پیدا چې ستا په جهان نه وی خدایه
کاش چې له سره انسان نه وی خدایه
      

بې له مرګي نه بل خبر نشته دی
سکون د زړه په لر اوبر نشته دی
شملې په تندر وله سر نشته دی
اوس خو دمینې ډک خیبر نشته دی

پاتې چې داسې حیران نه وی خدایه
کاش چې له سره انسان نه وی خدایه

دخندېدلوشونډو رنګ کومه دی
اوس په ګودر د سترګو جنګ کومه دی
بنګړي زرې زرې دي شرنګ کومه دی
دکوچۍ غاړې له لونګ کومه دی

داسې د ژوند په ارمان نه وی خدایه
کاش چې له سره انسان نه وی خدایه

انسان نه بم جوړ شو چاودنه کوي
مرګ له نزدې نه ګوتڅنډنه کوي
ددې اقدام به څوک غندنه کوي
څوک به ددې ظلم پوښتنه کوي

څیرې مې داسې ګرېوان نه وی خدایه
کاش چې له سره انسان نه وی خدایه

دزورورو دې کوربه کړمه زه
په ښکرورو دې کوتره کړمه زه
په کومو میو دې نشه کړمه زه
چې جوړ دې داسې یو بې زړه کړمه زه

راغلی دا امتحان نه وی خدایه
کاش چې له سره انسان نه وی خدایه

دچا بیعت وکړمه پیر غلط دی
زما دخوب هریو تعبیر غلط دی
خفګان دا نه دی چې مشیر غلط دی
خپله پاچا هم یې وزیر غلط دی

دوی په غلطه روان نه وی خدایه
کاش چې له سره انسان نه وی خدایه

ما، مه را کاږﺉ انسانانو خوا ته
تکل مې کړی د مارغانو خواته
دباغ ارم د ښکلا ګانو خوا ته
ځم د پیریانو ماما ګانو خوا ته

دسرو سکروټو باران نه وی خدایه
کاش چې له سره انسان نه وی خدایه

2009/09/08
پېښور

-----------------------------------------------------------------------------------------------------------

کوتره  : دا کوتره ( کبوتر ) نه دی . په پېښور کې خلک ( کوتره کول ) میده کولو یا ټوټه کولو ته وايي  او ( کوت ره ) لوستل کیږي .