په سرتور سرچې دعاګانې کوې چاله کوې
په نيمه شپه چې ژړاګانې کوې چاله کوې
د زړۀ د رنځ حال دې د مخ تېر سري وائي ښکاره
د زړۀ په زور چې خنداګانې کوې چا له کوې
سترګو کښې روڼ ښکاري طوفان د زړۀ د درد د څړيکو
نوره چې کښېنې خنداګانې کوې چا له کوې
ګلونه نۀ پرېږدې په بوټو لولکۍ رانيسې
د ښآئستونو نه غلاګانې کوې چاله کوې
په ځان چې راولې پېريان د هر خالي په ماښام
بيا چې نانجاڼې اداګانې کوې چا له کوې
ما پرې هم ستړے کړے او ستا هم بنګړي نۀ خوښېږي
دا پکښې بله ويناګانې کوې چا له کوې
دا چې دې شونډې شوې پتري زخمي زخمي لفظونه
دا په ښېرو کښې دعاګانې کوې چا له کوې
ځان دې رچې کړو په کوئيدن کښې د ترلې ليونۍ
په مات زړۀ نۀ ئې ګډاګانې کوې چاله کوې
خداے دې په خېر کړه په دې سپين رخسار دا تورې زخې
په خپل خاطر چې سوداګانې کوې چا له کوې
په زيارتونو راغوړېږې زړۀ کښې کړې منختې
چې وظيفې او دعاګانې کوې چا له کوې
کتاب ته ناسته ئې او ځان سره خبرې کوې
دا چې هر وختې صلاګانې کوې چاله کوې
پروردګار خو دې د زړۀ په رنځ اخته کړه جينۍ
زرياب سره چې جفاګانې کوې چاله کوې
چې ستا د زړۀ د کېفيت نه به خبرېږي کنه
زريابه هسې سوداګانې کوې چا له کوې
زرياب يوسفزے
شعرونه