په کارده چې ملګری ملتونه دافغانستان کړکېچ ته دسمې لارې له اړخه جدی وګوری نه اټکل.
ایا دغه هوسی غوڼډه ملګری ملتونه واقعا دسمو استدلالونو، دقضایاوو مبرمیت، ارزښتونو او اصولو پر بنسټ جوړوی که د امریکا، انګریز ، فرانسې او آلمان په خوښه؟
ملګری ملتونه پوهیږی چې غوڼډه په تکړه غړو، اسباب او لوازمو اود طرحو ساختار او ترکیب په مټ جوړیږی ایا ملګری داتوان اوظرفیت رامنځ ته کولی شی؟
دغه غوڼډه ملګری ملتونه په ملی اونړیواله کچه څه ډول ارزوی ایا دغه دوه مهم ټکی ملی اونړیوال یودبل سره پېژنی څومره؟څه ډول ثبوت شته؟
ایا دبرخه والو دمهارت ، تجربې، پوهې په هکله نصاب شته او که هرڅه دانډوخر په ترازو تلل کیږی او دنظرونو تناسب مطرح نه دی؟
ایا ملګری ملتونه خپله ملګرتیا په نن، پرون او ابل پرون کې تعریف کولای شی؟
ملګری ملتونه په کومه کچه ملی ارزښتونه ، دنظرنو بدلونونه بحث او مشاجرې یو دبل سره مقایسه کولی شی؟
ۍتره پوښتنه داده چې غوڼډه ولې کابل کې جوړه نه شوه.
ملګری ملتونه د افغانستان په هکله بیاهم دامریکا ، انګریز،فرانسې او آلمان ترڅنګ ولاړ دی ایا په اقتصادی اوسیاسی لحاظ دغه انډېوالان ستونزې نه جوړوی؟
ملګری ملتونه طالبان دهېواد ددوفکتو په خاطر کوم حالت، موقعیت او موقف کې وینی؟
ملګرو ملتو دافغانستان په هره معاهده کې برخه اخیستې ده ددې مؤسسې ریکارد افغانستان کوم حالت کې پېژنی؟
ملګری ملتونه دافغانستان برخلیک په اوسنۍ ڼړۍ کې څنګه ارزوی او دلته لوړو اوژوروته څنګه لاره پرانیزی؟
دملګرو ملتونو او طالبانو تعامل کومو نقطو کې یودبل سره نږدېوالی لری
طالبان دغه مسئولیت دهېواد په کچه څه ډول ارزوی چې عمرانی او عرفانی برخې یې یودبل سره متممې وی ؟
طالبان دکوم ډول حکومتی مودل ، کورنی اوبهرنی سیاست ، دولس په استازیتوب او مشروعیت په غوڼډه کې برخه اخلی؟
ایا دملګرو ملتونو دایمی استازی به خیالی وی لکه په تیره کې دوه ستر مثاله عادله راز او پرچمی ظاهر طنین او که کوم اهل کار اوبا شخصیت استازی چې دملګرو ملتو په ژبه پوه کس وی؟
دا او یوشمیر نورې پوښتنې ډیرې دی خو خداې دې وکړی چې طالبان او ملګری ملتونه له کلی ووځی خو له نرخه ونه وځی!
تر بیا……