څنګه؟

ملګری ملتونه په کارغه باندې بودنه نیسی دغه کارغه څوک دی ؟ دان جی او پخوانۍ غړې عادله راز اوکه خپل سری احمد نصیر فایق دی دادواړه دلته به کتار کې ناست دی زورندې وهی او خپلې مقالې «ګندنه هو ، تازه ګندنه» لولی. ملګری ملتونه ورته پخوانی دېبلوماتان وایی دوی داعلامیې خبره کوی خو متن اوبطن داعلامیې درک نه لری. دایت الله ګانو دبهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم دسیمې تروریزم او کډوالی ستونزې او کړکیچونه کما فی السابق د افغانستان پر تنده ور تبی او په سیمه کې یې ژورې اغیزې ګڼلی. دایران دبهرنیو چارو وزیر په اټکل نه بلکې عمدا دغه ویناوی کوی دافغانستان اوسنی وضعیت نړی ته به تیره بیا آسیایی ټولنې ته کړکیچن ور پیژنی . په ورته وخت کې پاکستان هم عین سندره وایی.
که چېرې زموږ دبهرنیو چارو وزارت دغه سیاست سم مدیریت کړی وای او له ملګرو ملتونو سره د خبر اترو له لارې یوه سم دوه اړخیزه مفاههمی ته رسېدلی وای نو عادلې اوفایق ته چا غوږ نه نیوه.همدارنګه که دکډ والووزارت د کډوالی توب لارې چارې سمې تنظیم اوترتیب شوی وای نومیر دژورو ریښواوجنجالو نو پړه براافغانستان نه شوی اچولی مانا داچې دغه زمینه موږ هغوی ته له بېکفایتی سپارو.
دملګرو ملتو چی اصلا ملګری نه دی په اته اویایمه (۷۸) عمومی غونډه کې یو شمیر منافقین راټول شوی ول هریوه په خط کشی برابر خپلې افسانې ولوستې دغه غونده د نیویارک په ښارکې جوړه شوې وه.
دافغانستان روان وضعیت په سیمه اونړې کې دقناعت وړ دی . امنیت سم دی، اوژوند دسولې او سوکالی لوری ته درومی خوافغانستان بهرنیو مداخلو او هاها ګانو دغه حالت ته راووست دټولو بدمرغیو عامل همدا بهرنی لاس وهنې دی ایران او پاکستان دکډ والو په نوم هرډول سوء استفادې وکولې خو اوس چیغې او نارې هم د وی وهی وایی بګیرش که نګیردت!
وایی یوڅه غنم لا نده او یوڅه ژرنده پڅه
خلیل حقانی او دکډوالو وزارت ډیر سره لیرې دی همداغر اوهمدا کر بوړی نه بلکی یو تکړه او باتجربه کس په کاروه چې دکډوالی په سیستم کې بلد وای اوهرڅه یی دمعاصر وخت به رڼاکې څېړلی شوای دې کار کې د یو. ان. سی. اچ . ار. عال کمیساری ناکام دی چې ټول ابزارلری نو حقانی دشپږم ټولګی پوهه نه لری!کډوالی بشپره احصایه غواړی او احصایه بیا داعدادو کار دی نه د لافو اوپټاکو او کارتوسو ګردنی ۱

په دې راپور کې ویل شوي، چې د مۍ د میاشتې له نیمايي څخه د جون د میاشتې تر وروستیو نږدې ۱۲۰۰ او ۱۵۰۰ اسناد نلرونکي افغان کډوال (ځانګړي ډول مجرد افغانان) د غیر رسمي لارو هره اونۍ ایران ته تلل. دا شمیر د اپریل د میاشتې څخه د جون تر میاشتې هره اونۍ د ۱۵۰۰ او ۱۸۰۰ تنو ترمنځ وه
د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنري ویلي: "د راپورونو له مخې په غیر رسمي لارو تګ ټول امکانات د انساني قاچاقبرانو له خوا برابریږي"
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) په یو راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې شاوخوا ۷۱۰ زره افغان کډوال په دواطلب یا جبري توګه د ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
یو این ایچ سي ار، وايي، ددغه شمیر ۳۱۰ زره هغه افغانان دي، چې په ایران کې یې د اوسیدلو رسمي اسناد نلرل
په دې راپور کې ویل شوي: "د ۲۰۲۳ کال د لومړیو شپږو میاشتو شمیرنې د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې د شمیرنو پرتله ۱۶ فیصده زیاتې دي."
د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له ایران څخه شړل شویو کډوالو د فزیکي تاوتریخوالي، خوړو او د څښلو اوبو ته لاس رسی، مناسبو روغتیايي خدمتونو او همداشان توهین او تحقیر، په زندانونو کې په زیات شمیر کسانو شتون، د کورنيو څخه جداوالي او د پیسو او شتمنیو له لاسه تللو په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو راپور ورکړی دی.
ایراني چارواکو تراوسه د افغان کډوالو سره د ناسم چلند او د بشري حقونو څخه د سرغړونو ادعاوې تل ردې کړي دي
همداشان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د ۴۰۰ زره کسانو په خپله خوښه له ایران څخه وطن ته د ستانه شویو افغانانو د ستنیدلو خبرهم ورکړل شوی دی.
د ترکیې جمهور رئیس همدې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو اړتیا یادونه وکړه او په دغسې حکومت کې یې ددغه هیواد د ټولو قومونو او مذهبونو د استازو په ګډون ټینګار وکړ.
د اوزبکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایوف ( میر ضیا مسلمان اویوف روسی )د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې د افغانستان تحولات پر نړیوال امنیت مخامخ اغېز کوي او باید په داسې شرایطو کې افغانستان یوازې پرې نښودل شي.
همداشان د قطر امیر شیخ تمیم ال ثاني چې هیواد یې د اوږدو کلنو لپاره د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه په توګه پاتې شوی په خپله وینا کې له طالبانو وغوښتل، چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړي.
د ملګرو ملتونو عمومي ۷۸ غونډه څه موده پخوا پیل شوې وه، چې د افغانستان د وضعیت ارزونه هم ددغې غونډې په اجندا کې شامله وه.