نن د میلاد النبی مبارکه ورځ ده
د میلاد النبی د مبارکی ورځ مبارکی ټولو مسلمانانوته وړاندی کوم
اللهﷻ دستور ور کړی چې الله ﷻاودهغه درسول ﷺ څخه اطاعت وکړی(أَطِیعُوا اللهَ وَأَطِیعُوا الرَّسُول - النساء۵۹ )
د میلاد النبی د مبارکی ورځی په احترام د رسول اکرم ﷺ د احدیثوکتابونه در پیژنم :
داحدیثوپه مشهورو اسلامي شپږکتابونه چې دصحاح سته په نامه یادیږي اودا شپږ احادیثوکتابونه داهل سنت ددیني عالمانو لخوا مهم کتابونه ګڼل کیږي.لکه : صحیح بخاری ، صحیح مسلم ، سنن ابوداود ، سنن ترمذی، سنن نسائی، سنن ابی ماجه) داحادیثو دغه شپږ کتابونه :
1) صحیح البخاري: دامام محمداسماعیل بخا ري (۸۱۰ - ۸۷۰ زیږدیز /میلادی ( لخوا لیکل شوی دی. دا په امام بخاری سره ځکه مشهور دی چی اصلا د اوسنی ازبکستان د بخارا د ښاردی . صحیح البخاري داحدیثو ستر کتاب دي چې تر قرآن شریف وروسته مسلمانانوته ډیرمبارک کتاب ګڼل کیږي.البته امام بخار ي داسلام دستر پیغمبرﷺ داحادیثو درآټولولپاره عربي نړۍ اوحجازته اوږده سفرونه کړي ؤ .
2) صحیح مسلم: چې لېکوال یې مسلم بن حجاج نیشابوری قشیری ؤ(۸۲۲- ۸۷۵ زیږدیزکال) دعربو د بنی قشیرله قبیله ؤ.په مذهب سنی شافعی دی د احدیثود راټولولولپاره یی حجاز، عراق اوشام ته سفرونه کړیدی
3) سنن نسایي :چې احمد بن شعیب نسایی (۸۲۹-۹۱۵ زیږدیز) لیکلي دی.نوموړی دنسا اوسیدونکی و نساء اوس د ترکمنستان په هېواد کې دیوې سیمې نوم دی.
4) سنن ابي داود: چې د ابوداود سلیمان الاشعث السجستانی لیکلی(۸۱۷-۸۸۸ زیږدیز) ؤ نوموړي د سیستا ن دسیمې اوسیدو نکی ؤ.ځینی دي دافغانستان د بست اوسیدونکی بولي .
5) سنن ترمذي : دابوعیسی محمد ترمذي(۸۲۴-۸۹۲ زیږدیز )کتاب دی چې په اصل کې دترمذ اوسیونکي وچې ترمذ دافغانستان په ګاونډ کې په اوزبکستان کې یوښار دی.
6) سنن ابن ماجه : چې د محمد ابن ماجه (۸۲۴-۸۸۶ زیږدیز( لخوا لیکل شوی دي . دصحاح سته نه پرته چې ما یې نومونه ذکر کړل دوه نور کتا بونه هم دحدیثو مهم کتابونه دي چې یویې
7) (موطا ) : دامام مالک لخوا لیکل شوی دي . نوموړي د ا هل سنت والجمعت دمالکي مذهب بنسټ ایښودونکی و.
8)(مسند احمد بن حنبل) دامام احمد بن حنبل د اهل سنت والجمعت د حنبلی مذهب بنسټ ایښودونکی ؤ. ده پخپل کتاب کې داسلام دپیغمبر ﷺ ۷۵ زره حدیثونه راټول کړي دي .
دا دو روستی کتابونه د کابل بازارکی پیدا نه شول .
9) ریاض الصالحین : د امام ابی زکریایحی ابن شرف نووی دمشقی (۶۳۱-۶۷۶ هـ) کتاب دی چی دری ژباړه یی عبدالله خاموش هروی کړیده اوزما په لاس کی دی
منبع : دعاء عبادت دی - کتاب
لیکوال : الحاج سیدرقیب شاه ( هاشمي)