د پښتون برخلیک پښو لاندې چې دل دی
پرې واکمنه د پنجاب په نوم مغل دی
امریکا په ملاتړ بیا پنجاب ته راغله
بیا ټانکونه دي ډرونونه دي اور، بل دی
بیا عرب به په ډالرو بار رادرومي
جوړ روزګار بیا د خوني او د قاتل دی
د نړۍ ترهګر پنجاب ته بیا اشر دی
بیا جهاد دی بیا اسلام دی بیا غوبل دی
عملیات د استحکام په نوم په لار دي
بیا پنجاب دی بیا ډالرو ته چل ول دی
څه توپیر د پنجابي او ترهګر نشته
بیا د دواړه سره یو ځای کې مورچل دی
د امنیت په نوم به بیا پښتون تبا کړي
بیا ولاړ د هر پښتون کور ته اجل دی
خلکو پورته شۍ مورچل او سنګر نیسۍ
پر پنجاب او امریکا باندې یرغل دی
زه په دې موقع لازم ګڼم چې یاد کړم
ګیله من وزیر د ټول افغان اتل دی
د ۲۰۲۴ کال د جولای ۱۵مه
سرلوڅ مرادزی
15.07.2024
- ع.شریف زاد
په ریبارانو پوره نه شوه لکړه راکړه چې په خپله پسې ځمه ټول انسانان پنځه حواسه لری : بویونه،څښنه،اورېدنه،لیدنه او لامسه حواس .زه له داکتر هاتف مختار سره دې بحث کې کاملا موافق یم دما مؤن په پروګرام دهاتف مختار او استا عبدالناصر نور زاد بحث دما ډیر خوښ شو . دافغانانو په دې پېچلی بحران کې لومړی ځل دی چې دوه هوښیار افغاانان چې یوتاجک اوبل پښتون دی یودبل سره چې دواړه دعالی تعلیماتو برجسته مخور دی خبرې اترې اورم. ددوی خبرو کې ملموس او مجهو ل بی مانا تکراری تکیه کلام نشته اوقاطع دریز لری ا...
16.07.2024
- ع.شریف زاد
شهید ګیله منه لاړې درزم اوبزم مخوره لاړې دغدار اوظالم بت شکنه لاړې لاړې بهشت دې معتبره! دلرې اوبرې پښتونخوا ستر سنګره کلکه مضبوطه او مستحکمه باشهامته ځوانه ، غیرتمنه ، عزتمنده مېړنی ، توریالی زعیمه او با ننګه لاړې دغه تدبیر دې معتبره! شهیده ګیله منه! ته رښتیا حضرت نعیم وې دپښتونخواه غازی زمری او قیام غبرګون وې ته دافغان بیرغ رښتینی مجنون اومفتون وې دتصمیم ، احساس، سپر او سالار آهنین وې دوزیرو پښتنو دښکلاوو یوسمبول یوبهیر وې شهیده ګیله من...