مارجوري تيلور ګرين Marjorie Taylor Greene چې د امريکا د کانګريس غړې ده تېره ورځ په اېکس (پخواني ټويټر) کې په يوه ټويټ کې ليکلي دي چې اوکراین ته د برتانوي ځمکنيو سرتېرو سره به لندن ،د نړۍ هېوادونه درېيم نړيوال جنګ ته لا ورنږدې کړي او ددې جنګ لامل به شي او امریکا نه غواړي په داسې يوه شي کې ګډون وکړي نوموړې دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې د انګلستان نوي دفاع وزير ګرانټ شاپس وویل چې د اوکرايني ځواکونو د زده کړې او تربیې لپاره به تازه برتانوي ځواکونه اوکراین ته ولېږي. او د روان کال ترپايه به ۳۰ زره اوکرايني سرتېري وروزي ترڅو له روسيې سره په جنګ کې ترې استفاده وکړي خو ځينې نور د سياسي او نظامي چارو څېړونکي بيا داسې انګېري چې ګويا دا ځواکونه د نظامي زده کړو په نامه د اوکراین جنګ ته لېږي ځکه چې معلومېږي اوکراین په جګړه کې د انساني ځواک له کمبود سره مخ دی .

د برتانيا دولت په خپلو ناټو متحدينو له يوې خوا او امريکا له بلې خوا فشار راوړي چې له اوکراین سره نظامي مرسته وکړي چې د روسيې په مقابل کې قوي پاتې شي او په يو ډول غواړي دا اور بل وساتي، تېره ورځ د نګلستان د باندينو چارو وزير وويل: له اوکراين سره د لويديځو هېوادونو ملاتړ سخت دی خو هغه وخت چې دوه زړي او زړه نازړه شو دا ملاتړ لاپسې سخت تر کېږي او دردناک کېږي. او ان د ټيګلراف د راپور له مخې د اروپايي هېوادونو او په ځانګړي ډول برتانيا له اوکراین سره د وسلو دومره کومک کړی دی چې اوس خپله د وسلو له کمبود سره مخ دي او ددې په اړه اندېښمن دي چې د خپلې دفاع لپاره څه شي نه دي ورپاتې . د برتانيا يوه لوړپوړي چارواکي تېره ورځ له ټيليګراف سره په خبرو کې وویل چې اوکراين ته هر ټانک او هرې وسلې په ورکولو سره موږ د يوه ټانک او يوې وسلې له کمبود سره مخ کېږو.

برتانيا او ددې هېواد سياستمداران چې په نړۍ کې له سراليون څخه تر عراق، کوزوو ، افغانستان او اوکراين پورې په جنګونو کې فعال رول درلود او لري یې؛ او د افغانانو په اصطلاح انګليس د شيطان کور دی او غواړي چې دوه هېوادونه او دوه ملتونه په خپل منځ کې په جنجال سره اخته وساتي ، او د اوکراین په جنګ کې له امريکا وروسته د اوکراین دويم ستر مالي او نظامي ملاتړ کوونکی دی په داسې حال کې چې د انګلستان اقتصادي وضعيت یې ورځ تر بلې خرابېږي او د (ای ، ايم ، ايف) د راپور له مخې په نږدې راتلونکې کې به انګلستان له ځورونکي اقتصادي رکود سره مخ شي او په (جي سيون) هېوادونو کې به یې درجه ۷ ته راټيټه شي.

همدارنګه له دې امله هم برتانیا د اوکراین کې د جنګ د روان ساتلو لېواله ده چې له روسيې سره پخوانۍ دښمني لري غواړي چې په يو ډول روسيه د اوکراین په جګړه کې راګيره او مصروفه وساتي او درګرده لګيا ده خپل متحدين او نور هېوادونه تشويق کوي چې له اوکراین سره مرستې وکړي او دا جګړه په پردۍ خاوره کې د پردي سرتېري له اوږې په دښمن ډزونه دي چې امریکا، برتانيا او نورو اروپايي هېوادونو ته پکې له مالي تاوان ماسوا بل هيڅ تاوان نه رسېږي.