سپوږمۍ د څوارلسمې راښکاره په سر درو شي
چې شپه په پخيدو شي نو غزل په پخيدو شي
بس  داسې يو فضا وي له اسمانه نور وريږي
سرخي چې را ښکاره مې د جانان په اننګو شي
نړۍ که پر مخ تګ وکړي سپوږمۍ کې هم ميشته شي
ماشوم به زما تل ويده د مور په الله هو شي
ځه نن به درته دوه ټکو کې يو ارمان بيان کړم
د نيا دې پښتونخوا شي او قانون دې د پښتو شي
( د ګلوښار) کې اوسم خو يو داسې کيفيت دى
زړه او ځي له ګوګله چې مې ور په ډبيدو شي
معراج د انسانيت راته زوال زوال ښکاره شي
انسانه دا ستا مرګ دى چې ساتنه دې په سپو شي
يارانو پيمانې د ميو تشې کړې په هوش دي
عامر چې شوملې هم وڅکي بيا زر په زنګيدو شي



2008 اکتوبر 30
پېښور
.....................................................................................................................
د ګلوښار : پېښور ته به يو وخت خلکو دګلونو ښار ويلو
               خو اوس داد بمونو ښار ګر ځيدلى .