څلورمه برخه
په تیر پسي
د مصنوعي تزریق میتود:
د ښاري ژوند په پراختیا سره د ځمکي لاندې اوبو تغذیه ځکه کمه شوې ده چي د ښاري فعالیتونو له کبله د باران د جذب دپاره خلاصې ساحې زیاتې کمې شوې دي. په همدي سبب د ځمکي لاندي د اوبو سطحه ډيره ټیټه تللي له بلي خوا د صنعتي فعالیتونو له کبله په زیاتو ښاري سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کیفیت هم خراب شوی دی او د زیاتره سیمو اوبه ملوث (ککړي) شوي، ځکه نو د اوبو رسولو په برخه کي د عرضې او تقاضا تر منځ یوه ستره تشه رامنځته شوی. دغو شرایطو ته په کتو زیاته اړتیا لیدل کیږي چي د کورونو او نورو عامه تاسیساتو د بامونو د باران اوبه راټولې او د ځمکې لاندې اوبو ذخیره ورباندې زیاته کړو په ښارونو او ګڼ میشتو سیمو کي د باران د اوبو د راټولولو دپاره اړینه ده چي د مصنوعي تزریق طریقه وکاروو په دي طریقه کي په لاندي شکل ساختمانونه جوړولي شو.
1. د وړوکې څا (Pit) کیندل
د کورنو د تعمیر او کانکریتي یا آهن کانکریتي ساختمانو څخه په معینه لیري فاصله کي یوه وړوکي څاه اکثره دننه په صحن یا حویلی کي کیندل کیږي، د بامونو او پیاده رونو اوبه دغه څاه ته تویږي تغذیوي څاه ګاني په دایروي، مربعي او مستطیلي شکلونو جوړولي شو.
د وړوکي تغذیوي څاه د دیزاین په وخت کي باید لاندي نقاط په پام کي ونیول شي.

A. د ځمکې جیولوژي باید مطالعه شي
B. څاه باید داسي ځآی کی وکیندل شي چي د ساحي جذب زیاد وي که په ساحه کي داسي مواد وي چي د اوبو دجذب مخه نیسي باید تعویض شي او ساحه تري پاک شي.
C. د تغذيي اعظمي سرعت او د باران د شدت اندازه ټاکل:
د تغذیی مقدار د ساحي د مساحت په اساس ټاکل کیږي د څاه ابعاد یعني قطر او ژوروالي د تغذیي د اوبو په مقدار پوري مربوط کیږي.
D. د صابون،. تشنابونو، له فابریکو نه راوتلي اوبه، او بدرفت (یعني د سیپتیک څاه ګاني) اوبه باید څاه ته تويي نشي په ټوله کي د بي کیفیته او ملوثي اوبه باید څاه ته تزریق نشي تر څو د ځمکی لاندي نوري پاکي اوبه ملوثي نکړي.
E. په عمومي ډول د تغذیوي څاه قطر له 1-1.2 پوري، ژوروالۍ 2-3 مترو پوري په پام کي نیول کیږي خو لکه مخکي مو چي وویلي د څاه ابعاد (قطر، عمق او مساحت) د تغذیوي ساحي د باران د شدت پوري ارتباط لري د وړو تعمیرونو دپاره چي مساحت يي تر 200 متر مربع پوري وي دغه ذکر شوي ابعاد ښه د تطبیق وړ دی خو که ساحه زیاتیږي د څاه عمق هم باید ورسره زیاد شي.تغذیوي څاه باید تر نیم متره پوري د فلتر موادو (غټه دانه شګه، جغل، او وړو ډبرو) نه ډک شي تر څو رڼي اوبه ځمکي ته تزریق شي که ترسبي مواد د څاه بیخ ته رسوب وکړي پدي صورت کي باید څاه پاک شي.
F. تغذیوي څاه باید د کانکریټي سرپوښونو په مرسته وپوښل شي تر څو څاه ته د انسانانو او نورو ژویو د لوېدو له خطره خوندي کړای شو.

د تغذیوي څاه ډيزاین طریقه:

پورتنیو شرایطو ته په کتو لمړی د څاه دپاره یو مناسب موقیعت ټاکل کیږي ورپسي د څاه دپآره اړین مواد لکه د تصفیي د کانکریتي فلترونو شمیر او د تطبیق وړ نقاط په پام کي نیول کیږي.
د تصفیې کانکریټی فلتر یوه ډېره ساده ودانۍ ده چې دوې برخې لري، لومړۍ یې د اوبو ذخیره او دوه یمه یې د جغل یو ساده فلتر دی چي د دوه یا دري انچه قطر درلودونکي پی وي سی پایپ په واسطه څاه سره وصل کیږي.
د ځمکې د طبقو د ښویېدنې او ودانیو د خوندیتوب په موخه دې د 30 سانتي مترو جذبي سوریو درلودونکي چکونه په څاه کې ښکته کیږي، د چکونو بهرنۍ برخه لومړی له جغل (ګراول پیک) څخه ډکه او پورتنۍ برخه باید د نرمی خاوری (کلې) په مرسته بندیږي تر څو د شاوخوا ځایونو ککړې اوبه څاه ته لاره پیدا نکړي.
د بامونو ناوې او د آزادو پراخو میدانونو د اورښت د تخلیې مسیرونه دې د کوچنیو ویالو له لارې د تصفیوی فلټرونو سره ونښلول شي. په لاندي شکل کي د تغذیوي څاه د دیزاین نمونه ښودل شوی.

د ځمکې لاندې اوبو تغذیه د ټیوب ویل په طریقه:
په کومو سیمو کي چي د تحت الارضي (ځمکي لاندی اوبو) قشر په زیاته اندازه ژور تللی وي او د تحت الارضي اوبو زیرمي یا اکیفر ساحي زیانمني شوي وي په داسي حالت کی لازمه ده چی ټیوب ویل په طریقه د اکیفر ساحي تغذیه شي د ټیوب ویل په طریقه کي د PVCهغه پیپونه چې ۱۰۰ملي متره قطر ولري له هغو ذخیرو سره وصل کیږي چې له بام څخه د باران اوبه پکې راټولیږي. د بام په سطحه کې چې د باران لمړۍ کومې اوبه راټولې وي د دریناج د پایپ په مرسته جریان پیدا کوي. کله چې د پایپ اخر بند شي، د راتلونکو بارانونو اوبه مخکې له دې چې ټیوب ویل ته داخلې شي، د Tپایپ په مرسته هغه PVCپایپ ته جریان مومي چې د ۱میتر څخه تر ۱.۲میتره اوږد فلتر لري. د اکیفر په تغذیه کي د پام وړ ټکي دا دی چي ککړي اوبه باید اکیفر ته داخل نشي او په هر صورت کي باید پاکي او فلتر شوي آوبه ځمکي ته پیچکاري شي.
د فلتر قطر د بام د مساحت په اساس تعینیږي که د بام ساحه د 150 -200 متره مربع وي په هره خوا کې 63 میلی متره راکموونکی ورته کارول کیږي. فلتر د PVCجالیو په مرسته په دوو چمبرونو (د کثافاتو جالۍ) ویشل کیږي: لمړی فلترد جغل په واسطه ډکیږي 6 میلي میتره – 10 میلي میتره، دوهم له وړو ډبرو 12 میلی متره – 20 ملي متره او دریم چمبر د یو څه سترو ډبرو 20 ملی متره – 40 ملي متره څخه ډک کیږي. که د بام ساحه ستره وي، د فلتر څاه ممکن نصب شي، د رسوباتو فلتر د ځمکي په سر لګول کیږي او د بام د سطحي د باران اوبه د همدي فلتر نه تیریږي.

د تحت الارضی اوبو د بیا تغذیې دپآره د ځمکي په سطحه کي د کوچنيو کانالونو د کیندلو طریقه:
د تحت الارضي اوبو د بیا تغذیې دپاره د ځمکې د میلان په اوږدو کې د کوچنیو کانالونو چي د کم ژوروالي ویالې دي جوړیږي او د کانال منځ له ډبرو او جغلو ډک کیږي. دا طریقه کیدی شي په لویو تعمیرونو کي لکه د روغتونو، پوهنتونو او نورو بامونو دپاره وکارول شي
د کوچنیو کانالونو کیندل د هغو تعمیرونو لپاره چې مساحت یې له 200 متره مربع – 300 متره مربع وي او د ځمکي سطحي ته نږدي د اوبو د جذب طبقات شتون ولري کیندل کیږي
د دا ډول ویالې ابعاد د باران د اوبو د شدت او مقدار په اساس کیندل کیږي، ممکن د 0.5m – 1 mپورې عرض، 1m 15m پورې ژوروالی او له 10 تر 20 مترو اوږدوالی ولري دا ویالې له ( 5 سانتي متره – 20 سانتي متره) وړو ډبرو، ( 5 ملي متره – 10 ملي متره) جغل چېپه متناسب ډول دانې ولري، او داسې چې ډبرې په بیخ، جغل په منځ او د سترو دانو ریګ په سر کې ځای په ځای شي، داسې چې هغه رسوبات چې له راټولو شوو اوبو سره راځي په سر کې پاتې او په اسانۍ سره لیرې شي.
• جالۍ باید په د ویالي په سر کي نصب شي تر څو پاڼې او جامد ضایعات و ویالې ته له ننوتلو منع شي او د رسوباتو د راټولو چمبر هم باید د ځمکې په مخ تهیه شي تر څو واړه ذرات ویالي ته داخل نشي.
داسې یو میکانیزم باید د چمبر نه وړاندې رامنځته شي چې تر څو د تازه باران اوبه ویالې ته له ننوتلو منع کړي، ځکه ککړتیاوې لري.
د ریګ د سر قشر باید تر مناسب وخت وروسته پاکه شي تر څو د بیا تغذیې سرعت وساتي.