(د رحمان بابا له کلیاتو نه د طالب او مطلوب او طلب بیتونه!!!)
۰د دنیا طالبان ډیر دي ++ که یی مومي څوک له چا
۰خوی که په دا شان وي دل آزار ستا++څه ښادي به کاندی طلبګار ستا
۰چه امید په عمارت د دې دنیا کا++ دکاغذ په کشتۍ سیر د دنیا کا
۰کوم طالب مطلوب موندلی دی په خوب کښې++هغه څوک چې طلبګار وی څه به خوبکا
۰عمارت په سر د ریګ ې روان کاندی+++هر چه کاندی عمارت په دا دنیا
۰څه سیالي ده برابره +د مطلوب او د طالب!
۰په کې غواړم خال و خط د خپل مطلوب++چه په عشق کښی تصور کړم خپل قلوب ۰
۰آبروی د طالبانو خپل مطلوب وی++ آبروی د غلامانو خپل خاوند!
۰د دنیا په طلب ګر ځي++خپسر بولي قلندر
۰که یی سر ځي که یی مال ځي ،خدای دې نه کا+-+د طالب او د مطلوب تر میان نفاق
۰چې خدای زړهء د مطلوب کاڼی کړ رحمانه++++کاڼی پریووت د طالب پر عمارت!
* اخذ لیک: د رحمان بابا کلیات /۲۰۱۸ خپرونه-خیبر بازار پیښور/ د دوست م.خان کامل مومند سمونه