ورېځې لمر بلع کړ
ښه مې لیدل
د ورېځې یو تور غونډوسکی
په ډېرې تېزۍ
تر لمر راتاو شو
په صفا ورځ يي
د لمر مخ پټ کړ
او رڼا ورځ يي توره شپه کړه!
+++
هلته ټولنه کې هم
د تورتم یوه توره ډله
په چټکۍ راڅرګنده شوه.
د ټولنې د روښانتیا
ټول وسایل يي پوپنا کړل
او روښانتیا يي لکه د لمر سترګه
په ورېځو کې ډوبه کړه!
13.08.2024
- ع.شریف زاد
په افغانستان کې یو اعلان وه هغه وخت زه ښوونځی کې وم ویل به یی: میتراشد ، میتراشد باز هم میتراشه! نوراځی ددې تراشی والا ګونګسی باندې رڼا واچوو : یو له ډویچې ولې سره بل له بی بی سۍ سره ډیر امکان لری زیات شمېر افغانانو اورېدلې وی دغه مرکه کې پوښتنې اوځوابونه یې هیڅ حقوقی ، سیاسی، اجتماعی میتا فورم اصلا نه لری دا نشتوالی په سیاسی علومو کې په ډاګه بریښی! چې څېړونکی ملک ستیز یې کله ناکله په ډیره مناسبه علمی کچه څیړی ! زما نیوکه دا نه ده چې حنیف اتمر څه ډول شخصیت لر ی او یا ملا امی...
13.08.2024
- محمدسرور وکیلي
تـه ئې خـتـم دـنبـوت ای خـاتـم النبـئېـن الله درکــړی لــوړحــرمت دی په یقـین تـه یـتـیـم اُمي بـې کـسه کـړې الله نـبـي ته ئې کـړې ښونکی داسلام اودخپل دیـن قــران دي معجـزه ده تـرقـیامـته ترابده دا لوړکلام درکړی تاته خالـق العالـمیـن الله کړې ته شافع روزي جزا خیرالبشره په دواړو دَیّنوکي ئې کړې ته سرورین ماویلې ستاستاینه هغه رب چي وه درکړې تـه سـیـدالمرسلـین ئې اولین او آخـرین...