د وینو بریښ کی څه سندره د وفا بیا وایو
ولی رڼا د سپینو تورو ته بریښنا بیا وایو
کله شي وریځ د بدبختو خپره په زړونو زموږ
کله له غمه هر یو ځای ته کربلا بیا وایو
شرنګ د پیسو، نازک لاسونو کی خوند نه وینمه
ړانده له دوده د بمونو ته بینا بیا وایو
هڅی یوازی سفر خوند نه کوي هیڅ ځای ته
قسمت وړلي تورو خاورو ته عقبی بیا وایو
خالد نظر لري هر وخت په عاشقانو د وخت
هر معشوقې ته له ناچاری موږ لیلا بیا وایو
پای
جولای ۲۷، ۲۰۱۶ کال
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
06.08.2024
- متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی
(د رحمان بابا له کلیاتو نه د طالب او مطلوب او طلب بیتونه!!!) ۰د دنیا طالبان ډیر دي ++ که یی مومي څوک له چا ۰خوی که په دا شان وي دل آزار ستا++څه ښادي به کاندی طلبګار ستا ۰چه امید په عمارت د دې دنیا کا++ دکاغذ په کشتۍ سیر د دنیا کا ۰کوم طالب مطلوب موندلی دی په خوب کښې++هغه څوک چې طلبګار وی څه به خوبکا ۰عمارت په سر د ریګ ې روان کاندی+++هر چه کاندی عمارت په دا دنیا ۰څه سیالي ده برابره +د مطلوب او د طالب! ۰په کې غواړم خال و خط د خپل مطلوب++چه په عشق کښی تصور کړم خپل قلو...
11.08.2024
- سرلوڅ مرادزی
په جهان کې نن هیڅوک یکه تاز نشته پر اوږو ناست، د چا ټول عمر باز نشته کاڼي ګوره، د سیلاب مخکې رغړېږي د توپان مخکې اعجاز او مجاز نشته هیڅ یو پېښه بې سببه ژوند کې نشته چې غزني کې محمود نه وای، ایاز نشته(۱) چې نفاق شقاق د خلکو خپل کلتور شي په دا منځ کې څه حاجت د غماز نشته که د پوهې مخنیوی په منځ کې نه وي طبیعت په معرفت کې پټ راز نشته تحجردی چې پر فکر واکمني کړي ځکه خلکو کې د فکر پرواز نشته تورتم ټولې د تنویر لارې تړلي د رڼا لپاره هیڅ منفذ واز نش...