په افغانستان کې یو اعلان وه هغه وخت زه ښوونځی کې وم ویل به یی: میتراشد ، میتراشد باز هم میتراشه! نوراځی ددې تراشی والا ګونګسی باندې رڼا واچوو :
یو له ډویچې ولې سره بل له بی بی سۍ سره ډیر امکان لری زیات شمېر افغانانو اورېدلې وی دغه مرکه کې پوښتنې اوځوابونه یې هیڅ حقوقی ، سیاسی، اجتماعی میتا فورم اصلا نه لری دا نشتوالی په سیاسی علومو کې په ډاګه بریښی! چې څېړونکی ملک ستیز یې کله ناکله په ډیره مناسبه علمی کچه څیړی !
زما نیوکه دا نه ده چې حنیف اتمر څه ډول شخصیت لر ی او یا ملا امیرخان متقی زما هدف افغانستان دی . چې ولې دومره بده مرغه شو چې چپ / کیڼ اوراست دافغانستان اسلام محوره، اقتصاد محوره، سیمه ایزه څلور لاری، ڼړیوال متمدن هېواد د یوې کاهدانې په ډول موږ ته یوازې راپېژنی دکاهدانې یوازینی محصول خو سپین واښه دی بل څه نه لری . افغانستان خو الحمدلله طبیعی سرشارې زیرمې لری دنړۍ اوچت لیتیم او مس لری ، طلا یاقوت او زمرد لری عالم او پوه شخصیتونه لری. مېړنی هېواد دی دغو معدنو څخه خچن ملا شهاب الدین دلاور هم ورڅخه ګټه پورته کړه ! وایی مربی داری مربا بخور داهم د قطر میلې دی.
تاسې ټولوته څرګنده ده چې په هر هېواد او…
دحقوقو په قانون کې یو وزیر تعریف لری ، مسئولیت لری ، رسالت لری او اهمیت او اهلیت لری ، ګڼه لری او ګوڼه لری . خو برخلاف حنیف او متکی دواړه دبهرنیو چارو وزارت نام نهاد په خپل سر روابط او ضوابط تر تهدید اوحقارت لاندی نیسی نه چپی اهلیت لری او نه راستی دواړه دروغ وایی ! زه باور لرم چې دوی به خپل غږ په مرکه کې اورېدلی وی . او که نه به دغه ګډ وډ ، بې ربطه، بې مفهومه او بې مانا ګونګوسی دې واوری ا!!! حیف دوزارت او حیف دبهرنو چارو .څلور لسیزو کې ما مختلف دغه ډول کرباسان ولیدل خو یو ه هم ونه ویلې.چې دا زما مسلک او پوهه نه ده معذرت غواړم بله بقالی راکړی یاکوم بل کسب .
دا داختلاس ډیر ماهرانه غیر اسلامی بڼه ده اوله دې لارې ځان مشهورول په کلونو زموږ فرهنګ سره ملګرې ده دادروغو پټه معامله ده چې هم دولس او هم دیوه هیواد برخلیک باندې ملنډی وهل او پوهې ته سپکاوی دی. یو څوک چې دامنیت او امونیت توپیر نشی کولی نو هغه څنګه دوزارت شوق کولی شی.
دحنیف ګیلې اوګذارې هیڅ سیاسی بڼه لری بلکې ټولې شخصی عقدی دی چې یو اوبل سره یې نښلوی دهغه له یاده وتلی چې سهار او مازیګر یې قراردادونه لاس لیک کول ! هغه وخت دېپلمات وه خواوس یو وګړی! . یو دیپلماتیک دلیل نشته چې اتمر هغه استدلال کړی شی دده په وخت کې دبهرنیو چارو تشکیلات له ژرندې هم بد تر وه!
مڼه دې وی له ولې دې وی!
داوخت ډیر حساس او مهم دی ځکه موږ د تکنالوژی او یوویشتمې پېړۍ په درشل کې له ولې مڼه تمه کولای نه شو . آمنه محمد دملګرو ملتو مرستیالې تاسې له لسمې پېړۍ سره انډول کړ نو ته دکوم نزاکت او اخلاق خبره کوې؟
ستا لید لوری ، خبرې، باټ او لاف شمیرل کیږی تا چې دیوې سپږۍ لپاره ټول افغانستان ته اور واچوه تاسره چا محاسبه وکړه . ښکاری چې په احصایه کې هم ماهر نه یې تاسې دوحه کې داستعمار سره دغرامت محاسبه وکړله؟ هیله کوم چې خفه نشې تاریخ به دتاسې په بې انصافی قضاوت وکړی د بی بی سی ګونګ خبریال خو هسې ډرامه ده.ملا امونیت ناست په بهرنیو چارو کې دی خو په اټکل باندې داقتصاد او ترانسپورت وزارت په اهدافو سیده مرمۍ ور شړی ګډ وډ سابه دی .هغه دې ته خوښ دی چې بی بی سی کې مرکه لری دمتقی ملا خبرې له بهرنیو چارو ډیرې لیرې دی ما فکر نه کاوه چې ملا به دروغ وایی خو ښکاری چه دغه چهار تراش لاهم په ډاګه دروغ وایی!
ولا خوف علیهم:
خویندو او ورونو راځی غوړه مالی ، چاپلوسی، دوه مخی ، کذب او فتنه یوه لوری ته پریږدی دا بې ځایه فرمایشی ستا ینې مو لیرې کړی حق ووایی چې هېواد داخوت، سولې، عدالت ، او مساوات لارې وموندی ، ملت خپل مستقبل او برخلیک وټاکی او زموږ ملی او اسلامی افغان محوره سیاست له کور څخه بهر ته انتقال شی.
پوښتنه کوونکی :
څه ډول، کوم مسائل، دپوښتنو ستراتیژی، د لنډو او اوږدو مفاهیمو تفکیک، او په ټوله کې دبحث اصلی محتوا ته جدی پاملرنه کول هغه څه دی چې دځواب ویونکی مقاومت او پوهه را برسېره کوی.