بې خونده ښار بې وسه خبریال
وږمه سبا عامر
دروژې درېیمې ورځ هم له ځان سره دسرو وینو پیغام درلوده . له بدمرغه زما دورځې اول رپوټ له سیمې نه دجان الله دوژنې په اړه و . ځان سره وایم چې کاشکې نن ورځ نه وای راغلې ، اوس هم داسې نه راته ښکاری چې هغه دې مړ وي . دهغه خوږ اواز اوس هم زما غوږونه راتخنوي ، اودهغه خړې ساده پښتنې جامې ، دخنداډکه خوله ، ټوکې ټکالې ، به نه یوازې زما په ذهن کې راژوندۍ وي ، بلکه دزرګونو نورو خلکو په ذهنونوکې به هم ګرځي راګرځي ،چاچې دهغه دمرګ تریخ خبراوریدلی وي .
دجان الله په درد باندې یوازې په سیمه کې داپراته بیوسه خبریالان پوهیدل نه مشران ، اوله کوم دردنه چې تیریده دهغه سره به دهغه دکورنۍ غړي اودهغه پښتنه مېرمن شریکه وه ، نه دادارې ریسان ، جان الله دخبریالۍ په لاره کې خپل ژوندوبایله ، نوایا دپژواک خبري ادارې اودشمشاد تلویزیون دهغه دکورنۍ اوښکې ورپاکې کړي ؟ زه چې دښاغلی کړوخیل دې بیان ته ګورم چې په خپله ژبه یې اقراروکړ ((چې هغه له تیرو څلورو کالوراهیسې له ګواښونوسره مخامخ و)) نو ځان سره وایم (( ښه کړوخیله ! ته همدې ته ناست وې چې څه وخت به دهغه خبره ریښتیا کیږی . ایا ته داسوچ نه کوې چې که هغه ددومره اخطارونو سره مخ و نو تا باید دهغه په ژوندوني دافغانستان او د پاکستان د حکومتونو او د خبریالانو د ټولنو سره دا خبره شریکه کړې وای ،نو د هغه ژوند به ژغورل شوی وای .))
که نورې نړی ته وګورو نو وینو چې نړیوالې رسنۍ دخپلو خبریالانو دژوندي او خوندي پاتې کیدو لپاره څومره کوښښونه کوي ، خوپه تاسف سره به ووایم چې زما کم بخته هیواد په دې کې هم تر هرسیاله بیرته پاتې دی .
باید داخبره ټولې دنیاته ښکاره کړم چې په دې جنګي سیمه کې ددنیا ترټولو مظلوم اومعصوم خبریالان کارکوي کوم چې دجان الله هاشم زاده په څېر دسهار اوماښام ډوډۍ ته مجبوردي . ددې سیمې خبرجوړوونکي ژورنالستان خپل هر سهار له ویرې سره پیلوي اوهرماښام داوښکوسره لمانځي .
دپیښور ښار یووخت دګلونودښار په نوم یادېد ه خو اوس دې ښار خپل رنګ بدل کړی ،نوې جامې یې اغوستي ، دبمونو دښار په نوم یادیږي ، دلته بازارونه تش ،تش ، جوماتونه خالي ،خالي اوحجرې خاموشې خاموشې دي .دپېښور په کوڅوکې نه بنګړیوالې ګرځي او نه پوښتنې پېغلې دمړوندونودډکولولپاره دکورونو دروازوته راووځي .
خوګورو چې په داسې یو وېروونکي ښارکې زما دهیواد خبریال په څومره بې قدرۍ سره شپې سباکوي . که دجان الله لپاره دهوایی لارې دتګ راتګ زمینه دهغو ادارو له خوا چې ده ورته کارکاوه برابره شوې وه ، نو ولې به نن دافغانستان اولس خپل دا سې توریالی زوی دلاسه ورکاوه .