سوله حق او عدالت ، تعلیم او تربیه، افکار او سوچ، پرمختګ او زعامت ، رښتینولی او اخوت، ڼړیوال اړیکی او مشارکت، کورنی سیاست او ملت سازی او انسانی کرامت د یوه معیار پر مبنا
هویت او درایت دی .تفاهم او تعامل ، صلابت او رسالت ، یو موټی افغانستان او حریت هغه بشپړ ټکی دی چې دغه جنګ اوجګړو ، تزویر او ابتلاوو، لافو اوشاپو ، پڅ او ګونګ سیاستونو خوړلی ولس له تور چکړه او خنډونو څخه را ویستلی شی. دداکتر هاتف مختار دریز په دې برخه کې دستاینې وړ دی . فکری قیام ، علم ودانش ، پوه او رڼا کې دهغه (ولې )ته باید څواب او لبیک وویل شی. اوس ددې وخت را غلی چې نور دابی وخته ناکامه، سر درګمه ، غلطه ، مزدوره ، بهرنۍ پروژه ای سرپرستی نور پای ومومی ، دښځو حقوق تا مین شی دښوونځیو دروازې ژر تر ژره باید خلاصې شی! نور دجهالت او حماقت ، دافراط اوتفزیط داهانت او ظلمت مخه نوره په کلکه ونیول شی. افغانستان دامریکې او روس غوجله نه ده افغانستان دامریکې پټ خیرات او دروسانو لابی کولو او دلالی سمڅ او ګډه وډه کنډواله نه ده..
دغه بېدار ولس دې ته باید جدی پاملرته وکړی چې نور داستعمار او استعباد مخه نیول په ډاګه شی . نور سکوت ګټه نه لری دغه ملت پرمختګ، پیاوړتیا ، خپلواکی آو ملی حرکت ته اړتیا لری. افغانستان بې له جګړې ، کړکیچ او توبېرونو یو ستر فکری ابتکار او قیام ته انتظار کې دی.،
دافغانستان ځوان قشر، ښځې واړه ماشومان باید دخپل حق لپاره نور غلی پاتې نشی او پر خپل مسو لیت دوه ځلی سوچ وکړی. افغانستان یوازې مه پرېږدۍ دڼړۍ هیڅ هېواد دلته بدلون نشی راوستلی او نه یی راولی تر څو چې موږ په خپله سره همګام نه شو .
ورونو اوخویندو څه ته معطل یاست ایا تاسې دڼړۍ هیوادونو کې په ستر ګو دترقی او پرمختګ لا ملونه لیدلی نه دی؟.
دښځو حقوق هغه وخت کورنۍ مسئله نه ده چې یو ظالم څلور ښځی ځان ته نکاح کوی خو هغه وخت چې دښځې کرامت اوحق یادشیی بیا کورنۍ خبره شی .
وایی چې عقل یې کم ورکړ هغه ته یې تل غم ورکړ! نور زموږ ملت نه تیروځی او له یو ه سورکۍ دوه ځله باید ونه چیچل شی.
دیوه خپلواک ، هوسا او آباد افغانستان په هیله!