دودیال
د جهالت او تیارې د پای زیری
(د میلاد النبی(ص) د رارسیدو په مناسبت ادبی سوغات)
***
شپه پای ته رسېده او د لمر زرینو وړانګو پر نړۍ تاوده وزرونه غوړول چې د عبدالله په کور کې آمنه د ماشوم د تولد په هیله وه، دا وخت هغې سره د عبدالله وینځه او فاطمه بنت اسد وه، چې هره شیبه یې ورته ډاډ ورکاو. دا یوه بیسارې شپه او بل شانته سباوون و.
په دغه سهار د مکې لوی بُتان پر زمکه پرېوتل، د کسرا اوچت څلی په ملا کې مات شو او د سماوه وچه بیدیا کې اوبه راووتې، د حجاز له افق څخه یوه رڼا وپړکیده او د عربو دشرک، جهالت، خرافاتو، بی اتفاقی او اوهامو د تیارې د پای ته رسیدو زمزمه پیل شوه، د نړۍ د لویو پاچاهانو تختونه ولړزیدل، د جادوګرانو سحر باطل شو او د کاهنانو شیطانی پوهه ترۍ تم شوه. په دې نښو سره خاتم الانبیا(ص) سردار دو جهان نړۍ ته سترګې پرانیستې. آمنې د بیسارې خوشحالۍ او هوساینې احساس وکړ.
په دغه شپه عمرو بن امیه چې نامتو ستوری پېژندونکی و، په آسمان کې رڼاګانې ولیدې، ده ته د تورات هغه نښې ورپه زړه شوې چې نړۍ ته د احمد د راتلو په اړه وې. د ده په زړه لوی وهم پرېوت . دلمر له راختومخکې یوسف هم دعمروبن امیه په شان حیران و. کاهن یوسف د پخوانیو سپیڅلو کتابو مطالعه لرله. هغه چې کوم بدلونونه نن شپه لیدلي وو، نو حق یې و چې په هغه هیبتناک سهار له کوره بهر ووځي او له حالاتو ځان خبر کړي. دا وخت قریش ورځنیو چارو ته یو یو له کورنو راوتل. ده له یو تن څخه وپوښتل:
- ایا نن په قریشو کې کوم ماشوم نړۍ ته راغلی ؟
خو تر دغې شیبې لا د آمنې ګاونډي او نور قریش یو هم نه ووخبر. یوسف یورنګه قسمونه یادول چې په تورات قسم کوم چې نن نړۍ ته وروستي پیغمبر قدم کېښود. که دلته نه وي، نوخامخا به فلسطین کې نړۍ ته راغلی وي؟!
لږ شیبه کې فاطمې د حضرت رسول نیکه، عبدالمطلب ته زیری وروړ چې بیړه وکړه، د آمنې کورته راشه چی خدای ښایسته لمسی درکړ!
عبدالمطلب شکرونه وکړل او په منډه د آمنې د خونې دروازې ته ورغی. ماشوم ښکلې و، ښایسته سترګې او ګڼ باڼه یې لرل. مور په ورني کې نغښتی و. مُطلب ماشوم غیږ کې واخیست او بهر ووت. دُعا یې وکړه او کعبې ته یې یووړ. دا وخت قریش خبر شول، یهودی یوسف هم خبر شو، دستي یې وویل:
- کله مې چې دشپې د ستورو هره خوا تلل راتلل ولیدل، نو وپوهیدم چې دغه آسماني بدلونونه ټول د هغه پیغمبر د زیږیدو نښه ده چې زموږ په کتابو او تورات کې ذکر شوي دي.
او د کعبې په لوری یې منډه کړه. هلته یې ماشوم د عبدالمطلب په غیږ کې ولید، په بیړه یې د هغه د مبارکې کوچنۍ اوږې د ورني پیڅکه پورته او د نبوت د مُهر هغه نښې یې ولیدې چې د دوی سپیڅلي کتاب کې راغلې وې. "رضوان" د جنت ساتونکی ملائیکې د ماشوم دغه اوږه د سروزرو په جام کې په رڼو اوبو مینځلی او د نبوت د مهر پاکي یې وربښلې وه. په یهودی یوسف د ابهت تاثیر اوویره وغوړیده، په شا شو، عبدالمطلب ته یې یو ځل بیا مبارکي وویله او د خپل کور په خوا ولاړ.
عبدالمطلب، دغه مهربان او نیکمرغه نیکه ماشوم د کعبې په محوطه کې غیږ کې ځانته جوخت نیولی و اودعا یې کوله. اوس ده ته دغه ماشوم د ده د زوی عبدالله یادګارو. عبدالله څه موده مخکې وفات شوی و. د مُطلب ملا دزوی د مړینې له غمه کړوپه شوی وه. دا دی اوس یې د دغه ماشوم په لیدو یوځل بیا هیلې وغوړیدې او وجود کې یې توان احساس کړ.
نیکه له خوشحالی اوښان حلال او خیرات کړل او شیبه په شیبه یې ویل:
الحمد لله الذی اعطانی هذا الغلام الطیب الاردان قد سادفی المهد علی المغلمان.
مور ماشوم باندې د احمد او نیکه ورباندې د محمد نوم کېښود. دا هغه نومونه وو چې پخوا تورات او انجیل کې د زیري په توګه راغلی وو. دا دی نن د هغه زیري ورځ را ورسیده.
د ۵۷۰عیسوی کال د ربیع الاول دولسمه شپه وه. دغه کال ته عربو "عام الفیل" نوم ورکړی و، دا ځکه چی د مبارک پیغمبر نړۍ ته راتگ څخه لږ مخکې ابرهه له خپل خونړي لښکر سره په کعبه او مسجدالحرام یرغل وکړ، خو په الهی معجزې ناکام شو.
***
د لمر د وړانګو په خورېدو سره مهینې وریځې له آسمانه را کوزې او محمد یې له اشرق تر مغربه، په وچه او سمندرونو وګرځاو او بیا یې په داسې حال کې د شیدو په شان سپین ورني کې د عبدالمطلب له غیږی مورته ورساو چې د نصرت، رحمت او نبوت کونجیانی یی دورنی خوا کې وې. مور دې حالت ته حیرانه وه.
له هماغه شیبې نړۍ د دغو کونجیانو تر ځواک لاندې شوه. خو ابلیس یو ځل بیا لکه هغسی چی آدم(ع) ته له سجدې سرغړونه وکړه او په شقاوت سره باغی او یاغی شو، نن یې بیا د بنی ادم له هغې اولادې سره د دښمنی نیت تازه کړ چې د محمد اُمت به وي.
دا وخت ملائیکو پاک رب ته عرض وکړ چې یاالله ابلیس د خاتم الانبیا اُمت ته هم بد نیت لري، ته یې تبا کړه، خو الله پاک دوی ته وفرمایل:
- ما دوی څخه ژمنه اخیستې، پریږدئ دا به یو ازمایښت وي.
د آزمایښت دغه ډیر پیچلی او دروند راز تر آخره مبارک نبی سره و. او جبرئیل ابلیس ته په غوسه وویل:
- په داسې یو ښه سهار سمې لارې ته شه.
ابلیس په خپله کینه او ضد کلک ولاړ و. الله پاک به یې ددې کینې، ضد، ذلالت او ضلالت سزا ورکړي. احمد مجتبی به د آخرت په ورځ ترهغو جنت ته قدم نه ږدي، ترڅو د ده وروستی امتی هم جنت ته نه وي داخل شوی. دا وخت به نور ټول پیغمبران ده ته په درناوي ولاړ وي او مبارک به د خپلو امتیانوته شفاعت کوي.
قریشو خپلو کورونو کې د آمنې په کور کې د ماشوم د راتګ خبرې کولې، یوسف او عمرو بن امیه لا هم ګنکس او په سودا کې وو. قریشو دوی دواړه هیڅکله داسې ابتر او سودایی نه وو لیدلي. دوی قریشو ته وویل:
- خوښ اوسئ، دا اسوة حسنه ماشوم به تاسې ته بریمن سطوت او تسلط درپه برخه کړي، له حجازه تر خراسانه او هاخوا تر قستنطنیې او دېخوا تر حبشې به د ده پیغام ورسیږي.
مومنو عربو دغې شپې ته د "المولد النبوی الشریف" نوم ورکړچې په جزیرة العرب کې د خرافاتو، جهل، اوهامو، شرک، ګُمراهی او بی اتفاقی لمن ورټوله شوه. خوښ او شکر کوونکی دې وي مُسلمه اُمت چې په دوی باندې مهربان او محبوب پیغمبر معبوث او الله پاک ته د دوی شفاعت کوونکی دی. د مبارک پیغام سوله، امن، عدالت،وروری او دخرافاتو له منځه وړل و. ده انسانان مسئولانه ژوند ته رابلل او دین یی په اکراه په خلکو ونه مانه، د خیر ښېګڼې اعمال، له بدو ځان ساتل او عطوفت یې شعار و. وروستی پیغام یې دا و چی یو دبل سراو مال پر تاسو حرام دی، د ښځو درناوی وکړئ او حقوق یی رعایت کړئ. حضرت مجتبی د وحی او بیا د الهی احکامو د رسولو ټول تکالیف د خپل راتلونکی امت د نیکمرغی لپاره وزغمل. هغه وحی چی د(اقرا) په حرفونو شروع وه او د فکر کولو، پوهې، تقوا، عدالت خورولو او سولې پیغامونه پکې وو.