کښتۍ ته حرکت سره يو ځای په سمند ر کې د کښتۍ مختلفي ويرو لکه : لوړي ژورو ، له ويرونکو سمندري څپو ، سمندرۍطوفانون ، لويو لويو سمندري وحشی ژوو څخه ويره ، خو ددي ټولو ستونزو سره بيا هم کښتۍ په سمند کې حرکت کوي او مخ په وړاندي ځي او خپل ټاکلي هدف ته ځان رسوی .
همدا د ژوند معنا ده . زما په نظر د ژوند دويم نوم مبارزه ده .
ژوند کې لوړي ژوري هر قسم حالت غم ښادي راځی ځو هيڅ وخت به د خپل هدف مسير نه بدلوي او ورپسي به ځي .
په نړي کې ژوند يو ځل دي او هغه چا تري خوند واخیسته چې له ډېرو کړاوونو او ستونزو سره مخ شوی وی خو تسيلم شوی نه وي ژوند همدغه خلکو وکړو.
چې په ژوند کې ستونزي کړاونه او مشکليلات ونه وي بيا ورته د ژوند نوم څنګه ورکوي ژوند يعني ستونزه ، ژوند يعني درد ، ژوند يعني سوخت ، ژوند يعني .......
ژوند په دي مجازي نړي کې يو ځل دی بس نوبت دی هر څوک يې تيروي او په خپله مخه روان دي او ته او درسره نور . نه چاته د خير رسولو فکر کوي ،نه د پرمختګ فکر کوي ، نه د خپلي سوکالي فکر کوي ، نه کوم هدف لري بس پيداشه او د نورو ګيلي کوه ، له نورو شکلايت کوه ، نورو ته ضرر رسوه ، ښه په نره نورو غيبت کوه ، ښه په نره خپلوي مه پاله ، ښه په نره دوه مسلمانان سره جنګوه ، له نورو درنی درني تمي کوه او بس ... دا ستا ژوند شو ..... لږ فکر وکړه لږ ځان لږ د کورنۍ د پرمختګ فکر وکړه .
ژوند په دي نړي کې يو ځل دی داسې څه مه کوه چې ته پري اوس يا سل کاله وروسته پښيمانه کيږي.
ژوند په دي مجازي نړي کې يو ځل دی په دوسي يې مه تیروه لوړ اهداف ولره او تل دهدف ترڅنګ خلکو ته د خير رسولو فکر وکړه .
د ژوند تيرولو لپاره دري شيان ترلاسه کول اړين دي يو روغ صحت ، دوهم امنيت دريم اقتصاد دری واړه د الله نعمتونه دی که چاته يې يو هم وکړي وي شکريې وباسي او که چاته کوم يو الله ج ونه وي ورکړي نو د الله يې وغواړي د الله ج خزانی پراخه درکوي .
ان شاء الله
ومن الله توفيق