لنډه کیسه
نکریزې اوبنګړي
وږمه سبا
زرلښته دانګړ په منځ کې دتوت دونې لاندې سیوري ته ناسته وه ،دادې سریې ورته غوښت . هغې دخپلې مور نیمایي سرورغوښتی و.ګل لښته دانګړ په منځ کې دروانې ویالې غاړې ته ناسته وه ، هغه سابه یی وینځل چې تېرماښام اصف له ځانه سره له پټیو نه راوړي وو.
دروژې دېرشمه ورځ وه اوسبا ته دوړوکی اختر ورځ وه ، ګل لښتې سابه ووینځل ،هغه یې دنغري خواته وېوړل اودا بیرته دمور اوخورخواته راغله ، هِغې خپلې مورته وویل :
- ادې! سابه خومې پرېولل ،دغوښې ددیګي سر مې ورټینګ کړ، په اور مې ايښی خوتراوسه یی بخار نه دی نیولی ، راوړه نوردې سر زه درغواړمه ، زرلښته دې سابه پاخه کړي زه نوره ستړې سومه .
مورېې چې دلورپه زنګانه سر ایښی و،راکښیناسته، موسکۍ شوه او ورغبرګه یې کړه :
- وړکۍ! همدانن مو(زامت ) دی سبا به که (زوند) وپه مړه ګیډه به ګرځۍ ، ته اوس (ورسه )دکندولاندې مې توره کټو ایښې ،په هغه کې مینې (وریزې )دي، راوایخله سره پاکې به یې کړو اوبیګا ته به یې پاخه کو .
زړې لاخبره نه وه خلاصه کړې چې زرلښتې وویل :
- وۍ ادې! مینې وریزې سته؟ لالامې خوارکي څووارې درته وویل که وریزې وي نودپیشمني لپاره یې پخې کۍ اوتاویلې چې نسته خلاصې سوي .
-نوڅه وشو ،ددې شپې دپاره مې تاسوته ساتلې وې ، دموراوپلار په قبرکې مې خونه ښخولې .
- ادې ډېر ښه دې کړي، دازرلښته خو تل په اصف لالا ولاړه ده ، لږه دې وشرمیږي، دنکریزو او بنګړو وعده یی ورسره کړې وه، دادی سبا اختر دی په تش میدان ناسته ده .
دواړو خویندو څوشیبې دمورپه مخکې دیوبل سره ژبه ووهله ، وروسته ګل لښته لاړه، وریژې یې راواخیستې اوزرلښته بیرته دمور د سرپه غوښتو لګیا شوه .
اصف دوه کاله مخکې دایران له مزدورۍ راستون شوی و نوبیرته ایران ته تګ ورته خوند نه ورکاوه ، هغه اوس لازمه نه ګڼله چې زړه مور اوپیغلې خوایندې په کورکې یوازې پرېږدي .
هغه ته له پلاره کمه زمکه راپاتې وه ،هغه دکلي دبر کاریز سره دبل کلیوال زمکه په دهقانۍ اخیستې وه .
خوموریې اوس ورته دواده په سوچ کې وه ، هغې غوښتل چې زرلښته ورته بدل کړي .
ګل لښتې وریژې خیشتې کړې ، دنغری خواته لاړه ،دغوښې په دیګي پسې یې نور خس کېښودل او،اوریې ورپسې تېز کړ ، هغه دنغری خواته ناسته وه چې دکلا مخې ته دبنګړیوالې غږشو، هغه په وارخطایۍ سره دمورخواته ورغله او وې ویل :
- ادې ! بنګړیواله ده ،ماخودخپلې چرګې هګۍ ټولې کړي ځانته بنګړي اخلمه .
ادې ورته وویل :
-وه نجلۍ ! بنګړي څه کوې، هغه پرېږده، سبا ته به کوم نازولی راشي په اختري کې به یی ورکړو .
ـ ځه ځه ! زما یې په بلا، زه خو بنګړي اخلمه .
ګل لښتې دکلاد دروازې خوا ته منډه کړه اوبنګړیواله یې دننه کلا ته راوسته ، بنګړیوالې خپل دبنګړو کارتن له اوږې راکشته کړ ، زړې او زرلښتې ته مخامخ په ځمکه کښېناسته ، په دووپښو تړلی چرګ یې هم دانګړ په مخ کې خوشې کړ. بنګړیوالې سره ، شنه ، زیړ او رنګ په رنګ بنګړي له کارتن نه راوویستل ، له بلې غوټې نه یې دنداسه ، سرخی ،رانجه، دمخ پوډر، دتندي خالونه هم راوویستل . بنګړیوالې دزړې لاس ځانته راکاږه او وې ویل :
-ترورې ! راځه چې اول خوستامړوند درډک کړمه ، ګوره ستادعمر سره برابر تور رنګي بنګړي مې راوړي ، په هغه لوی کلا کې ډېرو خپل مړوندونه ډک کړل .
زړې خپل لاس ترې راکاږه او ورته یې وویل :
- زه یې څه کومه ، داجونکۍ بې شرمې دي بنګړي او نکریزې غواړي .
ګل لښتې دبنګړو په درجنو باندې ګوتې وهلې ،له بنګړیوالې نه یې دهر درجن دبیې پوښتنه کوله ، بنګړیوالې قسم کړی وچې درجن به له شپږو هګیو نه په کمه نه ورکوي ، دنکریزو پاکټ یې په دوه هګیو خرڅاوه . زرلښتې دبنګړولپاره پوره شل هګۍ ټولې کړې وې، دهغې زړه و، چې خپل دواړه لیچې ډکې کړي ،ځانته دمخ پوډر، دشونډوسرخي ،نکریزې اودنداسه واخلي ،خوخپلو هګیو ته یې چې کتل نو لیدل یې چې داټول ارمانونه یې نه پوره کیږي ،زرلښته په ژبه باندې لږ ه ډيره تېره وه خوپه زړه بیا ډیره نازکه نجلۍ وه ، دموراوخورتشولیچو ورته خوندنه ورکاوه ، هغې دمور لاس دبنګړیوالې په لاس کې ورکړاو ورته یې وویل :
- اول خو،دادې لاس ورډک کړه .....
وروسته یې ځانته یودرجن سره اوشنه بنګړي اودخورلپاره یې زېړاوتور بنګړي راواخیستل ،بنګړیوالې ددې دریودرجنوبنګړو په بدل کې اتلس دانې هګۍ واخیستې اودپاتې دوه هګیویې ورته یوپاکټ نکریزې ورکړې .
دواړوخویندو بنګړی په لاس نه کړل ،هغوی په دې سوچ کې ول چې سبا ته داختر له جاموسره سم به یې په لاس کړي . زرلښته خپلوبنګړوته ډېره خوشحاله وه ، دواړه درجن بنګړي یې دکوټې په تاخچه کې دنکریزو سره یوځای کېښودل .دواړو خوایندې دروژه ماتي دتیارولو لپاره لاړې . زرې په ګل لښتې امر وکړ چې داصف جوړه له بغڅې نه راواخلي اودتناره په تاو دې ورکړي چې ګونځې یې لاړې شي اوسبا لپاره یې ورته کېږدي ، دتناره په غاړه ، ګل لښتې زرلښتې ته وویل :
- نن شپه به دنکریزو ګلان په لاسونوکې جوړکړو، دهغې کابلۍ نجلۍ غوندې چې دبارام په واده کې راغلې وه .
- نوپه څه باندې به یې واچوو ؟
- ماته یې چل راځي ،دګوګړو په ډکي باندې یې په لاسونوکې سره جوړوي .
دماسخوتن له مانځه نه وروسته زرلښتې ته یې مور وویل چې نکریزې راوړي اوپه سریې ورپورې کړي ، اصف دماسخوتن دلمانځه لپاره جومات ته تللی و ، زرلښته کوټې ته دننه شوه چې دکوټې له تاخچې نه خیشته کړي نکریزې راواخلي .
دسنبلې میاشت وه ګل لښتې دبام په سر دخوب ځایونه سمول ، چې زرلښته له کوټې راووته اوهغې ته یې وویل :
- نکریزې دې چيرې ایښي ؟
- مانه دي لیدلي تاخیشته کړل اودبنګړوسره دې ځای په ځای کړل ........
زرلښته له لاټین سره بیرته کوټې ته ننوته ،له تاخچې سره یې ټوله کوټه ولټوله ،خوزمکه وچاودېده اوبنګړي له نکریزوسره پکې ننوتل ...
ترنیمې شپې پورې دواړو خوایندو کلیمې ویلې، ایتونه به یې تیرول که ګوندې دهغو نکریزې او بنګړي پیریان ورته بیرته راوړي .
دواړه خوایندې په خپلو خوب ځاینوکې ناستې وې ،یوې په بلې باندې ملامتي اچوله چې ولې یې بنګړي او نکریزې په ((بسم الله)) نه وې ایښې . اوس نو دزرلښتې پوره باور راغلی و چې داپیری نه دی ښاپیرۍ ده، ځکه چې تل ددواړو خوایندو د ډول او سینګار شیان پټوي .
اصف په دواړو باندې غږ وکړ چې اوس ویدې شي ،داختر نه پس رحیمی دکوټودپاسه نورې بالاخانې اچوي ،دی به ورسره مزدوري ونیسي، بیا به دوی ته هرڅه راوړي .
داختر په ورځ دواړو خویندو نوې جامې په تن نه کړې ،د غرمې ډوډۍ نه وروسته شاببو توړۍ له خپلې پیغلې لور نازکې سره داختر مبارکۍ لپاره راغله ، زرلښتې هغوی بره په بالاخانه کې کېنولې . مور یې ورپورته شوه، شېبه وروسته اصف دباندې نه کورته راغی ، دشاببو توړۍ دراتګ په خبریدو سره دکلا له دروازې بیرته ستون شو اودجومات مخې ته دځوانانو ډلې ته بیرته ورغی .
ګل لښتې اوزرلښتې دواړو چای داختر له مېوې سره بالاخانې ته ورپورته کړې ، ګلښتې دنازکې لیچو ته پام شو چې دواړه لیچې یې په بنګړیو ډکې کړي او په دواړو لاسونویې دنکریزو ګلان اچولي دي .
په دې وخت کې شاببو توړۍ داصف ادې ته وویل :
- خورې ! پرون مازیګر نازکه خپه وه ،خدای وهلې بنګړیواله دکلاخواته رانغله ،ددې نه بنګړي ونه نکریزې ، خیریوسې خورې ماسخوتن چې اصف جان بنګړي او خیشته کړي نکریزې راوړل نوزړه کې مې درته دوعا تیره شوه ، خواوس چې ګورمه مونږ ته موراولیږل اوتاسو نکریزې نه دي کړي ؟
ګل لښتې زروویل :
- توړۍ! پرون مو له بنګريوالې نه هم بنګړي واخیستل اوهم یوپاکټ نکریزي، نیمایي نکریزې دبنګړوسره موتاسوته درولیږ ل ، دازرلښته نه وینې لاټین یې ځان سره لاندې کوز کړی و ، ادې چې مانځه ته ولاړه شوه نوپښه یې دنکریزو په کاسه ولګیده او کاسه لاندې دکلا منځ ته لاړه . ګل لښتې او زرلښتې شېبه په شېبه دنازکې لیچو او سره کړو لاسونو ته کتل او په خپلو منځو کې سره موسیدلې .
2009/09/16
پېښور