له نن څخه ۱۴۹۹ کاله وړاندې، په مکې او ګرد چاپېره سپېرو غرونو او شګلنو دښتو کې د تمدن، نظام او اخلاقي معیارونو په نوم هیڅ هم نه وو. کیږدۍ وې، بتکدې وې، میکدې وې او د ساقي کړنګیدلي جامونه. بدلمنو ښځو به په جونګړو سرې جنډې رپولې او ځینو انډیوالانو به خپلې کور ودانې یو له بل سره بدلولې را بدلولې. ولې تر ټولو ستر ناورین دا وو چې تورمخو پلرونو به د شرم له وجې، خپلې تنکۍ او ګلالۍ لوڼې ژوندۍ په خاورو کې خښلولې.
د خلیل په سپینه ږیره او ذبیح په تنکېو لاسونو جوړه د توحید خونه، د هُبَل په ګډون له لس ګونو بتانو څخه ډکه وه. چَم په چَم به ډبرینو خداېګوټو ته د تعظیم پخاطر مشرکې ککرۍ سر په سجده وې او عربان د فقر تورې بلا پخپلې غیږې کې ټینګ نیولی وو. کونډې د میراث برخه وه او مړوښې ښځې به د حیض په ورځو کې له بړبړي اوښانو سره په غوجل کې ساتل کیدلې. د زمان په همدې خوړین او زبېښلي پېر کې چې د حضرت مسیح د پېدایښت ۵۷۱م کال د اپریل۲۲مه د دوشنبې ورځ وه، د بني هاشمو په قبیله کې یو ماشوم وزیږید. پلار یی له پیدایښت ترمخه په حق رسیدلی وو؛ په شپږ کلنې کې یی مور وفات او د بوډا نیکه، شپږو عمه ګانو او نهو ترونو اسرې ته پاتې شو چې یو یې ابو لهب وو.
خو د څلوېښت کلنۍ په عمر یې د حِراء د سمڅې دننه د جبرائیل له خولې داسې ملکوتي غږ ترغوږونو شو چې خولې یی ورباندی راماتې کړې. د لیک لوست او وحدانیت دغه لمړني فرمان، پاشل شوې قبیلې د یوې عقیدې او یو زعامت لاندې راټولې او له غلامۍ، بدمرغۍ او نیستۍ څخه یې د بادارۍ، واکمنۍ او بیدارۍ لیکې ته سیده کړې. ناغیړو او سرسبیلو قریشو ورباندې د مکې خاوره سور تنور کړه؛ دېته یی اړویست چې خپله لور او یو شمیر نژدې یاران د سور سمندر بلې غاړې کې د نصراني نجاشي دربار ته واستوي. د طائف احمقانو پرې د لیوني ګومان وکړ؛ په ډبرو یی وویشت؛ خو هغه د پښېمانۍ په ځای لازیات هوډمن شو.
په خپله نالوستې او أمي وو، خو د القلم، النساء او النور په نوم نازل شوي سورتونه یې خپل امت ته امانت ورسول. د څنګ ملګري یې داسې وروزل چې له چا یې صدیق جوړ کړ، څوک یې فاروق کړ، څوک عثمان، څوک علي او څوک یې خالد بن الولید کړ، هغوئ چې اوس د تاریخ منلي او د پرګنو ښاغلي دي. داسی یو امت یې رامنځ ته کړ چې د کاشغر منارې، د بخاری ګومبزې، د بغداد کتابخانې، د دمشق محرابونه، او د اندلس قُرطُبه او غَرناطه یې د مدنیت شاهدان دي. داسی امت چې د میرمنو مقام او د بوډا ګانو احترام د کرامت نښه وبلل شوه. د مکې د فتحې په ورځ یې د تبعیض او آپارتاید په خلاف، تور پوستي غلام (بلال) ته امر وکړ چې د کعبې بام ته پورته شي او آذان وکړي. د عرفات په غونډۍ یی خپلو اصحابو ته وویل: «ای خلکو تاسو ټول له آدم څخه پېدا یاست او هغه له خاورې او خټې څخه جوړ وو. عرب له عجم څخه غوره نه دی مګر هغه څوک چې ډیره تقوی او ښه انسانیت ولري. ای خلکو، له الله وډاریږئ او له خپلو میرمنو سره د عزت چارچلند وکړئ».
داسې میړه وو چې عائشې رض ته اجازه ورکوي د غشو ننداره وکړي او د حدیبیې د تړون په ورځ د أم سَلَمَة مشوره مني چې خپل ویښتان واړه او حلالکه وکړي. داسې پلار وو چې کله فاطمه رض له واده وروسته کورته راځي، دې ورته پاڅیږي، څادر ورته غوړوي او لاس یې مچې کوی. داسې نیکه وو چې په سجده پروت دی، لمسی یې په اوږو ناست دی خو دې نه سر نه جګوي ترڅو د لور زوئ یې خوشحاله شي. داسې مشر وو چې د مکې مشرکینو ته بښنه کوي، د مدینې له یهودو سره تړون کوي او د نجران نصاری په خپل مسجد کې ملاقات ته ورغواړي. داسې دوست وو چې د منافقینو د مشر، أُبَيِّ بْنِ سَلُول د زوئ، عَبْدُ الله خواهش پوره کوي هغه ته خپل څادر ورکوي ترڅو د خپل منافق پلار کفن په کې را ونغاړي.
ډیر کله به یې د ورځو ورځو لپاره له نغري څخه لوګی نه پورته کیده؛ نه یی درهم او دینار ترشا پرېښودل او نه یی څوک ولیعهد وټاکه، بلکې د زعامت د غوراوي دا مهمه پرېکړه یې د خپل امت دِرایت ته پریښوده. هغه د اخلاقو د ګرځنده او مجسم قرآن بڼه درلودله، «كان خُلقُه القرآنَ». کله یې چې زوئ (ابراهیم) وفات شو، نو په دغې ورځې لمر تندر ونیولو/ کسوف رامنځ ته شو. په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې، خلکو ته یې وویل: «لمر او سپوږمۍ د چا په ژوند او مرګ نه توریږي، هغه د الله نښې دي». آیرلنډې مستشرق، هربرټ وایټ پخپل کتاب (ستر ښوونکي) کې کاږي: «محمد خپل أمت او ټولنه له وهمونو او ګمانونو څخه د حقیقت په لور او له بت پرستۍ څخه د خدای پرستۍ لور ته را وبلله او یوه جاهله ټولنه یی د مدنیت او سړیتوب په لارې روانه کړه».
هغه څوک چې وايي د میلاد النبي نمانځنه بدعت دی، هغوئ دې لومړی د خپلو ملي جشنونو او اولادونو د ورځو نمانځنه پریږدي بیا دې د صحیح مسلم دا حدیث مخې ته ودروي. «سُئِلَ صلى الله عليه وسلم عَنْ صَوْمِ يَوْمِ الِاثْنَيْنِ؛ قَالَ: ذَاكَ يَوْمٌ وُلِدْتُ فِيهِ، وَيَوْمٌ بُعِثْتُ - أَوْ أُنْزِلَ عَلَيَّ فِيهِ - کله چې له رسول الله ص څخه پوښتنه وشوه ته ولې د دوشنبې په ورځ روژه نیسې؟ هغه ځواب ورکړ، ځکه چې زه په دغې ورځې زیږیدلې یم او په دغې ورځې پېغمبر شوی یم، یا وحې راباندې نازله شویده».
یا رسول الله ! ته سید الخلق یې، ته د وفا سمبول یې، ته د تسل ډیوه یې ته د هیلو څرک یې. تل به د خپلو امتیانو د ګوګل په پنجرو کې اوسیږي؛ ځکه چې ته د انسانیت، رحمت، اعتدال او مینې استازې یې. نو په ډېر درناوي سره وایم: صَلَواتُ الله وَسَلامُه عَلیکَ، یا محمد بِن عبدالله
—------------------------------
پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولای شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay