د خیبر جرګه ــ ۴
زیرمه چې په سیمه کې پنجاب وي، د فساد
شرم دی ملا ته د پښتون په کور جهاد
سیمې ته اسلام د پښتنو په مټ راغلی
هڅه او دعوه د پنجابي ده بې بنیاد
حال د اسلام ګوره د هېرا په منډه يي کې
هسې تور پنجاب کړي د اسلام اسلام فریاد
وڅېړې تاریخ که د پنجاب په منطقه کې
ټوله کارنامه ده د قصاب او د جلاد
پوځ د پنجابي دی ملیشه د نیابتي جګړې
نه دي په تصمیم کې د انګریز له لاس ازاد
ښه ده چې خیبر جرګه کې ټول پښتون شي جمع
وکړي فیصله د خپل اختیار او خپل هېواد
پرېکړه د جرګې چې عملي شي په قیمت د سر
وخورۍ یو سوګند پخپل سپیڼغر او په شمشاد
لار چې د پنجاب پر ضد منظور پښتین نېولې
زر ځلې شاباس يي په نیکه او په اولاد
کرښه د انګریز چې د پنجاب پر سر شي ماته
دا یوه ارزو ده په ټول ژوند کې د مراد
د ۲۰۲۴ کال د سېپټمبر ۲۶ مه
سرلوڅ مرادزی
25.09.2024
- نور الله يوسفزي
کښتۍ ته حرکت سره يو ځای په سمند ر کې د کښتۍ مختلفي ويرو لکه : لوړي ژورو ، له ويرونکو سمندري څپو ، سمندرۍطوفانون ، لويو لويو سمندري وحشی ژوو څخه ويره ، خو ددي ټولو ستونزو سره بيا هم کښتۍ په سمند کې حرکت کوي او مخ په وړاندي ځي او خپل ټاکلي هدف ته ځان رسوی . همدا د ژوند معنا ده . زما په نظر د ژوند دويم نوم مبارزه ده . ژوند کې لوړي ژوري هر قسم حالت غم ښادي راځی ځو هيڅ وخت به د خپل هدف مسير نه بدلوي او ورپسي به ځي . په نړي کې ژوند يو ځل دي او هغه چا تري خوند واخیسته چې له ډېرو کړاوونو...
27.09.2024
- اندیښمن ځاځی
د چین ولسي جمهوریت ۷۵ کلن مزل
لیکوال : ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنونکی اندېښمن ځاځی
چین به سږ کال د چین د ولسي جمهوریت د جوړېدو د ۷۵ کالیزې شاهد وي. له نن نه شاوخوا ۷۵ کاله پخوا په ۱۹۴۹ کال کې د چین په کورنۍ جګړه کې د کمونېست ګوند تر بریا وروسته د چین د کمونیستګوند د وخت مشر ماو زه دونګ لخوا د...