لنډه کیسه توره ډوډۍ
وږمه سبا عامر
نازولې دشکاره نه اوړه په خټین لوښي کې توی کړل . داوړو په منځ کې یې دلاس دموټي په اندازه وړوکی اخورګی جوړکړ ، پکې یې دګوتو په سر مالګه ودوړوله اوپه ډبلي کې ایښودل شوې خمیره چې دګاونډۍ له ښځې نه یې راغوښتې وه، هم ور ګډه کړه . وروسته یې له شنې پلاستیکي لو ټې نه اوبه په اخورګي کې توی کړې اووړه یې لانده کړل . بیایې داوړودلوښي په سر شکور بیرته سرچپه کېښود .
هغه داور له کوټې نه راووته ، اوسیده په انګړ کې دبادام دونې لاندې داوبو ابدان ته ورغله . له ابدان نه یې لوټه راډکه کړه او، اودس یې وکړ . دکوټې مخې ته په برنډه کې دماپشین په مانځه ودریده ، لمونځ یې خلاص کړ ،لا خپله دوعا یې نه وه خلاصه کړې چې د ( کمر ) ژړایې ترغوږه شوه ، کوټې ته وردننه شوه، کمر یې دزانګو نه راواخیست، ښکل یې کړ اوخپل پیوندي ګریوان یې خلاص کړ اوکمر یې تي ته واچواه .
شېبې لاتېرې نه وې چې کمر دمورتی پریښی و او دمور په غاړه کې یې په هغې تورې څیرې لوبې کولې ،چې دموردواده دبکس کونجۍ پرې ځړیدلې وه .
نازولې خدای خبر چې په کوم سوچ کې تللې وه ،چې دیوسف دلکړې دترک ، ترک اواز هغه راوتخنوله ،هغې وړوکی کمر له خپلې غیږ ې نه دکوټې په غولي کښېناوه ، دیو سف مخې ته ور، ووته ، چې کوټې ته یې رادننه کړي . یوسف دجومات نه ترکوره پورې دخپلې مشرۍ لور څانګې سره دکلا تر دروازې پورې راغلی و .
نازولې یوسف په کوټه کې دننه دکمر خواته کښېناوه . یوسف له واده نه مخکې د، اکا له زوی سره په صوابۍ کې له غره نه ډبرې راکوزولې، اوپه ښارکې به یې خرڅولې . یوه ورځ دسورنګی بارودو په چاودنه کې هغه خپلې سترګې دتل لپاره بایللې .
نازولې یوسف دکوژدنې نه مخ کې دنوروز اکا دزوی په واده کې لیدلی و، چې دکلی دنورو ځوانانو سره یې دجومات په مخکې په لویې ډاګې کې اټن کاوه ، اوتورې څڼې یې په سپین تندي باندې تاویدې راتاویدې .
نازولې دنورو نجونو اوښځو سره دبام په سر ورته ولاړه وه اوننداره یې کوله، هغې په همغه ورځ په یوسف باندې زړه بایللی و ، اوڅوکاله یې په زیارتونواودکلي په ملایانو ځان ستړی کړی و ترڅویې خدای سوال قبول کړ .
یوسف نازولې په سترګونه وه لیدلې ، هغه په صوابۍ کې په مزدورۍ پسې ورک وچې ادې یې نازولې ورته په نامه کړه ، خودمور اودکلادنورو ښځونه یې دهغې دښایست صفتونه اوریدلی و.
د نازولې دا ارمان په زړه پاتې و چې کاشکې یوسف په ژوندونې یوځل دهغې دبې شانې ځوانۍ ننداره کړې وای .یوسف اوس دهغې په ښکلي غږ ، نرموخوږو ،خوږو خبرو اوپه کټ کټ خنداباندې زړه بایللی و .
یوسف کمر په خپل غېږ کې کښېنولی و، اولوباوه یې ، نازولې ورته په ( البي چایجوشه ) کې تورې چای له دوو پیالوسره کوټې ته رادننه کړې ، او ورته مخامخ کېښناسته ....څانګه په کوڅه کې له خپلوهمزولوسره لوبیدله . نازولې یوسف ته د چایو پیاله ډکه کړه ، کمریې دهغه له غیږې راواخیست ، دچایجوشې نه یې لرې دکوټې په غولی کې کښېناوه اودخپلې غاړې نه یې کونجۍ راوویسته اودکمر په لاس کې یې ورکړه، چې ویې لوبوي ، په هم دې وخت کې یې دخپل ټیکري دپیڅکې نه یو دوه پتاسې چې غوټه وې راخلاصې کړې اودیوسف په لاس کې یې ورکړې چې هغه یې له چایوسره وچیچي ،ښځې اوخاوند تود مجلس پیل کړی و ، یوسف نازولې ته وویل :
په جومات کې یې سره ویل چې بیګا ته دبرات شپه ده ، په کورکې څه شته او که نه ؟
نازولې خبره په بل پلو کړه او وې یل :
- ښه داراته وایه چې کوم رنګ دې ډېر خوښ دی ؟
یوسف موسکی شو او ورغبرګه یې کړه :
- ولې ؟ داپوښتنه دې ترڅه پورې وکړه ؟
- هسې ....... چې ورځ یې راغله ، بیا یې درته وایمه .
په همدې وخت کې دواړه په خنداشول .....
یوسف له دې لپاره چې د نازولې پوښتنه بې ځوابه پاتې نشي ورته یې وویل :
- په رنګونوکې مې تور رنګ خوښ دی ..... خودجامولپاره مې سپین رنګ خوښیږي .خویوسور رنګ سره دومره مینه نه لرمه،البته هغه هم دجامو لپاره ، نارینه په سور لباس کې ښه نه ښکاري ،د جامو لپاره زېړ رنګ هم یو څه ښه دی . ته راته ووایه چې ستا کوم رنګ ډېر خوښ دی ؟
- زما هم تور اوسپین رنګ ډېر خوښ دی .... نورپیکه رنګونه مې هم خوښیږی .....
دنازولې مطلب له پیکه رنګونو څخه داو چې اوس دهغې ژوند په خپله پیکه رنګ درلود .خویوسف ډیر زیرک سړی و خبره یی بلې خواته کړه او وې ویل :
- هو، دهوا اودموسم خبره هم ده، په ګرمه هواکې پیکه رنګونه په انسان ښه لګیږی ......
مازیګر قضا و،چې نازولې تنور تود کړ اوله لانده شویو وړو نه یې درې پېړې جوړې کړې . کله چې یوه پېړه یې په تناره پورې کړه ، هغه لاندې وڅڅېده ، بله یې پورې کړه ، هغه هم په خپله لاره لاړه ......خپله لاندینۍ شونډه یې تر غاښ لاندې وچیچله ،یوسوړ اسویلی یې له خولې راووت . تنور ورته تودښکاره شو، یوه لپه اوبه یې په اورباندې توی کړې ،وروسته یې بسم الله کړه اودرېیمه پېړه یې په تناره پورې کړه، دالله فضل و چې هغه په خپله لاره ، لاړه نه . رړه یې راډک شو ، ځان سره یی وویل :
- یوسف خوملامت نه دی چې تور رنګ یی خوښ دی ، ولې چې بخت یې تور دی .که تورنه وای زه به یی په رڼو سترګو لیدلې ومه .
دتناره سر یې پټ کړ چې ډوډۍ سره شي . په دې وخت کې څانګې کمر په غیږ کې نیولی و، دمورخواته راغله ، کله چې داور کوټې ته رادننه شوه نوسملاسي یې چیغه کړه :
- الله مورې ! پیشو خوټولې مستې وخوړې ؟
نازولې چې شاته وکتل نوپه پیشوپسې یې ورمنډه کړه ، پیشو دسترګوپه رپ کې دکوټې نه ووته ، په همدې وخت کې دنازولې پښه په دیګي باندې ولګیده اودغوړیو دیګی په بل مخې چپه شو، اوټول غوړي دغولي په مخ باندې توی شول .
نازولې له ډېرې غوصې نه په انګړ کې په پیشوپسې تر هغه پورې منډې وهلې ، تر څوچې هغه دسلیم اکا دکور په دیواله واوښته ، هغه نوره سا سا وه، چې دتناره غاړې ته راستنه شوه دتناره سریې لوڅ کړ، ویې لیدل چې هغه روغه ډوډۍ هم پړمخې دسکروټو په مخ پرته ده . په وارخطایۍ یې داور له سره ډوډۍ راپورته کړه ، چاړه یې راواخیسته او د ډوډۍ مخ یې ښه وتراشه ،سوځیدلې ډوډۍ یې له دوو چکیدلو هغو سره په شکاره کې کیښوده . هغه الوګان چې مخکې یې غوښتل په غوړوکې سره کړي ، یو، یو یې په تناره کې داور لاندې کړ، ترڅوپاخه شی .
دماښام دلمانځه نه وروسته نازولې په دسترخوان باندې داوبو دکوزړۍ ترڅنګ په یوقاب کې څوپه اور پاخه شوي الوګان ، دوه چکېدلې اویوه سوې ډوډۍ کېښودې . دډوډۍ په لیدو سره څانګې په وړه ژبه وویل :
- وی مورې ! نن شپه دې توره ډوډۍ پخه کړې ؟
یوسف پوښتنه وکړه :
- ولې ډوډۍ سوې ده ؟
- نه هسې دا، اوړه مې دنوروز اکاله ښځې نه راخیستی وې ، لږ سره بخن دي،داخواوس دخانخیلو خویونه کوي ، په پراټو پسې ګرځي .....
نازولې پټه خوله په دسترخوان باندې ناسته وه، بس دبرات په شپه یې یوازې څوڅاڅکي اوښکې ګریوان ته میلمنې راغلې وې ، اوس دهغې په زړه بل ارمان هم پاتې شو چې دبرات په بختوره شپه باندې یې دیوسف مخې ته توره ډوډۍ له څونیم خامو الوګانو سره کېښودل او برات یې ولمانځه .
پای
د اګست دولسمه ،کال 2009
پېښور