لا اکراه ……….
بنی اسرائیلو تر اوږدې مودې پورې د شرف اوعزت ، عظمت او ثبات هغه تاج په سر درلود چې نوم یې نبوت او رسالت وه. ټولې اجتماعی، علمی،سیاسی،اقتصادی، سیاسی او نور ……. غلبه اوبری یې په جهانیانیانو درلود. خو دتاریخ پاڼه چې کله واوښته دعزت او شرف هماغه تاج د محمد عربی علیه الصلوة والسلام دامت په سر کېښودل شو . او الله جل شانه له لوری داسی د« الیوم اکملت لکم دینکم واتممت علیکم نعمتی ورضیت لکم الاسلام دینا» موږ په دقت او بشپړ رسالت ویاړو او وبخښل شو او د« انی فضلکم علی العلمین» په ځای یې د « کنتم خیرامة» دایمی شرف ورکړ او د« کذلک جعلنا امة وسطا لتکونوا شهداء علی الناس »
ددې مبارک هراړخیزه جامع او هدایت پذیره فرمان په صدور یې دټولې نړۍ دانسانانو ترمنځ دانسانی موازنې اوانډول ساتلوته ځانګړی مقام او امتیاز ورکړ .
لکن دلته باید یوه ټکی ته ښه ځیر شو هغه دا چې دغه ټولې بی ساری خدایی لورونې ، انصاف، عدالت ، مساوات ، اخوت او خواخوږی حدود او مسیر داسلامی ارشاداتو په رڼا کې عملی بڼه درلوده نه دروغجنه. دا او نور اسلامی اصول په تمامه مانا بې له هر ډول پلمې او بهانې رعایت کیدل. ایمان او صالح عمل دمسلمانانو ترمنځ یوستر پل ګڼل کیده.
ایمان او انصاف دیوه مؤمن په شخصیت جوړولو کې بنسټیز حیثیت لری. صالح عمل یې دکمال مدار ته رسوی.
دغه صفت څرنګه چې په فرد کې مهم دی همدارنګه په سیاسی علومو کې په ټولنه کې هم مهم او ارزښتناکه دی.دالهی رضا او موجبات په چل ، دروغو، سوء استفاده که په هر شکل وی نه فراهم کیږی ځکه کوږ بار دی مزله ته نه رسیږی!
ولس چوپ دی!
همدارنګه ناجایزه تصمیم او انحصار ، دقدرت ویش په غیر عادلانه توګه د یتیمې، کونډو رنډو ، وږو تږو، څو لسیزو جنګ او جګړو خوړلې ټولنې اوپه تیره بیا دښونې اوروزنې ددروازو تړل خطر ناکې پایلې لری .داټوکه او ارتجاعی هوس خواهی نه خواهی له منځه تلونکی دی دا په ټولنه کې هیڅ ګنجایش نه لری اولاره یې دترکستان په لوری ده!
تاریخ ته پاملرنه په کار ده سیمه او بهرنی استخباراتی لوبې څېړل دهرچا کار نه دی ولس سره دروغ کول خپله پښه په تېشه وهل دی نظام بشپړه ما نا لری جرکانی اوزرنګی نه ده. په پای کې څوک چې فیلان ساتی دفیل خانو غم یې مخکې خوری.
فسبوکې ، تلویزینو، یوتیوبو، انستګرام ، ایکس، تویت او نورو رسنیو اډو بازار ډیر ګرم دی حتی دشپږم ټولګی زده کوونکی وردانګی ، ځینې یې هیڅ شرم اوحیا نه لری هغو ته داخوند ورکوی چې څنګه خپله څیره په TV , ګانو کې ووینی ځکه دا په افغانستان کې تقریبا سیالی ګرځېدلی وایی ترکاڼی دبزو کار نه دی ده. ترډیره حده همدغو رسنیو طالبان چې په حکومتداری هېڅ
اګاه او خبر نه دی یوشمیر کارونه ډب کړی.
پای