د جشن میلاد النبیﷺ د مبارکى ورځی په مناسبت
اسلام څه شی دی؟
اسلام هغه الهی دین دی چې الله ﷻله لوری راغلی اود هغه د تعلیماتو اواحکامو په تعلیم یې خپل پیغمبر ﷺ مامور کړی او ټول خلک یې دهغه په تبلیغ اورسولومکلف کړی دی.
حضرت محمدﷺ قرانکریم له خپل پروردګار نه دجبرائیل امین پواسطه زده کړ او څنګه یې چې زده کړی ؤهغسې یې خلکو ته ورساوه د خپل پروردګارپه امریې دهغه مجمل آیات توضیح اوبیان کړل اوصریح نصوص یې معمول وګرځول، او له هغه وروسته بیا خلکوپه هغه توګه ترې زده کړل (لکه څنګه چې نازل شوی ؤ) پرته له کوم تحریف اواشتباء نه په تواترمونږ ته راورسید.
اسلام د اسماني دینونو اخري اوکامل ترین دین دی چې په یو اللهﷻباندې ایمان لري،قرانکریم داللهﷻ ستر کتاب دی چې په اخري پیغمبرحضرت محمدرسو ل الله باندي داللهﷻ له لوري د جبرائیل (ملائیکه) پواسطه نازل شوی دی چې په ۶۱۰ م کال سره سمون خوري . په دې وخت د اللهﷻ پيغمبر څلویښت کلن ؤ.
قران د خدای کتاب دی:
چا چې قرانکریم لوستی وي او د هغه د اسلوب سره بلد اوسي اود هغه په معانیو اومحتویاتو کښې ښه تدبیر وکړی اوپه ځیراو دقت یې ولولي او بیا د حضرت محمدﷺ د نشئت او پیدا کیدوځای اودهغه د ژوندانه او نشونماء محیط په نظر کښې ونیسې نویقین به وکړي چې دغه قران د محمد ﷺ د لاس او یا د بشر د لاس لیکل شوی او جوړشوی نه دی او باور به کوي چې قران د خدای له لوري پرمحمد ﷺ نازل شوی اومحمدﷺ پرته له کوم زیادښت اوکمۍ هغه خلکوته رسو لی دی نوله دې کبله قرانکریم مسلمانانوته د دین د عقاید و، د شریعت اواحکامو د اصولو د اصلي او لومړنې مصدر حیثیت لري .اللهﷻخپله په قرانکریم کښې دهغه چاعجزاو ناتوا ني ښودلې ده چې د قران په شان د یوه کتاب اولا یوې سوریة د جوړول اراده وکړي اود هغه کار څخه د خلکو عجزد دې خبرې ثبوت ګواهي ورکوي.قرآنکریم ذکر، هدایت، نصیحت او شفاء ده، څوک چې د قرانکریم ملګرتیا اختیار کړي،هغه به د خپل رب سره محبت اومینه وکړي.
منبع: د دعاءعبادت دی له کتاب څخه
لیکوال: الحاج دیپلوم انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمي)
عکس پخوانى دى