په جهان کې نن هیڅوک یکه تاز نشته
پر اوږو ناست، د چا ټول عمر باز نشته
کاڼي ګوره، د سیلاب مخکې رغړېږي
د توپان مخکې اعجاز او مجاز نشته
هیڅ یو پېښه بې سببه ژوند کې نشته
چې غزني کې محمود نه وای، ایاز نشته(۱)
چې نفاق شقاق د خلکو خپل کلتور شي
په دا منځ کې څه حاجت د غماز نشته
که د پوهې مخنیوی په منځ کې نه وي
طبیعت په معرفت کې پټ راز نشته
تحجردی چې پر فکر واکمني کړي
ځکه خلکو کې د فکر پرواز نشته
تورتم ټولې د تنویر لارې تړلي
د رڼا لپاره هیڅ منفذ واز نشته
دا کارغان دي چې بڼونو کې وغږېږي
د بلبلو چې نن بڼ کې اواز نشته
«مرادزی» تل له یو داسې رنځ کړېږي
چې طبیب سره يي د درمل جواز نشته
یادوونه:
(۱ ) ایاز ته چې اصلي نوم يي ابوالنجم دی اشاره ده. ویل کېږي چې نوموړی د غزنوي سلطان محمود په دربار کې یو ترکی غلام وو چې د سلطان محمود خورا خوښېده او د کندهاریانو په اصطلاح ساتلی هلک يي وو.
د ۲۰۲۴ کال د اګست ۱۰ مه
سرلوڅ مرادزی