کولي شي د شدیدو فزیکي سوځیدنې لامل وګرځي. فارسفورس بمونه معمولآ د دښمن د تجهزاتو، وسایلو او زیربناوې د ویجاړولو لپاره کارول کیږي. د نړیوالو قوانینو له مخې د فاسفورس وسلې د انسان او انسانیت په وړاندې کارول منع دي‌.
پاکستاني پوځ د میرعلي په بازار کې د سپېنو فاسفورس ګولي یا بم کارولي، په بازار کې ګڼ شمیر ملکيان اوسیږي. د میرعلي سېمې ملکي وګړو ته لوی خطر پښ کړي. دا د نړیوالو بشري قوانینو څخه سرغړونه ده، ځکه په دې برید کې ملکي وګړي او څاروي سوځیدلي دي. 
هر کله چې سپین فاسفورس په ګڼ مېشتو ملکي وګړو په سیمو باندې وکارول شي. دغه کیمیاوي توکي د انسان سوځیدنې سربیره دې ټول عمر د رنځونو او دردونو له لوړ خطر سره مخامخولي شي. 
په ګڼ مېشتو ښاري سیمو کې د سپین فاسفورس بمونو کارول یو غیر انساني او غیر قانوني عمل دي او کولي شي کورونه او ملکي وګړو ته د پاموړ زیانونه ور ورسوي. د سپینو فاسفورس وسلې کارول سپین لوګې تولیدوي او د هوږې په څېر یو ځانګړي بوی لري. 
سپین فاسفورس په هوا کې د اکسیجن سره په تماس کیدلو سره سوځي، ترهغې سوځي، ترڅو چې هیچ شی پاتي نشي یا اکسیجن رسیدل ورباندې قطع یا بند شي. د فاسفورس کیمیاوي تعامل کولي شي شدیده تودوخه تولید کړي،‌ اټکل تر 1300 سانټي ګراډه پورې تودوخه لوړ لیدلي شي. همدارنګه ډیره رڼا او لوګۍ هم تولیدوي. د فاسفورس سره تماس کولي د تودوخې او د کیمیاوي سوځیدنې لامل وګرځي. د انسان پوستکي په اسانۍ سره سوځوي او په اسانۍ سره د انسان غوښه هم لمنځه وړي یا وېلي کوي.
 
د فاسفورس زخمونو درملنې امکانات ډیر لږ دي
د یوه بالغ انسان لپاره 50 ګرامه فاسفورس وژنکي دي، که چېرې مستقیمآ واخیستل شي. مړینه یې د پېنځو څخه تر لسو ورځو پورې واقع کیږي. د یوه ماشوم لپاره یوازې دوه میلي ګرامه فاسفورس کافي دي، چې په څو ساعتونو کې د مړینې لامل شي. د فاسفورس وړې وړې ټوټې کولي شي زخمونه حتی د درملنې ورسته بیرته نو ونیسي او خراب شي. کله چې د وینو جریان ته ننوځي او د انسان غړو یا د اورګانونو د لمنځه وړولو لامل ګرځي. هغه زخمونو چې مخکې درملنه شوي‌ وي، بیا په ناروغۍ اخته کیدلې شي. که چېرې پټۍ ترینه لیري شي او ټپونه د اکسیجن سره بیا اړیکه ومومي. 
لنډه دا چې اکثرآ نسبتآ جزوي سوځیدنه د مرګ لامل ګرځي. ډېرۍ وختونه په وجود کې ستر ستر داغونه رامنیځته کوي، چې د عضلاتو نسج محدودوي او فزیکي معلولیتونو لامل ګرځي. د فاسفورس برید دردناکه تجربې یا ټراوما ورسته دردونه او ظاهرآ په ټپونو کې بدلون د ژوندي پاتې شویو لپاره د روحي او روانې زیانونو او په ټولنه کې د ټولنیز جلاولي یا انذوا لامل هم ګرځي. 
د بشري حقونو د څار سازمان هم د سپينو فاسفورس کارول له نړیوالو بشري قانون څخه سرغړونه ګڼي. 
په ملکي سېمو باندې د اور وژنوکي وسلو کارولو سره هوایې بریدونه د دودیزو وسلو د کنوانسیون ( Convention on Certain Conventional Weapons- CCW) دریم پروتوکل له مخې منع دي. د (CCW) د غړي هیوادونو کې یوازې امریکا، روس، اسرائیل او پاکستان دا پروټوکول نه تصویبوي. ځکه دغې پروتوکل په ځانګړو شرایطو کې هم د اور وژنونکي وسلې کارول منع کړي دي. 
کله چې فاسفورس د اکسیجن سره ولګیږي، دا په خورا لوړه تودوخه کې سوځي او ډیرۍ وختونه په هغه سېمه کې د اور لګیدو لامل ګرځي، چیر ته چې فاسفارس کارول کیږي، هلته ټول خلک په کې سوځي. په خلکو کې د تنفسي سیسټم زیانونه، د بدن غړو فلجیت، د نور وحشتناک او په ‌ژوندي پاتې شوي کې د ژورو ټيونو پشمول د سوځیدنې درملنه خورا ستونزمنه ده. 
موږ د پاکستان پوځ لخوا دا ناوړه عمل او نور بشري ضد اعمال په کلکو ټکو کې وغندو. له دې ظالم او غیر انساني رژیم څخه په جدي توګه غوښتنه کوو، چې زر تر زره د سپینو فارسفورس بمونو او ګولیو کاروال ودروي او په ځانګړي توګه په ملکي سیمو کې د بشریت ضد ډله ییزه وسله او خپل پوځي اقدامات سمدستي متوقف کړئ.
پای