ډیوه او مشال
وږمه سبا
ډېوې د خپلې کوټې له کړکۍ نه دپوهنتون د لیلیې انګړ ته کتل .دلیلیې په انګړ کې شنو ونو او شین چمن هغې ته دکلي ښکلې منظره په ذهن کې را ژوندۍ کوله .هغې د ښاري ژوند سره دومره مینه نه درلوده .دکلي ساده ژوند ،شنو باغونو، دلویو غرونو شنو لمنواودغره په لمن کې د کوچیانو د رمو څرېدو هغې ته ډېر خوند ورکولو .
دهغې دکوټې کړکۍ ته مخامخ د صبر یوه لویه شنه ونه ولاړه وه .په دې ونه کې دوو چوغکو ځاله جوړه کړې وه .د چوغکو دجوړې ځالې ته الوتو را الوتو هغه له ځانه سره لرې بیوله .دچوغکو ځاله اوس دهغې دژوند پورې تړلې خبره وه .ډېوې په خپلو انځورګرو ګوتو باندې ددې جوړې او ددوی د ځالې ډېر انځورونه کاږلي وو .
او کله کله به چې د کلني رخصتۍ پر مهال په کلي کې خپل کورته تله نو دموردنغري خواته کېناستو هم هغې ته دانځورګرۍ لپاره ښکلي خیالونه ور په زړه کول .او کله کله به چې ګاونډیانو کره لاړه او دهغوی څاروي به یې ولیدل نو دهغوی انځورونه به یې هم ویستل .هغې د لیلیې په کوټه کې بلا ښکلي انځورونه ځړولي وو چې د ژوند دبیلا بیلو شېبو انځور ګري یې کوله .
ډېوې چې اوس د خپلې کوټې د کړکۍ نه دلیلیې انګړ ته کتل ،نه ورته خپل کلی یادېده او نه هم د غرونو شنې لمنې .دهغې ټول سوچونه اوس د مشال نه چاپیره چورلېدل .مشال د ښار ترټولو لوی انځورګر و،دهغه انځورونه به د ښار په لویو لویو نندارتونونو کې نندارې ته اېښودل کیدل او په لوړه بیه به پلورل کېدل .ډیوه د مشال د انځورونو څخه ډېره متاثره شوې وه ،خو کله چې درې کاله وړاندې یې پخپله مشال په یو نندارتون کې ولیده نو په یوزړه څه چې په سلو زړونو پرې مینه شوه . له هغې ورځې نه پس د ډېوې انځورونو یو بل رنګ خپل کړ .
اوس د هغې دژوند تر ټولو لوی ارمان دا وچې دښار تر ټولو لویه انځورګره ووسي او مشال د خپلو انځورونو نه متاثره کړي .ددې ترڅنګ په ډېرو کوششونو یې د مشال د تیلیفون لمبر هم پیدا کړی و .
مشال اوس په هغه ښار کې نه اوسیدو چې ډېوې پکې درس ویلو .مشال په یو لرې ښار کې استوګنه لرله .په هغه ښار کې د هغه انځورونه په ښه بیه پلورل کېدل اودهغه دکار مینه وال هم ډېر وو .
ډېوې د مشال سره په دې تېرو درېوو کلونو کې درې یا څلور ځلې په ټیلیفون رسمي خبرې کړې وې .مشال ته معلومه نه وه چې ډېوه ورباندې مینه ده .خو ډېوې شپه ورځ په ځان یوه کړې وه او ددغو درېوو کلونو په موده کې یې دومره ښکلي انځورونه کاږلي وو چې د پوهنتون هرمحصل او محصله دهغې د انځورونو مینه وال وګرځېده .
هغه اوس په خپل پوهنتون کې دیوې لویې انځورګرې په نوم پیزندل شوې وه .
هغه دپوهنتون دهنرونو دپوهنځي یوه عامه څهره لرونکي دبرابرې ښکلا پیغله وه ،خو هنر یې هغې ته نوره ښکلا هم ورکړې وه خوپه مقابل کې مشال بیا نه یوازې داچې ښکلی انځورګرو بلکه په خپله هم دښې ښکلا څخه برخمن و .
مشال د ډېوې غوندې مات نه و ، هغه یوڅه مغروره و او په خپل هنر ډېر نازېدو .ډیوې د خپلې مینې په اړه دخپلې کوټې نږدې ملګرې نازیې ته هم څه نه وو ویلي خو هغه پرې شک منه شوې وه چې د ډېوې لاندې کومه لوبه روانه ده .کله چې به د ډېوې نه چا د مینې په اړه وپوښتل نو هغې به خبره په ټوقو تیره کړه اوداسې به یې ښکاره کوله چې هغه د چا په مینه کې ګیره مرغۍ نه ده .
ډېوه دکړکۍ نه را دې خواته شوه او دخوب په کټ اوږده وغزېده ،دلنډ سوچ نه وروسته یې خپل مبایل راواخیست ، څو وارې یې په ځان کلیمې وویلې او دمشال لمبر یې ډایل کړ .مشال په لومړي غږ دهغې ټیلي فون ځواب کړ :
- هیلو ...........
ډېوې په ځواب کې وویل :
- سلام مشال صیب ! ډېوه یمه ...........
- هو سلام ډیوه جانې ومې پیژندلې څنګه یې ژوند ښه روان دی ......
- هو مشال صیب ........
ډیوه لکه پاڼه رپیده او حیرانه وه چې خبره څرنګه اوږده کړي ، خو ځان یې ونه بایله او مشال ته یې وویل :
- تاسي ته مې ستاسي ددفتر په لمبر څووارې زنګ وواهه،غوښتل مې چې یوه خبره درسره شریکه کړم خو متاسفانه پیدامې نه کړئ .
مشال ورغبرګه کړه :
- ډیوه جانې زه په رخصتۍ تللی وم ، دا دوه ورځې کیږي چې بیرته دکار ځای ته ستون شوی یم .
ډېوې ورزیاته کړه :
- مشال صیب یو څو انځورونه مې دي ،غواړم دهیواد په راتلونکي ملي نندارتون کې یې دنندارې دپاره وړاندې کړم .غوښتل مې چې تاسې راسره دانځورونو په انتخاب کې مرسته وکړئ .
دمشال موسکی غږ راغی :
- ولې نه ،دا خو به ډېر ښه کاروي . زه به له نژدې درسره وګورم .زما ادرس خو درسره شته او نندارتون هم په هم دې ښار کې جوړیږي نودنندارتون نه دوه ورځې وړاندې دلته راشه ،زه به درسره دانځورونو په انتخاب کې مرسته وکړم .
ډېوې غوښتل چې خبره پسې اوږده کړي خو هغې ته چل نه ورتلو ، یوازې هم دومره یې وویل :
- ښه شوه چې خبرې مې درسره وشوې ،که رښتیا راباندې وایئ نو ستاسي په غږ پسې خپه شوې وم .
مشال ورته په ځواب کې وویل :
- ډېره مننه ، زه به ستاسي او ستاسي د انځورونو انتظار باسم ، خو اوس مو په خدای سپارم چې زما دکار وخت دی .
ډېوې یو سوړ اسویلی ووېست او دمشال سره دخدای پامانۍ وروسته یې خپل مبایل ښکل کړ ، هغه یې پورته په هوا کړ اوبیا یې په دواړو لاسونو له هوانه بیرته را ټينګ کړ . هغه دکټ په ژۍ کېناسه او ځان ته په غوصه شوه چې ولې ورسره دا هنر نشته چې د زړه خبره په خوله راولي او مشال ته یې ورسوي .هغه نه پوهیده چې مشال به خپل کړی شي کنه خو زړه ورته ویل چې باید خپل کوشش جاري وساتي .
دهم دې سکون د ترلاسه کولو نه پس یې خپل انځورونه را وویستل او یویو انځور یې دکوټې په منځ کې راخور کړ او له ډېر سوچ نه وروسته یې دېرش انځورونه په یوه ښکلي بیک کې ځای پرځای کړل .
دنندارتون د نندارې د پیلیدو څخه دوه ورځې وړاندې ډیوه په هغه ښار کې چې مشال پکې وسېدو دیوه میلمستون په عمومي سالون کې مشال ته مخامخ په سوربخن کوچ کې ناسته وه .مشال د میز دپاسه اېښودل شوي انځورونه یویوراخیستل او ښه په ځیرسره یې تر نظره تیرول .
مشال انځورونو له ځانه سره وړی و .ډېوې د مشال ګوتو ته کتل چې څنګه یو یو انځور دمیزنه اوچتوي او په خپل زنګانه یې ږدي .
دډېوې دېرش واړو انځورونودژوند ټولې برخې له ځانه سره انځور کړې وې . یو نانوای د تناره په سر ، شپون د رمې سره ،سوالګر دسوال په حال کې ..............
مشال ټول انځورونه څو څو وارې له سترګو تیر کړل .هغه د انځورونو په لیدلو هک پک پاتې و ، ولې چې انځورونه ډېر ښکلي او زړه راښکونکي وو، دومره چې په لیدو یې د مشال نه لاره ورکه شوې وه .
ډېوې په بې صبرۍ انتظار کاوه چې مشال به دانځورونو له منځ نه کوم کوم د نندارتون لپاره انتخابوي .هغه په سوچ کې تللې وه او سترګې یې په خپلو انځورونو کې ښخې کړې وې چې ناببره مشال دهغې دواړه لاسونه په خپلو لاسونو کې راټینګ کړل او په ژړغوني غږ یې ورته وویل :
- یوازې همدومره راته ووایه چې تاخو په خپلو جادو ګرو لاسونو په هر تصویر کې قیامت راښکته کړی ،نو ولې دې په دې ټولو انځورونو کې زما مخ نیمايي انځور کړی .
پای
03/08/2009
پېښور