دسور کمر شهید
نجیب عامر


پخوامې چیرته لوستي وو چې یوې مور ویلي وو (( جنګ څنګه مقدس نه دی ، زما چې پکې زوی وژل شوی دی .)) .ښايي  نن به د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې دجان الله هاشم زاده سپین سرې مور هم همدا فکر کوي .هغه ماشوم چې نن نه اوه دېرش کاله وړاندې ددې مور په غیږ کې په وطن کې لوی شوی و ، داګست په څلیریشتمه دخیبر په سور کمر سیمه  کې دتل لپاره ورژېدو .
دپېښور او تورخم په لویه لاره دسور کمر سیمه به پخوا خدایزده ولې په دې نوم بلل کېده ، خو اوس ورته پوره جواز پیدا شو چې په دې نوم وبلل شي ،ځکه چې دلته یوسور ګلاب پاڼې پاڼې شو .زما یو ورور دلته سا ورکړه ،او د شهادت لویه مرتبه یې په نصیب شوه .
دخبریالۍ به ډېر نور تعریفونه هم وي ،خو نن راته ځان دکلي د هغه ډم په څېر ښکاري چې کور په کور او کلي په کلي ګرځي او دچا د مرګ خبر خپروي . ماته داسې نه ښکاري چې ددې ډنډورې غږول به راته تر ډېره شونې وي .هره ورځ د مرګ او ژوبلې  دخبرونو په ورکولو مې ځیګر راته ژوبل ژوبل ښکاري . اوس خو دا کار نور هم راته ګران ښکاري ، ځکه چې دخپلو نږدې ملګرو دټپي کیدو ، مړینې یا د تښتول کېدو وار رارسیدلی دی .
د اګست څلیرېشتمه، د دوشنبې ورځ او  په يوولسو بجو ولاړه دساعت دا ستنه به مې هیڅ کله هیره نه شي ،ځکه چې په دې وخت کې یو قلم وال ملګری ،چې روژه په خوله د حقې حلالې روزۍ په ګټلو پسې دپېښور ښار ته روان و د جلادانو له خوا حلال کړی شو .
دپېښور ښاره ! یووخت درباندې مین وم .ځکه چې په تاکې مې سترګې غړولې وې .ستا په سینه لوبیدلی وم . په ښو او بدو پوی شوی وم ،ستا په کوڅو کې مې مینه کړې وه او د هوسايۍ احساس راسره مل شوی و ،خو اوس راته هم دا ته سور انګار ګرځیدلی یې .ډېر په بښنه درته وایم چې اوس درنه کرکه نه کوم خو ډېر راباندې ښه هم نه لګیږې .اوس راته ته د یو مقتل په حیث ښکارې چې هره ګړۍ درکې په ژوند مین کسان قتلیږي ،اوس راته دیوې پنجرې او زندان  په څېر ښکارې او درنه الوتل غواړم ، خو چل نه راځي .
نن رانه ستا په درشل یو بل ملګری د تل لپاره جداشو خو نه پوهېږم ولې باور مې نه راځي چې هغه ژوندی ژوندی جان الله به اوس مړ شوی وي ،خو باور به مې څنګه راشي شهیدان خو ژوندي وي دتل لپاره ،مري خو هغه کسان چې دڅو پیسو دپاره دنورو ناحقه وینه تویوي .
جان الله وروره ! ته لاړې مونږ درپسې یو ....... دا ، اوس چې کوم باد را الوتلی په دې کې به ډېر سرونه توی شي . دې خوني ښار اوس د یو ښامار بڼه غوره کړې او هره ورځ رانه یو یو بړیڅی خوري .زه هم ستا غوندې د قلم مزدور یم ، زه هم په همدې ښار کې اوسیږم  او زه هم د همدغې لارې لاروی یم .
جانانه ! زه درته د شهادت مبارکي درکوم . په ژوندوني هم راباندې ګران وې خو دمرګ نه پس دې مرتبه نوره هم لوړه شوه .اوس  ته د ( جان ) نه ( جانان ) شولې او په ډېرو زړونو کې  دې ځای وموندلو .
زه ډېرشرمنده یم چې ستا جنازې ته د اوږې ورکولو لپاره ستا کلي بټي کوټ ته هم نه شم درتلی ، ځکه چې دصراط په دې پول ( د خیبر په لار ) دتېرېدو توان په  ځان کې نه وینم .
ماراوړي تاته نه دي دسرو ګلو امیلونه
دجنت بلبلان څه کړي ددنیا د باغ ګلونه

2009  داګست 24  مه
پېښور