په ریبارانو پوره نه شوه
لکړه راکړه چې په خپله پسې ځمه
ټول انسانان پنځه حواسه لری :
بویونه،څښنه،اورېدنه،لیدنه او لامسه حواس .زه له داکتر هاتف مختار سره دې بحث کې کاملا موافق یم دما مؤن په پروګرام دهاتف مختار او استا عبدالناصر نور زاد بحث دما ډیر خوښ شو . دافغانانو په دې پېچلی بحران کې لومړی ځل دی چې دوه هوښیار افغاانان چې یوتاجک اوبل پښتون دی یودبل سره چې دواړه دعالی تعلیماتو برجسته مخور دی خبرې اترې اورم. ددوی خبرو کې ملموس او مجهو ل بی مانا تکراری تکیه کلام نشته اوقاطع دریز لری البته زه له چا کومه برتری نه لرم دغه یادونه کې زما شخصی ګټه نشته او نه دشهرت په هغه لټه کې یو چې ضرر یوه حیه جسم ته حتی میږی ته ورسیږی او نه له چا سره کرکه لرم ما دهیڅ تنظیم ډلې غړیتوب نه دی منلی او نه په غړیتوب باندې باور لرم . زه هم لکه داکتر هاتف مختار په هېواد کې دجنګ اوجګړې ډیر کلک مخالف یم .اوس به دغه مطلب پرېږدو نو ددې لیکنې اصلی ټکو ته راځم.
طالبان خپه کیږی اوکه په غوسه دطالبانو دروغجنه پلمه هیڅ بدیل نه لری په ډیره بېړه دې دښوونځیو دروازې دملت په مخ خلاصې کړی ، دښخو کار دې په امروز او فردا کې نه ځنډوی دغه کړکېچ کورنی دی او که بهرنی په دواړو صورتو کې توجیهٔ نه لری دغه مسئله دې هم یو لوری ته کړی ،. دخلکو دتقاعد پیسې دې ورکړی او حکومت دې دیوشمېر له شپږم -دولسم پاسو څخه تصفیه کړی کار دې اهل کار ته وسپاری زه له ع. نورزاد سره بالکل موافق یم موږ افغانستان ټولشموله غواړو نه تک شموله او انحصاری یا ملا شاهی پاکستانی فارمولا..
اصلا طالبان دملت سازی شپږم حس نه توانمندی لری او نه یی چم ورځی په دې لاره کې دهغو متافزیک فلج دی اوهم نه غواړی چی موږ یو پیاوړی او پرمخ تللی افغانستان ولرو ځکه طالبان دپاکستان یوه مجرمه جوړه کړې پروژه او یوه انحصاری ډله ده چې دملی حاکمیت او ملت سازی ستر متافزیک حس هم نه لری.
په مجموع کې طالبان دترکستان په لور روان دی هغوی په هیڅ قالب کې نړۍ په رسمیت نه پېژنی او نه ددې استعداد لری دا پاکستانۍ پروژه باید پای ومومی او یا بدلون په هر یوه اړخ چې دوی خوښ دی ملت دې نور خپل مسئولیت ته پرېږدی چې خپل زعامت وټاکی!
طالبان فکر کوی چې دوی به ولس تېر باسی خو طالبان په ملت سازی کې هیڅ هم نه لری چې ولس پر دوی باور وکړی . په اټکل جوړه شوې دوحه کې خلیل زاد په رڼا ورځ یوه داسې دلا لی وکړه چې دغه ولس یې له ستر کړکېچ سره مخ کړ . داعقل منی چې شل کلن جنګ دې په دغه ډول ددروازو تر شا په پټو معاملو باندې خاتمه ومومی مګر افغانستان دانګور سیاه مفهوم درلود. اوس هم سر وخت دی ډیر امکانات شته چې یوشمیر هوښیار طالبان په دې برخه کې سالم او کره سوچ وکړی او له دې اقتصادی ، سیاسی، اجتماعی او فکری بحران څخه ځان را وباسې میم زبرما ټوله دما ! په جګړه نه بلکې داسلامی او انسانی کرامت پر اصولو برابر دولسونو ترمنځ دمنځلاریتوب پربنا ګامونه واخلی . دا له هرچا څخه زموږ په ګټه دی!
موږ به په امریکا، روس، چین او دال خورو څه وکړو شل کاله خو یې ووژلو تباه او برباد یې کړو !
طالبان دې په یاد ولری چې افغانستان دې چا شخصی ملکیت نه دی نه دلته شکریه ځای لری او نه دجبهه ملامت،لنډه غر اوخاین نه نور بهرنی کاسه او کپړی ولو که به هر نوم اویا هر دسترخان کې لګیا وی.
لطفا په یاد ولری چې کوږ بار مزله ته نه رسیږی یو چیرته حتما چپه کیږی ددې مظلوم ولس آه ازار په انګریز ، روس، امریکا او پاکستان کې وینی. له الله ج وویریږی دښوونځیو دروازې خلاصې کړی چې انسانی حق دی نه ستاسو کږه کوټوالی!
تل دوی افغانستان !