یاد مي دځـوانـۍ زه بـې هـده ځـورَولـم
زړتیا مي زه هېرجن کړم اوسې نه په یادوم
ځواني وه یـوبـهارچي سوه راباندي تېر
خـزان دپـیـرۍ راغی اوس لوېــږم دم په دم
اوس پوهېږم چي ځای مهال راباندي تنګ
هېله دچا نسته چي کـوږانـدام به مي کي سـم
په ځوانۍ کي وم خدنګ هرلوري ته به تلـم
خوله کـنډول مَلا مي کږه اوس دلـکړِسـره ځم
په ځوانۍ کي مي هرچاته مرسته رسېدل
اوس اړیمه ومـرستي تـه له پښـونه ولـوېـدم
داهال د پـیـرۍ ګـوره پرټـولـو به راځي
ځوانان دي ځواني لمانځي دا وصیت ورته کوم
10.07.2024
- ع.شریف زاد
سوله حق او عدالت ، تعلیم او تربیه، افکار او سوچ، پرمختګ او زعامت ، رښتینولی او اخوت، ڼړیوال اړیکی او مشارکت، کورنی سیاست او ملت سازی او انسانی کرامت د یوه معیار پر مبنا هویت او درایت دی .تفاهم او تعامل ، صلابت او رسالت ، یو موټی افغانستان او حریت هغه بشپړ ټکی دی چې دغه جنګ اوجګړو ، تزویر او ابتلاوو، لافو اوشاپو ، پڅ او ګونګ سیاستونو خوړلی ولس له تور چکړه او خنډونو څخه را ویستلی شی. دداکتر هاتف مختار دریز په دې برخه کې دستاینې وړ دی . فکری قیام ، علم ودانش ، پوه او رڼا کې دهغه (ولې )ته بای...
11.07.2024
- علامه محمد معين الدين ابوالفضل
دامام حسين شهادت ددرسونو مجموعه بسم الله الرحمن الرحيم ليکوال : علامه معين الدين ابوالفضل ... محترمو وروڼو ! تاسي ته معلومه ده چې په دې مبارکه مياشت کې د اسلام د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) مقدس او مبارک لمسی حضرت امام حسين (رضي الله تعالی عنه) اودارنګه کورنۍ او واقعي مخلصان او قريبان يې د يزيد او د يزيد د طرفدارانو له لوري له داسي سختيو او تکليفاتو سره مخ شويدي چې د بشرپه تاريخ کې يې سارۍ نسته ـ د عالَم بشريت د تاريخ په اوږدوکې الله جل جلاله د هر مسلمان لپاره، د هر انسان لپار...