شهید ګیله منه لاړې
درزم اوبزم مخوره لاړې
دغدار اوظالم بت شکنه لاړې
لاړې بهشت دې معتبره!
دلرې اوبرې پښتونخوا ستر سنګره
کلکه مضبوطه او مستحکمه
باشهامته ځوانه ، غیرتمنه ، عزتمنده
مېړنی ، توریالی زعیمه او با ننګه
لاړې دغه تدبیر دې معتبره!
شهیده ګیله منه! ته رښتیا حضرت نعیم وې
دپښتونخواه غازی زمری او قیام غبرګون وې
ته دافغان بیرغ رښتینی مجنون اومفتون وې
دتصمیم ، احساس، سپر او سالار آهنین وې
دوزیرو پښتنو دښکلاوو یوسمبول یوبهیر وې
شهیده ګیله منه!
ای دپښتنو مخوره معتبره!
ستا ویر سیمه او نړۍ ولړزوله
دماتم غږ دې دغه پېړۍ ولړزوله
هره دره لوړه او ژوره غرنۍ سیمه ولړزوله
دظالم کنډواله اوًبانډه وښوروله
داسلام آباد انګریز مستعمره اداره وګړنجوله
ای دپښتنو سرکښه معززه!
بهشت برین دې نصیب شه
خوارکۍ مورته دې صبر جمیل شه
ماشومانوته دې دالهی عنایت ډالی او شتون شه
16.07.2024
- سرلوڅ مرادزی
د پښتون برخلیک پښو لاندې چې دل دی پرې واکمنه د پنجاب په نوم مغل دی امریکا په ملاتړ بیا پنجاب ته راغله بیا ټانکونه دي ډرونونه دي اور، بل دی بیا عرب به په ډالرو بار رادرومي جوړ روزګار بیا د خوني او د قاتل دی د نړۍ ترهګر پنجاب ته بیا اشر دی بیا جهاد دی بیا اسلام دی بیا غوبل دی عملیات د استحکام په نوم په لار دي بیا پنجاب دی بیا ډالرو ته چل ول دی څه توپیر د پنجابي او ترهګر نشته بیا د دواړه سره یو ځای کې مورچل دی د امنیت په نوم به بیا پښتون تبا کړي...
19.07.2024
- ولي الله ملکزی
د حساب په قانون کې چې له دوو څخه یو منفي شي نو یو پاتې کیږي، مګر په مینې کې چې دوو څخه یو جلا شي هغه بل هم له منځه ځي. د نړۍ د نژدې دوه ملیارده مسلمانانو ۸۹ سلنه یې سنیان دي او پاتې ۱۱ سلنه یې شیعه ګان. دوئ ټول، څوک په پاخه او څوک په کچه کاڼي نه یوازې د رسول الله (ص) له کورنۍ او یارانو سره بې بریده مینه لري؛ بلکې هغه د خپل ایمان برخه ګڼي او د دې ژورې عاطفې په لرلو سره د ډاډ احساس کوي. زه (ملکزی) که د حسین بن علي رضي الله عنهما په مهال ژوندی وای، نو ما به د یزید په ځای له حسین سره بیعت کړی...