دا څو ورځې میډیا کې د کلتور د نمانځنې، د کلتور پالنې او د کلتور د ورځې یادونه کېده. دا ډیره ښه خبره وه ، خو ډیرو ځایو او لیکنو کې د کلتور ترڅنګ، د فرهنګ اصطلاح هم کارول کېده. د دې دوو ترمنځ باید توپیر وشی:
د بشري ټولنو ټولې هغه مادې اومعنوي لاسته راوړنې، ارزښتونه، انګېرنې، روايات، عقايد، کړه وړه(سلوک او چلند)، ښووونه او روزنه ، د کار وسايل، د ژوند اسباب اونور ټول چې د تاريخ په اوږدو کې يې ترلاسه کړي او نسل په نسل همداسې رالېږېدلي او د نویو نسلوونو له خوا منل شوي دي، کلتور دی. البته دوخت د تېرېدو په ترڅ کې يې ډېرې هغه برخې چې د پايښت وړتيا يې له لاسه ورکړې، يا يې ګټورتوب ندرلود، له منځه تللي، خو د پايښت وړ او مثبت اړخ يې پاتې اونوره يې هم وده موندلې ده. کلتوری ارزښتونه هم مادي او هم غیر مادي بڼه لري لکه، پوهه ، لباس، هنر، لوبې، موسیقي، تاریخی روایات، ګاڼې، ناسته پاسته ، لمانځنې، غم ښادی، خوراک څښاک، دپخلی وسایل، د کور اسباب، د کار ابزار، ولسي سندرې، ادبیات، ژبه او نور چې د کلتور اجزا دي. په انګليسي او اروپايي ژبو کې د کلتوري ټولو مادي او مانيزو ارزښتونو لپاره د (کلچر- کلتورCulture) لغت کارول کېږي، خو په پښتو او دري کې هم کلتور او هم فرهنګ معمول شوی دی. د کلتور هغه ډیرې نګه او د ستاینی وړ او اصلاح شوې برخې ته فرهنګ وایو( فر+ هنګ) فر یعنی اوچته، ممتازه او عالی.
که موږ دري/پارسی او پښتو کې خپلو مادی او معنوی شتو، رواجونو، مناسبتونو او نورو ته یواځې کلتور کاروو، باک نشته، ډېر دقت ته اړتیا نلرو، خو که د فرهنګ اصطلاح کاروو، بیا نو دقت په کار دی ، دا ځکه چې: فرهنګ د کلتور تر ټولو متعالي برخه ده لکه ادب، پوهه، د مشرانو درناوى، په کشرانو شفقت، مېلمه پالنه، په سخته ورځ دوستانو سره د مرستی په خاطر دوی ته حسنه پورورکول... لنډه دا چې ټول عالي انساني سجايا او دې ته ورته وياړلي او اوچت ارزښتونه فرهنګ بولو. حال دا چې يو شمېر نور دودونه چې متعالي ارزښت نه لري، په کلتور کې شمېرل کېږي، اما فرهنګ نه دى. دبېلګې په توګه د هلک د زېږېدو پر وخت په ټوپک ډزې کول، په ميله او رخصتيو کې د چرګانو يا سپيو جنګول، په چلم باندې دمريو او ځونډيو تړل اوداسې نور کلچر دى اما فرهنګ کې نه راځي، دا به ناوړه وي چې دواړه په يوه معنا راوستل شي. ښه مې یاد دی چې لس – یوولس کاله مخکې یو مشر یوه وینا کې وویل: فرهنګ کشت کوکنار باید زدوده شود !!
حال دا چې کوکنار کرل یوه ښکارنده ده، یو عمل دی، یو بد واقعیت دی، یو ډول رواج شوی کښت دی، خو فرهنګ ندی. له بده مرغه جګړه یو واقعیت و، خو فرهنګ نه و. نو ځکه د جګړې فرهنګ، د کوکنارو کرلو فرهنګ، د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى... دا يو هم فرهنګ نه دى.
د افغانستان د جګړه ييزو شرايطو په کلونو کې چې د ژوند ډېره برخه انحطاط سره مخامخ شوه دغه ډول اصطلاحات هم په نا سنجول شوې بڼه یو بل سره ګډ شوى او بياکتنې ته يې اړتيا شته. دا چې نوره نړۍ، دغو میراثونو ته یواځې (کلتور) کلمه استعمالوي، هغوی ډاډمن دي چې متعالی ارزښتونه پالي او ناوړه یی اصلاح کړي ديو خو زموږ د کلتور یوشمیر اجزا د اصلاحاتو، بشپړتیا او سمون غوښتنه کوي.
پخوا به د ژمی شپو کې میندو ماشومانو ته له پند او عبرت ډکې روزنیزی کیسې کولې، که دې ته کلتور یا فرهنګ ووایو عیب ندی، خو په کیسو کې له شیشکو او دېوانو ویرول فرهنګ نه و، دا هسې په ناپامۍ زموږ کلتور کې رواج و چې اوس دا ښکارنده ( له شیشکو د ماشوم ویرول)د فرهنګي ودې په بهیر کې له منځه تللې او اصلاح شوې ده، اماد عبرت او پند برخه یې اصلاح شوې ده. اوس چې ماشومان تعلیم ته هڅوو، دا فرهنګی تلاش دی.
دفرهنګ وده،فرهنګی خدمات او فرهنګی روزنه او ارتقاد دولت دنده ده.
د کلتور او فرهنګ مغالطه او یو د بل پرځای کارول هغه وخت معمول شول، چې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت نوم په ( وزارت اطلاعات و فرهنګ) بدل شو. اوس چې دا کار شوی، عیب ندی، په دې شرط چی د (کلتور) او( فرهنګ) د کارولو ځای وپېژنو.
کلتور د ملی هویت وثیقه ده، له بده مرغه ځینی مغرض قوتونه غواړی د سیالی او دښمنی په ترڅ کی دغه د ملی هویوثیقه خړه پړه کړي او یایی تر اغیز لاندې راولی یا هم خپل دخوښې عناصر او اجزاپکی ورداخل کړي. خینی نور د کلتور له اغیز او تاثیر څخه د خپلو سیاسی موخو لپاره کار اخلی. دبیلګې په توګه یووخت یو مغرض ګاونډی هیواد غوښتل خپل ګاوندی هیواد او ملت بد برخلیک سره مخامخ او دځوان نسل دتعلیم مخه یی ډب او راتلونکی کی یی دهر ډول پرمختګ مخه ونیسی، نو دهغه هیواد چارواکو ته یی تلقین کوله چی تعلیم ستاسی کلتور کې نشته. حال دا چې تعلیم د اوچت فرهنګ او دمعاصر انسانی تمدن د بنسټ ډبره ده. هغه چارواکي وروسته بیا د ګاونډیو په شوم غرض پوه شول او نجونو او هلکانو ته یی د عصر علومو اجازه ورکړه او پوهنتونونه او ښوونځی ورته خلاص او په خپله اشتباه یی اعتراف وکړ.
باید هېره نه کړو چې دې سره یوشمیر نور مسایل هم تړلي دي لکه:کلتوری وروسته والی(cultural lag ) چې دا یو نسبی مفهوم دی، هغه حالت، هغه چا یا هغه هیواد ته اطلاق کیږی، چې له نوي او معاصر وخت څخه په فنی، اقتصادی، سیاسی، علمی او ځینو نورو برخو کې وروسته پاتې وي. مثلاً A هېواد د B په مقایسه له کلتوری پلوه عقبمانده دی.
په دې اړه بله اصطلاح کلتوری بدلون( cultural change) دی. له دې څخه موخه هر هغه تغییر او اصلاح چې د ټولنې په کلتوري برخو کې راوستل کیږي، لکه : د چاپیریال او شاوخوا پيښو په هکله د ټولنې د وګړو د فکر، چلند، پوهې او باورونو په برخه کې د تصوراتو نوي کول، د ټولنیزو ارزښتونو او د وګړو د پوهی ترمنځ د انډول بدلون او نور.
حکومتونه، کلتوری موسسات او ارګانونه، پوهنتونونه، سینما، راډیو، تلویزیون، تیاتر، میډیا او دې ته ورته بنسټونه د کلتوري خدمتونو( cultural services) مسئولیت لري، لکه:د عامه خلکو د ژوند د بسیاینې په خاطر د کلتوری امکاناتو چمتو کول، لکه سپورتی امکانات، کتابتونونه، موزیمونه، د ودې لپاره سیمه ییزمطبوعات،سوادزده کړه، کتابتونونه پرانیستل، هنری او ادبی کانکوراو جوایز ورکول، ورزشی مسابقات او نور. له بده مرغه د پرله پسې بحرانونو او جګړو له امله موږ ونه توانیدو چې متعالي ارزښتونه وپالو، د دې په پایله کې لا اوس هم موږ کلتوری عقبمانی سره مخ یاستو. هیله ده فرهنګی ودې او اعتلا او د کلتور اصلاح ته پام واړوو.