دامام حسين شهادت ددرسونو مجموعه
بسم الله الرحمن الرحيم
ليکوال : علامه معين الدين ابوالفضل
... محترمو وروڼو ! تاسي ته معلومه ده چې په دې مبارکه مياشت کې د اسلام د پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) مقدس او مبارک لمسی حضرت امام حسين (رضي الله تعالی عنه) اودارنګه کورنۍ او واقعي مخلصان او قريبان يې د يزيد او د يزيد د طرفدارانو له لوري له داسي سختيو او تکليفاتو سره مخ شويدي چې د بشرپه تاريخ کې يې سارۍ نسته ـ
د عالَم بشريت د تاريخ په اوږدوکې الله جل جلاله د هر مسلمان لپاره، د هر انسان لپاره، د هر مصېبت زده او غم ځپلي لپاره، د نارينه او ښځې لپاره د سپين ږيري او ځوان لپاره د هلک او انجلۍ لپاره، ددينداره او بې دينه لپاره، د عالِم او بې علمه لپاره، د فقير او غني لپاره، د پلار او زوی، مور او اولاد لپاره، د مېړه او ښځې ، د روغ او ناروغ دارنګه د شاه او ګدا، ظالم او مظلوم لپاره داسي د تسلې او عبرت درسونه پيدا کړيدي چې که په هغوی کې انسان تفکر او تدبرکوي نو ډېر نېک او ګټور مطالب به ورڅخه ترلاسه کوي .
هغه خلګ چې ددين خدمت کوي او د الله جل جلاله او د هغه د رسول تابعداره وي او وديني مفاداتو ته يې تر دنيوي مفاداتو ړومبيتوب ورکړی وي، امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي، د الله پاک بندګان و سمې لارې ته رابولي، عالِمان ، عابِدان او صالِحان وي، له دې سره سره ډېر داسي خلګ وي چې ددوی توهين او مخالفت کوی، او رنګارنګ ضررونه ورته رسوي، دداسي خلګو لپاره اول الله جل جلاله لويه تسلي ده؛ ځکه سره له دې چې الله جل جلاله مخلوقات او ټول انسانان پيدا کړي او بې شمېره نعمتونه يې ورکړيدي، اکثر انسانان د الله پاک د احکامو مخالفت کوي، له الله جل جلاله څخه منکر دي، او د الله پاک د نعمتو ناشکري کوی .
او دارنګه د الله جل جلاله نبيان او رسولان ددوی لپاره لويي تسلې دي، که يو څوک صالح وي، او په اولاد کې يې بد او نافرمانه وي، سره له دې چې دَي هرڅونه کوښښونه د هغه د اصلاح لپاره وکړي خو هغه بيا هم له فساد څخه مخ نه اړوي، نو ددغسي چا لپاره آدم عليه السلام غټه تسله ده، سره له دې چې الله جل جلاله نبوت ورکړی ؤ، په جنت کې اوسېدلی ؤ، او د ټول عالم بشريت پلار او بابا دی د خپل زوی قابيل په نافرماني الله جل جلاله مبتلا کړ چې هغه تر داسي اندازې د خپل پلار آدم عليه السلام مخالفت وکړ چې خپل ورور هابيل عليه السلام يې په ظلم او ناروا قتل کړ او ناروا خون او قتل يې ټول عالَم بشر ته په مېراث پرېښودی.
علماؤ په کتابو کې ذکر کړيدي چې د ټولو ناروا قاتلينو عذاب د قيامت په ورځ سره راټول سي دومره به نه وي لکه کوم عذاب چې قابيل ته ورکيږي، او که د قابيل عذاب او د ټولو خونيانو عذاب سره راټول سي دومره به نه وي لکه د هغه چا عذاب چې حضرت امام حسين (رضي الله تعالی عنه) يې شهيد کړ.
دارنګه حضرت نوح عليه السلام چې کنعان يې زوی ؤ ،کافر ؤ او د خپل پلار هيڅ پند او نصيحت ته يې غوږ نه نيوی، تر څو چې د نوح عليه السلام له کافر قوم سره يوځای دالله تعالی دغضب په طوفان کې هلاک سو،
دارنګه که يو صالح سړی او په بده او نافرمانه ښځه الله جل جلاله مبتلا کړی وي نو دده لپاره حضرت لوط عليه السلام لويه تسله ده چې دَیْ د الله پاک نبي ؤ او ښځه يې کافره وه .
او دارنګه که يوه ښځه نېکه او صالحه وي خو ميړه يې ناروا او ظالم وي نو ددې لپاره د فرعون ښځه لويه او غټه تسله ده، چې دا مومنه او صالحه وه، او مېړه يې کافر ؤ ، حتی د خدايې دعوه يې کړې وه، او بيا د همدغه ايمان او صالحتوب په وجه فرعون په داسي ظلم قتل کړه چې له تعبير او تصور څخه يې عقل، ژبه او قلم عجز ښکاره کوي.

په موجوده زمانه کې :
په موجوده زمانه کې هغه خلګ چې واقعاًمسلمانان دي له رنگارنگ زحمتونو او سختيو سره مخ کيږي، دحق په لارکې بېلابېلې ستونزي يې په وړاندي راځي، او په ځانګړي ډول هغه کسان چې عملا داسلام ددښمنانو سره لاس او ګريوان دي، په سلاح، قلم او ژبه سره داسلام دفاع کوي هغوی بيا تر هر چا له سختو فشارونو سره مخ کيږي، سختۍ او کړاوونه ويني، لوړي اوژوري ګالي، که دوی يوازي د حضرت امام حسين رضی الله تعالی عنه او د هغه د خاندان تکليفونه کوم چې دداسي خلګو له لورې ورته ورسيدل چې ځانونه يې مسلمانان بلل ورپياد کړي نو دا به ددوی د زړونو لپاره د لوی تسليت، صبر او پر حق د لاټېنګيدو سبب وګرځي .
خلاصه دا چې دامام حسين او دملګرو شهادت يې له يوه نړۍ درسونو او لارښوونو ډک دی ....
من کتاب : مجموعة رسائل أبي الفضل
.